رنګه غوږونه/جُوجُو
جوجو وویل:
تا باید له خپلو رهبرانو هم زدکړه کړې وای.
پوهېږې چې دوی ولې ناکامه دي؟
ولې په خلکو کې محبوبیت نلري؟
ولې د خلکو کرکه ترې کېږي؟
ځکه د دوی خبرې او عمل فرق سره لري.
خپله خپل جوړ کړي اصول او قوانین نه مني، خو له نورو د اصولو او قوانینو عملي کولو قوانین غواړي.
ځکه یې خبرې بې تاثیره دي.
دوی قتل کوي: زنا کوي، غلا کوي، قوانین ماتوي...
خو عدالت نورو ته غواړي.
په جګړو کې د یوه رهبر اولاد ونه وژل شو،کور یې ونه سوځېد، د کوم خپل د غوښو ټوټې یې راټولې نکړې، خو برعکس، غریب، مجبور او نالوستي خلک یې جګړې ته تشویق کړل.
یا د وطن په نوم، یا د جنت په نوم. یا د ژبې، سیمې، رنګ او مذهب په نوم.
په میلیونونه پردي زامن یې ووژل، میندې یې بورې کړې، ښځې یې کونډې کړې، ماشومان یې یتیمان کړل، کلي او ښارونه یې وسوځول، ښځې یې بې عزته کړې.....خو برعکس!
دوی لا وپړیسېدل، خېټې یې راووتې، وطن یې خرڅ کړ، د خوار، غریب حق یې وخوړ، په میلیاردونه ډالر یې غلا کړل، په دوبۍ، اروپا او امریکا کې یې کورونه واخیستل، تجارتونه یې شروع کړل.لوڼو یې په نورو وطنونو کې هوټلونه جوړ کړل.
ولس پوهېږي چې د رهبرانو خبرې او عمل فرق سره لري،
ځکه ترې لرې دي.
نوکه غواړې چې ښه مشر شې او د دې سیارې دردېدلي زړونه درباندې راټول شي، اول به په خپله هغه اصول منې چې تا ټاکلي دي
کتاب نوم:
رنګه غوږونه //جوجو۲
لیکوال: مرحوم (نصیر احمد احمدي)
غواړم د دې کتاب په اړه یو څو خبرې چې زما په ذهن کې دي له تاسو سره شریکې کړم.
کېدایشي که تاسو د احمدي صاحب کتابونه لوستلي وي، تاسو ته به هم څرګنده وي چې احمدي صاحب څومره ژور فکر او لید درلود.
کېدایشي تاسو به هم زما په څېر دا وایئ چې احمدي صاحب یو نابغه لیکوال وو.
دا کتاب په ۲۰۲۰ م کال کې چاپ شوی چې اوس داده ۲۰۲۵ م کال دی تر اوسه پورې ما څو څو ځله دا ناول لوستی او اورېدلی دی
خو نن چې یو ځل بیا ما نوموړی ناول ولوست په دې فکر کې شوم، چې دا فکر او ذهن چې احمدي صاحب درلود مونږ ته هم خدای راکړی.
داسې نده چې د هغه مازغه له مونږ څخه ډېر وو.
نه داسې نده
مونږ ټولو انسانانو ته الله تعالی په یو اندازه مازغه راکړي
خو دا په مونږ پورې اړه لري چې څنګه ترې ګټه پورته کړو.
یواځینی څه چې احمدي صاحب یې ځانګړی کړی وو د هغه احساس وو،
احساس یې د وطن پر وړاندې،احساس یې د وطن د خلکو پر وړاندې
یعنې سخته نده چې زمونږ څخه هر یو د وطن، خلکو او ټولنې لپاره یو نصیر احمد شي
خو په یو شرط!
هغه دا چې ویښ ضمیر ولرو....
که د مرحوم نصیر احمد احمدي صاحب دا کتاب مو تراوسه نه وي لوستۍ تو یو ځل خو یې ضرور ولولئ.