To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
له ذهني پلوه د پياوړو مېرمنو لس ځانګړنې

له ذهني پلوه د پياوړو مېرمنو لس ځانګړنې

1,248
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-03-27 02:13:36

ليکنه ـ فاطمه صمیمي

نننۍ نړۍ له ډېرو پياوړو مېرمنو جوړه ده. هغوى چې خپلې بالقوه وړتياوې پېژني او په کار يې اچوي په خپل کور، کلي، هيواد او آن په نړۍ کې په زړه پورې بدلونونه او د ښه ژوند کولو لپاره آسانتياوې رامنځته کوي؛ خو تر ټولو مهمه داده چې ښځې خپلې ذهني وړتياوې وپېژني. ځكه چې هر کار اول په ذهن او فکر کې رامنځته کېږي، چې وروسته د پلان او عملي اقداماتو پر بنسټ په حقيقت بدلېږي. زمان، مکان او خلک اغېزمنوي.

له ذهني پلوه پياوړې مېرمنو څخه موخه دا نه ده، چې ښځه دې ښه لباس پرتن کړي، هره ورځ دې ښه سينګار وکړي ترڅو ښې ښکاره شي او ډېر شهرت دې ولري. دا هم نه ده چې ښځه دې ډېرې پيسې وګټي؛بلکې له پياوړو مېرمنو څخه موخه د ښه شخصيت او ډېرې پوهې درلودل دي، ځانته او خپل شخصيت ته پاملرنه ده، ترڅو د نورو لپاره يو ښه مثال/الګو او ايډيال وګرځئ.

مونږ ټول په خپل وجود کې بېلابېلې وړتياوې لرو. مهمه داده چې هېرې يې نه کړو. هو! پياوړې مېرمنې چې کله سختو وختونو، ستونزو سره مخ کېږي په پوره زړورتيا ورسره مقابله کوي ترڅو حل يې کړي. دلته مې له ذهني پلوه پياوړو ښځو ځانګړنې راټولې کړي چې په لاندې ډول دي:  

لومړی| پياوړې ښځې ډاډمنې او پرځان باوري وي

پخپل ځان باور د ذهني قوت يوه لويه برخه، له ځان سره د مينې لويه نښه ده، چې مونږ سره مرسته کوي ترڅو ځان له نورو سره له پرتلې لېرې وساتو او خپل د پوټکي په رنګ، ظاهري څهرې خوښ واوسو؛ خو د ورځې په پاى کې پخپل ځان باور او ډاډ ترلاسه کول شخصي لاسته راوړنه ده.  

دویم| نوښتګرې وي

له ذهني پلوه پياوړې ميرمنې خپل وخت په باارزښته او مهمو کارونواو موضوعاتو تېروي، دوى هر سهار د خپلو کارونو لپاره مهالوېش جوړوي او پخپل مهالوېش کې مهمو کارونو ته ځاى ورکوي. دوى تل هڅه کوي په هر کار کې نوښت رامنځته کړي. کله چې خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه اخلي او نوښت رامنځته کوي د خوښۍ احساس کوي.  

درېیم| خوشبينه وي او مثبت فکر لري

له ذهني پلوه پياوړې ميرمنې نيم ډک ګيلاس نيم تش نه بولي؛ بلکې هرې موضوع له مثبت ليد څخه ويني او خوشبيني اختياروي. هغوى هرځاى او هر حال کې مثبت فکر لري. ممکن هر وخت لپاره او هرځاى خوشبينه او مثبت فکره ونه اوسي؛ خو تر خپل توان هڅه کوي، چې مثبت فکره واوسي. همدا مثبت ذهنيت هم خپله د مېرمنو خوى او هم نورخلک اغېزمنوي.  

څلورم| لاسته راوړونکې وي

له ذهني پلوه پياوړې ميرمنې خپل خوبونه په حقيقت بدلوي راتلونكي کې د لويو فرصتونو ترلاسه کولو په تړاو فکرکوي او ذهناً خپل فعاليتونه ترسيموي. د دوى ذهنونه د تخليقي او کره فکر کولو له امله وده کوي او ورسره مرسته کوي ترڅو د ځواکمنو افكارو په واسطه ماهرانه قدم واخلي او خپل خوبونه او هيلې په حقيقت بدلې کړي.

 پنځم| د وېرې مهاروونکې وي

پياوړې مېرمنې چې کله له وېرې سره مخ کېږي ترې تېښته نه کوي. دوى د خپلې وېرې پرمهال خپل اصلي هدف تعقيبوي، دوى وېره جدي نه ګڼي. د وخت په تېرېدو سره دوى په دې پوهېږي، چې څنګه خپله وېره مهار او کنټرول کړي.  

شپږم| پاملرنه کوونکې وي

پياوړې ميرمنې خپلې روغتيا، خوشحالۍ، چلند ته پاملرنې ترڅنګ نورو ته هم پاملرنه کوي. په دې معنا چې دوى هم له ځان هم له نورو سره مهربانه وي. هم خپل ځان هم نور خوشحاله ساتي. له نورو سره د مهربانۍ چلند ددې سبب ګرځي چې له خلکو سره مثبت او ګټورې اړيكې جوړې کړي. مثبتې اړيكې ټولنه د بريا او پرمختګ په لورې بيايي.  

اووم| پرځان وياړي

پخپل ځان وياړ تل د غرور په معنا نه وي. له ذهني پلوه پياوړې ميرمنې پخپل ځان او خپلو لاسته راوړنو وياړي خو په ياد مو وي چې پرځان د وياړ پرمهال نورو ته درناوى هېر نه کړئ.  

اتم| د خلكو ناسم قضاوتونه په اړه بې پروا وي

ځيني وخت خلك هڅه کوي ستاسو په اړه ځوروونكې او منفي خبرې وکړي؛ خو له ذهني پلوه پياوړې ميرمنې د کرکه کوونکو او د ځان په اړه د بل د خولې ځورونکو منفي خبرو ته اهميت نه ورکوي. هغه نا اورېدلي ګڼي. ځكه هغوى د نورو لخوا خپل تعريف او پېژندنې ته اړتيا نه لري.  

نهم| پياوړې مېرمنې د بې عدالتيو پر وړاندې غلې نه پاتې کيږي

کله چې په ټولنه کې بې عدالتي/ظلم وويني. يا په ټولنه کې تېروتنه احساس کړي، خپل غږ پورته کوي. ځكه چې له ذهني پلوه پياوړې ميرمنې د نورو ځورول او اذيت ننداره نه کوي او نه يې زغم لري؛ بلکې پر وړاندې يې عملي غبرګون ښيي. هغوى د ژوند د ښو اخلاقو او ښو ارزښتونو پر اساس د خپل او نورو له حقوقو دفاع کوي او په ټولنه کې ناوړه دودونه، ظلم، وحشت او بې عدالتي کموي او يا ورته د پاى ټکى ږدي.  

لسم| رښتيني وي

له ذهني پلوه پياوړو ميرمنو ورستۍ؛ خو ډېره اړينه ځانګړنه دا ده چې د ځان سره په مکمله توګه رښتيني وي. هغوى اړتيا نه لري چې د نورو د قانع کولو، ښه ثابتولو لپاره خپل او د نورو اغېزمنولو په موخه ځان او عادتونو ته بدلون ورکړي.  

وروستۍ خبرې  

د پایلې په توګه ويلاى شو، چې ځيني وخت دا ډېره آسانه ده چې له ذهني پلوه پياوړې واوسو خو ځيني وخت ستونزمن؛ مګر په ياد مو وي، چې مونږ ټولې له ذهني پلوه پياوړې کېدای شو. له بده مرغه ځيني ميرمنې سربېره پر دې چې له ذهني پلوه پياوړې دي؛ خو له خپلې پياوړتيا خبرې نه دي. راځئ په ګډه کار وکړو تر څو يوبل ته ورياد کړو چې مونږ څومره پياوړې يو!

په مختلفو برخو کې د يو بل ملاتړ وکړو يو بل د برياليتوب تر لوړو پوړيو ورسوو؛ نه دا چې د يو بل پښې ووهو. باید د يو بل پياوړتيا خپله اساسي موخه او هدف وګرځوو، د يو بل مدافع واوسو. دا چارې او فعاليتونه ددې سبب ګرځي چې ميرمنې په هر ډګر کې پرمختګ وکړي او نړۍ آباده کړي.

Recommended Articles