د نبي صلی الله علیه وسلم د زیاتو مېرمنو حکمتونه
شکرالله رسولي
About this book
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده! پدې کي شک نسته چي کفار په ځانګړي ډول يهود،نصارا، ملحدين او مستشرقين په هره زمانه کښي پر اهل حقو باندي مختلف تورونه لګوي، ددې لپاره چي خلګ ددي الهي مسير څخه را وګرځوي، تر ټولو لمړی ددې الهي مسير او الهي دين د پيغام رسونکو په ځانګړي ډول پر پيغمبرانو عليهم السلام باندي بي ځايه او غير منطقي تورونه لګوي، او هدف يې يوزاي او يوزاي پر الهي وحي باندي الزام لګول دي، چي پدې لړ کي د نبي پر غوره شخصيت باندي دا تور لګوي چي ده ولي زياتي مېرمني په نکاح کړي دي؟، په داسي حال کښي چي امت ته څلور ښځي روا دي؟، او يا دا چي نعوذبالله دی زيات خواهش خوښونکی او د نفس تابع ؤ؟؟؟ او داسي نورې د حقيقت او واقعيت څخه ليري شبهې، خو دا ددوی يو بي ځايه او غير منطقي او خطا ايستونکې شبه ده چي نن ورځ زيات کفار او ځيني مسلمانان د دوی ددغه شبه تر اغيز لاندي راغلي او د کم علمۍ او د تحقيق د نه کولو له امله په شبه کي پراته دي، نو د يو با احساسه مسلمان په توګه مي وغوښتل چي د کفارو دغه بې بنسټه ادعا په نقلي او عقلي دلائلو جواب کړم، ځکه پر هر مسلمان دا فرض ده چي د دين په دفاع کي به د هيڅ طاقت څخه دريغ او سپما نه کوي، علمي جواب به ئې په علم ورکوي او مادي جواب به ئې بالمقابل ورکوي. ددې لپاره چي د نوموړي موضوع حقيقت ښه روښانه سي نو نوموړی کتاب څلورو برخو ته ويشل شوی دی، لمړۍ برخه ېې مفاهيم او کليات دي، په دوهمه برخه کي د تېرو پيغمبرانو د مېرمنو و زياتوالي ته اشاره کيږي، دريمه برخه کي د محمد مصطفی د زياتو مېرمنو حکمتونه بيانيږي او تر څنګ يې يو شمېر زياتو اړوندو مهمو مسائلو ته هم اشاره کيږي، څلورمه برخه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د امهات المؤمنين مبارکې نکاحوي او تر څنګ ئې مصلحتونه بيان سوي دي. نو زما حقير او کم علمه بنده دا ناچيزه ليکنه تاسو په يوه لويه ليکنه حساب کړې، او که کومه نيمګړتيا او تيروتنه شتون ولري نو هيله کوم چي يادونه ئې راته وکړئ. په درنښت شکرالله رسولي
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
More Titles by This Author
Related Books
Others to Explore
دیکتاتور پلار
دانلود نگاهی به حماسۀ حسینی صالحی نجف آبادی
کيميا لسم ټولګی
د کندهار اتل (ناول)
شپږکلیمې
په خوګياڼو ولسوالۍ کې دوينې دګروپونو پيژندل
امنیت و هک شبکه
فقر فرهنگی
۳۶ تفهیم القرآن مودودی تفسیری
هندي سبك او پښتو شاعري
د همت الله امین زي ژوند او شاعري
د معلوماتو د بشپړې پیژندنې ورکشاپ
Introduction to Computers and Software - Chapter...
په اداره کې د پلان جوړونې ارزښت
(ورکه آسیه (ناول
امراض جراحی بطن و ملحقات آن
ژوندون ۴۷
اقتصاد در عصر جدید
دین، ژبه او ملت
$2
داحساساتو نړې
Power point
په محصلینو کې د ځان د اعتماد، باور، د ځان ارزښت ا...
آواز - 3 - 1393
حاکميت قانون در افغانستان
Popular Categories
Secured by Stripe