د نامنظم میاشتني عادت لاملونه څه دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 22, 2022
3 years ago
2,726 views
د نامنظم میاشتني عادت لاملونه څه دي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په مېرمنو کې د تناسلي الې له لارې د وینې راتګ ته میاشتنی عادت ویل کېږي. دا چاره هره میاشت د څلورو، پنځو ورځو او آن په ځینو مېرمنو کې د یوې اونۍ لپاره ترسره کېږي. منظم میاشتنی عادت د مېرمنو د روغتيا په معنا ده. مېرمنې باید ددې چارې نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ځکه چې که دا چاره نامنظمه شوه، په دې معنا ده، چې بدن له ځينو ستونزو سره مخ دی. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. 

میاشتنی عادت

د ځينو علایمو ټولګه ده، چې هره میاشت په مېرمنو کې څرګندېږي او مېرمنې دې ته چمتو کوي، چې حمل واخلي. هره میاشت له تخمدان څخه آزادېږي او په بدن کې هورموني تغييرات لیدل کېږي. کله چې آزاد شوی تخم د سپرم له اغېز څخه روغ ووځي، د تناسلې الې له لارې وځي، همدې چارې ته میاشتنی عادت ویل کېږي. طبیعي میاشتنی عادت هر اته ويشت ورځې بعد پېښېږي. مګر په ځينو مېرمنو کې دا ورځې توپیر کوي. ځينې مېرمنې هر څلرويشت ورځې بعد دا حالت تجربه کوي، په ځينو حالاتو کې آن پنځه دېرش ورځې بعد هم تجربه شوي دي. دا چاره له څلورو تر اوو ورځو دوام کوي. د مختلفو انسانانو د بدن جوړښت او د ژوند شرایطو ته په کتو میاشتنی عادت کېدای شي کم خونه، سپک، دروند، لنډ، اوږد، دردناک او آن پرته له درده وي. 

نامنظم میاشتنی عادت ولې رامنځته کېږي؟

په نجونو یا په ټوله کې د مېرمنو د میاشتني عادت نامنظم والي یو عمده دلیل د تخمونو نه رامنځته کېدل بلل کېږي. ددې چارې اصلي لامل شدید هورموني ګډوډي بلل کېږي. همدارنګه د ژوند، صحت او جسمي شرایط د مېرمنو پر میاشتني عادت مستقیم اغېز لري. د میاشتني عادت ګډوډۍ ځینې نور عوامل په دې ډول دي. 

د هورمونونو د توازن نشتون

د بلاغت په جریان کې د بدن په ګڼو برخو کې تغييرات رامنځته کېږي، په دې لړ کې هورمونونه هم تر اغېزې لاندې راځي. له دې وروسته د استروژن او پروژسترون تعادل کلونه وخت نیسي. له همدې کبله میاشتنی عادت اکثرا بې نظمه وي. له شنډ کېدو وړاندې ډېری مېرمنې د اوږدې مودې لپاره دا حالات تجربه کوي او وروسته له شنډ کېدو بیا له دې چارې بېغمه شي. د امیندوارۍ پر مهال د مېرمنو میاشتنی عادت ختمېږي او د ځينو مېرمنو له زېږون وروسته تر یوې مودې همداسې بند وي. ددې ترڅنګ د درملو له لارې د امیندوارۍ مخنيوی هم ددې سبب کېږي، چې میاشتنی عادت غیر منظم شي. له دې ټولو سره ـ سره روغتياپالان ځینې نور لاملونه په دې ډول ښیي: 

  • د وزن پورته کول
  • درمل
  • ژور خفګان
  • ډېر خوب
  • پر له پسې سخت ذهني او فزيکي کار کول
  • بې خوبي

Related Articles

Sep 27, 2021
3,508 views

کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟

کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟   ټول انسانان هڅه کوي چې د ژوند په هر اړخ کې بریالي وي. که هغه کړنې د کور دننه، لکه د کور کارونه او یا له کور څخه بهر، لکه  زده کړې، سپورټ، پلورل او پېرل، دنده او داسې نور وي، خو ځینې وخت موږ له دومره هڅو سره سره ب...

Jan 29, 2021
2,606 views

په اميدوارۍ پورې اړوند شکر ناروغي

لیکنه ـ نګین کرګر د امیدوارۍ پر مهال په میندو کې د هورمونو جریان (سایکل) بدلون مومي. په وینه کې زیات ګُلوکوز د انسولینو په تولید باندې اغیز  کوي  اوپه وینه کې ګلوکوز زیاتېږي. البته باید بیا هم یادونه وکړم، چې دا ډول شکر له زیږون څخه وروسته له منځه...

Apr 17, 2022
8,088 views

د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه

د روژې مبارکه میاشت د اسلام له پنځه بنأوو: ( ۱- کلیمه | ۲- لمونځ | ۳- روژه | ۴- زکات | ۵- حج‌ ) څخه درېمه بنأ (بنسټ) او د هجري قمري کال: ( ۱-محرم الحرام، ۲-صفر المظفر، ۳-ربیع الاول، ۴-ربیع الثاني، ۵-جمادي الاول، ۶-جمادي الثاني، ۷-رجب المرجب، ۸-شعبان...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,692 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,000 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...