نصیر احمد احمدي

نصیر احمد احمدي

16 books

نصيراحمد احمدي د فتح الله احمدي زوی په ١٣٥٣ لمريز کال د غزني ولايت د قره باغ ولسوالی د ملک غلام رسول په کلاه کې زيږيدلی دي.

نوموړی په ١٣٥٨ ل کې مکتب  کې شامل شو، تر درېيم ټولګي يې په سيمه کې د سلطان محمود غزنوي په لېسه کې زده کړې وکړې، خو  کورنۍ يې د جنګ جګړو او په دې خاطر چې پلار  يې په کابل کې په يوه شخصي شرکت کې وظيفه درلوده کابل ته کډه وکړه. هغه وخت يې کور د کابل په خوشال خان مېنه کې و او احمدي د همدې سيمې په يوه مکتب کې چې د سپين کلي په نوم يادېده، شامل شو. 

احمدي تر نهم ټولګي پورې  په سپين کلي ليسه کې درس ووايه، بيا يې د حبيبې ليسې ته سه پارچه يوړه  او په ١٣٧٠ ل کال کې له نوموړې ليسې څخه فارغ شو.

په ١٣٧١ ل کال په کابل کې د جنګ جګړو له امله د دوی کورنۍ بيرته کلي ته لاړه او نصيراحمد احمدي د خان کلاه په متوسطه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه. احمدي د تاريخ او جغرافيه د مضمونونو در س ورکاوه او دوه کاله يې په همدې مکتب کې معليمي وکړه. 

   وروسته پيښور ته لاړ، هلته يې د يوه کال له پاره د (ډي اې ای) د موسسې لخوا يو کرنيز کورس ولوست. په دې کورس کې يې د زراعت په ځينو برخوخصوصاً د بڼوالۍ په برخه کې معلومات تر لاسه کړل او وروسته بيا په همدې موسسه کې د کارمند په توګه مقرر شو.

احمدي به له خپلو نورو همکارانو سره د هېواد ځينو برخو ته سفرونه کول  او خلکو ته به يې د بڼوالۍ د ارزښت په اړه معلومات ورکول. دوی به د مېوه دارو ونو اصلاح شوي نيالګي او کيمياوي سره ليرو پرتو سيمو ته وړل او له خلکو سره به يې د باغونو په جوړولو کې مرسته کوله.

احمدي په ډي اي ای کې دوه کاله وظيفه تر سره کړه  او په  ١٣٧٦ ل کال يې  دکانکور امتحان ورکړ او د کندهار پوهنتون د زراعت پوهنځي ته بريالی شو، نوموړي يو کال پوهنتون ولوست خو هغه وخت  جګړه وه ، د پوهنتون ليليه وتړل شوه او د احمدي په شان ډېرو نورو محصلينو ونه شوای کړای چې  خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي.

احمدي ايران ته په مزدوري پسې لاړ  او دوه کاله يې هلته ستړي او شاقه کارونه وکړل. 

نصيراحمد احمدي په ١٣۸۰ ل کال کې بېرته خپل وطن ته راغی. نوموړی  له ٢٠٠٣ ميلادي کال را په دېخوا د بي بي سي راډيو په تعليمي برخه کې دنده تر سره کوي، په پيل کې يې په نوموړې ادارې کې د رپورټر  دنده پرمخ وړله خو له تېرو شپږو  کلونو راپه ديخوا د ماشومانو او لويانو له پاره د فيچر خپرونو ايډيټر دی.

د نصيراحمد  احمدي ليکوالي: احمدي  ډير ماشوم و چې انا به يې کيسې ورته ويلې او ده به په مينه اورېدلې. احمدي له ماشومتوبه د کيسو له اورېدلو او لوستلو سره مينه درلوده.  کله چې د ليک لوست شو، نو  د پيريانو ، ديبانو او ښاپيريو تخيلي کيسې به يې لوستې او هر هغه کتاب به يې اخيست چې تخيلي کيسې به پکې وې . 

کله چې د نوي ځواني مرحلې ته ورسيد، نو د دې تر څنګ يې د پوليسي کيسو او ناولونو له لوستلو سره هم جوړه شوه، هغه وخت د ده يو همصنفی و چې حفيظ الله نومېده، دوی په خپل کور کې يوه لويه کتابخانه درلوده، هر رنګه کتابونه پکې پيدا کېدل، احمدي به کله کله کور ته ور ته، د کتابونو المارۍ به يې په پوليسي کتابونو پسې لټولې، هغه وخت د (ارسن لوپن)  کتابونه ډير مشهور ول، ارسن لوپن په اصل کې يو پوليسي کرکټر و چې د غلو او جنايت کارانو په وړاندي به يې تل مبارزه کوله. احمدي  تقريباً د هغه ټول کتابونه لوستلي دي. خو په خپله يې تر دې دمه څه نه و ليکلي. دا چې څه وخت يې ليکوالي ته مخه کړه، احمدي په يوه مرکه کې ويلي و: 

((دا تقريبا د دولسو ، ديارلسو کلونو مخکې خبره ده، يوه ورځ زما مشر ورور يوه سوژه (موضوع ) پيدا کړې وه، ماته يې وويل چې که ليکوال وای نو په دې اړه يې يوه لنډه کيسه ليکله، ورور مې د کيسې موضوع راته وويله، زما هم ډيره خوښه شوه، له ځان سره مې فکر وکړ چې راځه! يو ځل يې په خپله وازمايه چې ايا د لنډې کيسې په نوم څه پرې ليکی شې که نه؟ هماغه و چې د لومړی ځل له پاره مې  يوه ماته ګوډه لنډه کيسه وليکله، هغه وخت زه په کلي کې اوسېدم، کليوال ژوند و، په ټوله ولسوالی کې مې داسي څوک ونه موند چې له ليکوالۍ سره اشنا وي او د کيسې په اړه مشوره راکړي، ځکه مې دا کيسه له ځان سره وساتله، بيا يو وخت زموږ کور ته د پښتو ژبي وتلی شاعر او ليکوال خدای بخښلی استاد محمد صديق پسرلی راغی، کيسه مې ورته ولوسته، ډېره يې وستايله، ښيګنې او نيمګړتياوې يې را يادې کړې او کيسه يې د چاپ له پاره کابل ته ورسره يوړه، کله چې زما لومړنۍ لنډه کيسه چاپ شوه، نو دا زما له پاره يو لوی تشويق و او زه يې دې ته و هڅولم چې د کيسو او ناولونو ليکلو ته مخه کړم. ))

نصيراحمد احمدي ليکوالۍ ته مخه کړه او په څو کلونو کې يې ګڼ شمېر کتابونه وليکل او ځينې يې وژباړل. 

د نصيراحمد احمدي چاپ شوي کتابونه:

١_ سړه سيلۍ    د لنډو کيسو ټولګه 

٢_ مينه              د لنډو کيسو ټولګه

٣_ د واورې سړی    د لنډو کيسو ټولګه

٤_ بوډا او د لېوانو پلونه      ناول

٥_  رڼا                 ناول

٦_ بړبړوکۍ     نول

٧_ په فلسفه کې تلپاتې پيښې    ژباړه

٨: يوه خبره درته وکم؟!   ناول

۹: جوجو    ناول

۱۰: اغزن سيم     ناول

۱۱:  زرو     ناول

۱۲: د معجزې تيږه     ناول   ژباړه

۱۳: راځئ کيسه وليکو؛ د کيسو د ليکلو په اړه د ليکوال تجربې 

١٤: نيکه               ناول 

۱۵: بغدادي  پير     ناول 

۱۶: پټان ناول

۱۷: اخ، وطنه!   ناول

۱۸: ابوریحان البیرونی   – ژوند ليک

۱۹: کاتب هزاره            ژوند ليک

۲۰: موسی شفیق            ژوند ليک 

۲۱: محمد هاشم میوندوال   ژوند ليک 

۲۲: اشر  ( د لنډو کيسو ګډه ټولګه ) نصیراحمد احمدی او عبدالواحد رفیعي 

۲۳-ټال (ناول)

۲۴- رنګه غوږونه  (ناول)

Books by نصیر احمد احمدي