To start downloading books

Please sign in or create an account.

Shamshad Zaheer 1 week ago 111
د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري.
په نړۍ کې هر انسان ځانګړی دی، حتمن څۀ نا څۀ منفرد لري؛ نو ځینې ورته متوجه شي او خپل استعداد وغوړوي، خو ځینې یې ګور ته یوسي.
دا مختلف علتونه لري خو یو مهم لامل چې د استعدادونو د غوړیدو مخه نیسي، لټي ده؛ په دې اړه ډېرې کیسې، ټوکې، متلونه... هم شته خو دا اصلاً ارواپوهنیز بحث دی، چې ولې یو څوک لټ روږدی کیږي؟ څنګه لټي ختمولی شي؟ نو د دې لپاره علمي بحث ته اړتیا ده.
کله چې څوک تنبل نۀ وي او مسلسل هڅه او مبارزه کوي، دوی حتی خپله نیمګړتیا هم په وړتیا بدلولی شي؛ چې مسټر بین يې ښۀ مثال دی چې د ژبې ستونزه یې درلوده خو همغه ستونزه یې یو کمال وګرځېد.
په دې برخه کې د لټۍ ارواپوهنه کتاب چې( اډوین سي بلس) لیکلی او پښتو ته امداد الله تلاش راژباړلی، ګټور دی.
د کتاب پر پښتۍ لیکل شوي چې: ( لټان د نړۍ هغه وګړي دي چې له خپل استعداد ناخبره دي.)
زموږ یوه ستونزه داده چې ټولنه کې مو لټي یو فیشن ګرځیدلی، څومره چې څوک له خوب ناوخته راپورته کیږي، کار ورو کوي، سبا ته یې پرېږدي... همدومره پرې ویاړي؛ نو کله چې یو څۀ سټایل وګرځي نو چې هر څومره بد هم وي، خلک ورته مخه کوي او پر منفي اغېزو یې فکر نۀ کوي.
کتاب په مکالموي شکل لیکل شوی، چې د یو ارواپوه او مراجع بحث دی؛ مراجع د تنبلۍ د تایید لپاره دلایل پیدا کوي خو ارواپوه ورته قناعت ورکوي، د لټۍ زیانونه ور پېژني، علتونه ورښیي او بیا یې د خلاصون خواته رهنمایي کوي.
بل جالب اړخ یې دادی چې عملي تمرینونه لري، نو یو کس پرې د ځان ټسټ هم کولی شي، ځکه لټ کس دغه تمرینونه هم نۀ شي بشپړولی او ځان به په یو ډول قانع کوي، چې دا تمرینونه مهم نۀ دي او که چا ترسره کړل نو د ستونزې ژر حل ته لا ښۀ رسیږي.
د هغو بهانو په اړه هم خبرې اترې شوي دي، چې لټان پرې ځان ته قناعت ورکوي او ځاني رضایت ترلاسه کوي.
لکه دوی وایي چې ممکن د دې کار په ترسره کولو خجالته شو، خو ممکن په نۀ ترسره کولو یې خجالت شي.
پیل ته یې ډېره وارخطایي لري او ورته غلی، غلی کیږي خو که لږ رېسک واخلي، نو نور کار ښۀ مخته تللی شي، ځکه پیل حتمن سخت وي خو د پرېښود دلیل نۀ شي کیدلی.
د ځینو کارونو په اړه وایي چې ستړی کوونکی دی، ولې متوجه نۀ دي چې پرېښودل او ځنډول یې لا ستونزمنوي.
په ګټورو کارونو کې زیانونه لټوي یا یې په ګټه او تاوان ځان نۀ شي قانع کولی، کنه دا خو اسانه ده چې ګټې او زیانونه خپله وسنجوو.
د کار سختي بهانه کوي، خو متوجه نۀ وي چې ځنډول یې لا سختوي.
ځینې نورو ته په تمه وي چې کار ورته وکړي او حتی د ځینو لټي دې حد ته رسیدلي وي، چې د کار په خپله ترسره کیدو ته منتظر وي. یا نور مختلف مسایل لکه ستړیا، سردردي، ناروغي... بهانه کوي.
کتاب حل لارې هم درکوي، که څوک یې دقیق ولولي او تمرینونه یې عملي کړي، نو په کتاب کې دا زور شته، چې تنبل او لټ کسان په چستو او بیدارو خلکو بدل کړي.

Related Book Summaries

د «مرګ په څو دی؟» کتاب اړوند زما یو څو لنډې خبرې

«یو غیرمسلکي سندرغاړی باید له تشنابه پرته په بل کوم ځای کې سندرې ونه بولي.»نه مې په زړه کېږي، چې ما دې کله پر کوم کتاب باندې داسې تېز لیکل کړي وي؛ خو دا یو څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه کتاب ته...

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په نړۍ کې هر انسان ځانګړی دی، حتمن څۀ نا څۀ منفرد لري؛ نو ځینې ورته متوجه شي او...

له کرکې، کرکه

د کتاب لیکوال: ولي الله ملکزي  لیکنه؛ عبدالباري جهاني   د پورتني عنوان لاندې کتاب له لیکوال، ولي الله ملکزي له قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندي یوه کال راهیسي...

شين ټاغی

شين ټاغی ناول د تکړه داستان ليکونکي سعد الدين شپون يو له بهترينو ناولونو څخه ده. دغه ناول په ۱۳۷۷ش /۱۹۹۸م کال چاپ شوی، په لنډ ډول غواړم، د ناول په کېسه، پلاټ او منظرکشي باندي رڼا واچوم. د ناول...

هېڅکله مه تسلیمېږه

*"هېڅکله مه تسلیمېږه"* د انګلیسی کتاب "Never Give up" څخه ژباړل شوی چی له سوک لي او باب سانګ لخوا لیکل شوی دی. د دغه کتاب موخه دا ده تر څو له خبرونو، لیکنو، عامو نظرونو، ټلویزیوني مرکو او داسې نورو س...