To start downloading books

Please sign in or create an account.

Shamshad Zaheer 1 week ago 42
د اور وزرې

د اور وزرې

د اور وزرې 
د ډاکټر کلام  ژوند لیک دی. د خپلو زدکړو بیلا بیلو پړاونو او کړاونو په اړه پکې خبرې کوي. کتاب درته وايي‌ چې د امکاناتو نه شتون، د ژوند تنګۍ او ترخې د پیاوړي هوډ په مخ کې هیڅ هم نه دي. د پاولو کویلو خبره چې کله تاسې د یو څه د ترلاسه کولو هوډ وکړئ، نو ټول کاینات بیا په دغه تکل کې ستاسې ملاتړ کوي. د کلام ژوند د کویلو خبره درته په دغه کتاب کې عملي‌وړاندې کوي. غالباً ۲۰۱۵ که ۱۶ به وو، یو ملګري‌ لطف وکړ او د اور وزرې نومې کتاب یې راته ډالۍ کړ. له لوستو وروسته مې هیله وه چې کاش دا کتاب په پښتو هم خپور شي. بیا لعل الدین عاطف صیب سره د دې د ژباړې په اړه وغږیدم. نن راته مجیب مومند صیب احوال راکړ چې The wings of fire د اور وزرې شو او د لوستونکو لاسونو ته د رسیدو لپاره چمتو دی. 
دا کتاب باید په ځوانانو د الهام اخیستنې لپاره او کشرانو کې د ساینس سره د مینې او شوق را پارولو په پار ولولو. 
لعل الدین عاطف ته دې ډیر ډیر مبارک وي، او ورته د نورو همدا ډول هڅو توفیق غواړم.
لیکنه_مشتاق_رحیم
درکونه: 
ننګرهار مارکیټ، دویم منزل، پښتونستان واټ - جلال اباد 
اسحق زی مارکیټ لاندې پوړ - جلال اباد

Related Book Summaries

د «مرګ په څو دی؟» کتاب اړوند زما یو څو لنډې خبرې

«یو غیرمسلکي سندرغاړی باید له تشنابه پرته په بل کوم ځای کې سندرې ونه بولي.»نه مې په زړه کېږي، چې ما دې کله پر کوم کتاب باندې داسې تېز لیکل کړي وي؛ خو دا یو څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه کتاب ته...

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په نړۍ کې هر انسان ځانګړی دی، حتمن څۀ نا څۀ منفرد لري؛ نو ځینې ورته متوجه شي او...

له کرکې، کرکه

د کتاب لیکوال: ولي الله ملکزي  لیکنه؛ عبدالباري جهاني   د پورتني عنوان لاندې کتاب له لیکوال، ولي الله ملکزي له قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندي یوه کال راهیسي...

شين ټاغی

شين ټاغی ناول د تکړه داستان ليکونکي سعد الدين شپون يو له بهترينو ناولونو څخه ده. دغه ناول په ۱۳۷۷ش /۱۹۹۸م کال چاپ شوی، په لنډ ډول غواړم، د ناول په کېسه، پلاټ او منظرکشي باندي رڼا واچوم. د ناول...

هېڅکله مه تسلیمېږه

*"هېڅکله مه تسلیمېږه"* د انګلیسی کتاب "Never Give up" څخه ژباړل شوی چی له سوک لي او باب سانګ لخوا لیکل شوی دی. د دغه کتاب موخه دا ده تر څو له خبرونو، لیکنو، عامو نظرونو، ټلویزیوني مرکو او داسې نورو س...