په روژه کې څنګه د سردرد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

imranghani
imranghani
Author
1 min read
2,337
په روژه کې څنګه د سردرد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

په روژه کې څنګه د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

 

دا ښکاره خبره ده چې د روژې نیول اسانه کار نه دی، خو روژه د اسلام له پینځو بناوو څخه یوه بنا ده، چې د اللهﷻ لخوا په مسلمانو فرض شوې او ټول مسلمانان یې پر نیولو مکلف دی.

د روژې او روژه نیوونکې د اجر او ثواب په اړه ډېر ایتونه او احادیث نازل شوي دي او ټول مسلمان یې له فضیلت څخه خبر دي.

 د روژې نیولو ثواب ځکه تر نورو عبادتونو ډېر دی چې روژتي د ورځې په اوږدو کې له ځینې ستونزو سره مخ کېږي لکه ګنګسوالی، سر درد، د معدې درد او داسې نور. 

موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه په روژه کې خپل د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 لېمو د هغو مرکباتو له ډلې څخه دی چې بې شمېره ګټې لري، لېمو د ویټامین سي سرچینه ده او ویټامین سي د انسان د بدن د پیاوړتیا لامل کېږي او کمښت یې په بدن کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

د تروه لېمو اوبه د هغو کسانو لپاره یوه معجزه ده چې د روژې نیولو له امله یې د بدن بېلابېل غړي او په ځانګړي توګه سر درد کوي.

زیات وخت ډېره لوږه د سر دردۍ لامل کېږي، هغه کسان ډېری له دغه حالت سر مخ کېږي چې د معدې ناروغي ولري. 

ډېری وخت د بدن د اوبو کمېدل هم د دې لامل کېږي چې د انسان سر درد وکړي، د لېمو اوبه کولای شي چې زموږ سردردي له منځه یوسي. سر بېره پردې د ډوډۍ په هضمولو کې هم مرسته کوي، خو پام مو وي چې هېڅکله په تشه معده لېمو ونه خورئ. کله مو چې د سر درد زیاتېده نو د تروه لېمو اوبه مو په ستوني او ټنډه وهئ، ډېر ژر به مو د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسي.

سر بېره پردې د تروه لېمو خوړل مو اشتها هم زیاتوي او د دې لامل کېږي چې ډېر خواړه وخورئ او د لوږې پر وړاندې مقاومت وکړئ.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
څنګه کولای شو په پښتورګو کې د تيږې جوړېدلو مخنيوی وکړو؟
Pashto
Jan 20, 2021
5,547 views

څنګه کولای شو په پښتورګو کې د تيږې جوړېدلو مخنيوی وکړو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی آيا پوهېدئ چې له هرو لسو تنو یې یو د عمر په اوږدو کې د پښتورګو له کاڼي ځورېږي؟ وروستۍ څېړنې ښيي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د بډوډو (پښتورګو) د تیږې ناروغي مخ په زیاتېدو ده. شنونکي ځينې غیر علمي باورونه او رواجونه ددې ناروغۍ د ډې...

Written by Riaz Muqamzai Read more
کاغذ؛ څنګه او له کومو موادو جوړېږي؟
Pashto
Jan 16, 2021
5,246 views

کاغذ؛ څنګه او له کومو موادو جوړېږي؟

کاغذ نرۍ ورقه شوي مواد دي. په کیمیاوي/میکانیکي توګه له پروسس شوي سلولوز فایبر څخه جوړیږي، د سلولوز فایبر یې له لرګي، له ټوټو او جنډو، وښو او نورو موادو ترلاسه کیږي. له موادو څخه اوبه وچېږي. مخکې په لاس جوړیدل خو اوس وخت کې هر ډول کاغذ په ماشین جوړېږي...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د جنسي اړيکې پر مهال له دې کارونو ځان وساتئ!
Pashto
Jul 22, 2022
6,625 views

د جنسي اړيکې پر مهال له دې کارونو ځان وساتئ!

له‌ مخالف جنس سره جنسي اړیکه د هر انسان اړتیا ده او باید دا چاره ترسره کړي؛ خو ډېری خلک پر دې نه پوهېږي چې څنګه یوه ښه او خوندوره جنسي رابطه ولري. ددې چارې یو علت دا دی، چې په افغاني او په ځانګړي توګه پښتني ټولنو کې ددې مسایلو په اړه بحث کول شرم ګڼل...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,776 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,969 views
7

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,763 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article