د کامیابۍ خبرې

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 24, 2022
4 years ago
1,950 views
د کامیابۍ خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

که په ژوند کې د پرمختګ، بریا، خوښۍ او سکون په لټه کې یئ؛ نو دا لارښوونې تل په یاد ولرئ او عمل پرې وکړئ. 

  • د "خلک به څه وايي؟" مفکوره ختمه کړئ.
  • له ډېرو خبرو ځان وژغورئ.
  • مسکا خپل عادت وګرځوئ.
  • تل یوه اندازه پیسه سپما کوئ، ترڅو په سخت وخت کې مو پکارې شي.
  • د تقلید پر ځای تخلیق ته کار وکړئ.
  • هره ورځ مطالعه کوئ. البته که ډېره لږه هم وي؛ خو بايد هره ورځ وي. 
  • صحي خواړه وخورئ. سبزيجات او مېوې تر ټولو ښه انتخابونه کېدای شي.
  • حتما ورزش کوئ. د ورځې نیم ساعت منډې وهل هم کفايت کوي.
  • له خپلو خطاوو زدکړه وکړئ.
  • د ورځې نیم ساعت او یا هم یو ساعت تفکر ته بېل کړئ.
  • د نورو په عیبونو پسې مه ګرځئ.
  • خپلې کمزورۍ معلومې کړئ او ختمولو ته یې مټې راونغاړئ.
  • که نړۍ بدلوئ نو اول خپل ځان بدل کړئ.
  • هېڅکله په احساساتو کې پرېکړه مه کوئ.
  • د هر چا د خوشحاله ساتلو هڅه مکوئ.
  • د "نه" ویلو هنر زده کړئ.
  • که خپل درنښت غواړئ، د نورو احترام هم کوئ.

Related Articles

Feb 11, 2021
1,843 views

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم. بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس...

Mar 27, 2022
1,727 views

صوفي او بیزو

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په یوه حکایت کې راځي چې، صوفي د ونې سيوري ته ناست و. بيزو د کوپرې ګوزار ورباندې وکړ. صوفي کوپره په ګورت کې ونيوله. د هغې د منځ شيدې/اوبه يې وڅښلې. کوپره يې وخوړه او د کوپرې له پوټکي يې ځانته کاسه جوړه کړه.   درسونه په نړۍ...

Aug 24, 2020
3,555 views

خپل مسوولیتونه درک کړئ

تاسو چې په خپل ژوند کې څه ډول مقام لرئ، یا څه ډول یاستئ، دا هرڅه تاسو په خپله ترسره او مسوول يې يواځې تاسو یاستئ. ستاسو نننی ژوند ستاسو د تېرو خیالاتو او عمل پایله ده، ستاسو خیالات او احساسات ستاسو په واک کې دي، څه ډول کار ترې اخلئ، پرېکړه یې هم په...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,763 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,145 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,049 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...