د شمالي قطب ګیدړه

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 30, 2022
3 years ago
1,881 views
د شمالي قطب ګیدړه

په انګریزۍ کوې ورته (white fox or polar fox) نومونه هم اخلي او علمي نوم یې (Vulpes lagopus) ده. د سپي له کورنۍ کانیدای (family Canidae) سره تړاو لري. په ټول شمالي قطب کې پیدا کیږي خو ډېر وخت له سمندر سره نږدې په تندرا اقلیم لرونکې سیمه کې ژوند کوي. د بدن د اوږدوالی کچه یې ۵۰–۶۰ سانتي متره پورې رسیږي. د لکۍ اوږدوالی یې تر ۳۰ سانتي متره پورې وي. د بدن وزن یې له ۳ تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسېدای شي. واړه ګرد شوي غوږونه لري، لنډ اوربوزونه، او د پښو تلې (soles) یې په وېښتو پوښلې وي. دوه ډوله رنګونه لري یو ډول یې سپین رنګ چې په اوړي کې خپل رنګ خړ رنګه نصواري ته بدلوي او بل ډول یې نیله رنګ لري چې په اوړي کې خړ رنګ ته بدلیږي. په غارونو کې ژوند کوي او د ورځې په هر وخت کې فعاله وي. هر څه چې موجود وي خوري که هغه سبزي وي او که د جسد غوښه مګر ډېر وخت د شمالي قطب سپین خرس تعقیبوي او کله چې دا خرس کوم حیوان ښکار کړي نو خرس څخه په پاتې شونو خپل ځان تغذیه کوي. په اوړي کې د شمالي قطب په صحرایي موږک (lemming) باندې برید کوي خو په ژمي کې بیا مرغان لکه دشمالي قطب تنذری (grouse)، د شمالي قطب کب خوړونکې مرغاوی (puffin) او سپین زرکان (ptarmigan) تعقیبوي. په کال کې یو ځل د مثل تولید کوي او د بچیانو شمېر یې له ۱۱ تر ۲۰ پورې وي. د حاملګۍ موده یې تر ۵۲ ورځو پورې ده. له ۴۵ ورځو وروسته خپل بچیان یوازې پرېدي چې خپل ژوند وکړي. بچیان یې په ۹ یا ۱۰ میاشتو کې جنسي بلوغ ته رسیږي. په وحشي بڼ کې تر ۱۰ کالو پورې ژوند کوي خو په شمالي قطب کې بیا تر ۳ کالو پورې ژوندۍ پاتې کیږي. د شمالي قطب خلک یې د پوستکي لپاره ښکار کوي. یو وخت صنعت د دې ګیدړو پوستکی اخیسته خو د ۲۰ پېړۍ په پای کې دا صنعت له ذوال سره مخ شو. په ټوله نړۍ کې یې نسل سلګونه زره ته رسیږي او د نسل له منځه تلو خطر یې نشته.

ذکریا رحيمي 

Related Articles

Nov 18, 2021
2,816 views

صبر

هيڅ ډول سختۍ او تکليف ته مه تسليمېږئ! صبر او لمونځ له تاسو څخه هر ډول سختي او تکليف لرې کولای شي.( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ). سورت البقره، ايت: ۱۵۳.ژباړه: ای هغو کسانو چې...

Nov 17, 2021
2,157 views

د مطالعې لپاره څه ډول چاپېریال مناسب دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مطالعه هغه چاره ده، چې انسان پرې په بېلابېلو برخو کې خپل فکر ته هر اړخیز معلومات ور سپاري او په دې توګه یې نړۍ لید پراخېږي. هغوی چې ښه او معناداره مطالعه کوي په فکر، رفتار او خبرو کې یې ځانګړی توپیر رامنځته کېږي او خلک یې لیدلو ا...

Jun 05, 2022
2,274 views

لس طلایي لارښوونې

که دغه لس لارښوونې عملي کړئ، پخپل ژوند کې به ډېر ژر پرمختګ او مثبت بدلون حس کړئ. • هر سهار وخته پاڅېږئ. له وخته پاڅېدو سره ـ سره عبادت او اوبه څښل هم عادت کړئ. دا کار حتما عملي کړئ! • ورزش خپل ورځنی عادت وګرځوئ. پدې توګه د خپلې روغتیا تضمین ترلاسه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,684 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,994 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...