انجنير ستانه مير زهير

انجنير ستانه مير زهير

5 books

پېژنده

دیپلوم انجنیر ستانه میر زهیر د پښتو ژبې له هغو د ګوتو په شمیر لیکوالو نه یو دی چې تر دې دمه یې د ساینس په برخه کې ډیر پوهنیز اثار په پښتو او پښتنو لورولي دي، او په پښتو کې د پوهنیزو ساینسي اثارو تشه یې تر یوې کچې ډکه کړې ده، ښاغلی زهیر د خدای بخښلي یارمحمد زوی دی چې ۱۳۳۲ لمريزکال د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ په ثناخيلو کلی کې زېږېدلی دی.

زده کړې Education:

انجنیر ستانه میر زهیر خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ( ۱۳۳۹ـ ۱۳۵۰) لمریز کاله پورې د کابل په رحمان بابا لېسه کې تر سره کړې دي، له ( ۱۳۵۲ـ ۱۳۵۶) لمریزه کاله پورې یې خپلې لوړې زده کړې د کابل پولیتخنیک انسیتوت کې دلېسانس تر کچې ترسره کړې چې وروسته یې په ۱۳۶۵ لمریز کال کې دجيولوجي اود جامدو کاني ګټورو موادو د پلټنې او اکتشاف څانګه کې خپله ماستری ( MA) واخېسته او اوس د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د محقق پوهنیزه کادري رتبه لري.

دندې

د تخصصي برخې دندې

انجنیر ستانه میر زهیر په خپله تخصصي څانګه کې لاندې دندې تر سره کړې دي.

دکانواو صنانعووزارت _ جيوانجنري مدریت۷ ۲۵/۵/۱۳۵ل – ۱۴/۹/۱۳۵۷ ل کال ( ٣ مياشتې ٢٠ ورځې ). معارف وزارت _ تاليف او ترجمې رياست ، د ښوونځي د جغرافيې د کتابونو مولف او د جغرافيه بلوټن مسول مدير. ۱۰/۹/۱۳۵۷ل ـ ۱۶/۳/۱۳۶۳ ل کال ( ٥کاله ٦ مياشتې او ١ ورځ )

د فوايدعامې وزارت _ لارو او ډګرونو رياست _ جيوانجنري مديريت. ۱۷/۳/۱۳۶۳ل –۱۳/۵/۱۳۶۴ل کال ( ١ کال ١ مياشت او ٢٦ ورځې )

د افغانستان د علومو اکاډمۍ _ جيولوجي انستيتوت . ۱۴/۵/۱۳۶۴ل –۲/۱/۱۳۷۴ل کال ( ٩ کاله ٨ مياشتې او ٢ ورځې )

د افغانستان د علومو اکاډمۍ _ د اريانا دايرت المعارف _ د پارټايم ليکوالانو د ټيم غړی د ١٣٨٦ – ١٣٩٣ل کال.

 په فرهنګي برخه کې دندې

په فرهنګي برخه کې د انجنیرستانه میر زهیر عملي کارونه د ډیر ارزښت وړ دي، ښاغلي زهیر دې برخې ته هم دخپل خوږ ژوند ډېره برخه ځانګړې کړې ده.

– د BBC راډيو تعليمي پروژه ، ۱۹۹۴م – ۲۰۱۴ ( اګست ) – د نوي کور نوی، ژوند د ډرامې ليکوال

– د شمشاد تلويزون د ( خوږې ترخې ) طنزيه خپرونې سکريپټ ليکوال، ١٣٨٩- ١٣٩٠ ل کا ل

– راډيو افغانستان د ( کورني ژوند ) د پروګرام د پښتو برخې ليکوال- ١٣٥٨- ١٣٦٢ ل کال

– زيری جريده ، مصحح _ ١٣٥١- ١٣٥٢ل کال

– هيواد ورځُپاڼه ( ستاسو صفحه) متصدي ١٣٥٠- ١٣٥١ل کال

چاپ شوی اثار

انجنیر ستامیر زهیر په خپله تخصصي برخه کې ارزښتمند پوهنیز اثار لیکلي او خلکو ته یې وړاندې کړي دي.

۱_ جنګ های بيست ساله وتباهي ذخاير معدني افغانستان .- د افغانستان د مطالعاتو مرکز_ پيښور چاپ

Books by انجنير ستانه مير زهير