Report this book
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure to request removal.
About this book
دا علمي لیکنه د نبوي سنتو د سم فهم پر مهمو اصولو او ضوابطو راڅرخي. د دې لیکنې اساسي موخه دا ده چې د نبوي احادیثو د معنا او مفهوم په درک کې هغه علمي لارې چارې روښانه کړي چې د محدثینو او د اسلامي علومو د متخصصینو له لوري منل شوې دي.
-په دې لیکنه کې د سنتو د سم فهم لپاره لاندې مهم اصول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي:
1. د قرآن کریم په رڼا کې د سنتو پوهه ترلاسه کول.
2. د یوې موضوع او یوه باب ټول احادیث په یوه ځای کې راټولول.
3. د بېلابېلو احادیثو ترمنځ توافق، جمع او د اړتیا پر مهال ترجیح کول.
4. د حدیث د ناسخ او منسوخ پېژندل.
5. د احادیثو د ورود د اسبابو او لاملونو پېژندل.
6. د غریب الحدیث، یعنې د حدیثو د ناآشنا او لږ کارېدونکو الفاظو پېژندل.
7. د صحابه کرامو رضي الله عنهم د فهم او آثارو په رڼا کې د سنتو درک کول.
8. د نبوي احادیثو د معتبرو شرحو ته مراجعه کول.
-د دغو اصولو له څېړنې څخه څرګندېږي چې د نبوي احادیثو سمه پوهه یوازې د یوه روایت په لوستلو او د هغه د ظاهري معنا په اخیستلو نه ترلاسه کېږي، بلکې د حدیث د ثبوت، دلالت، اړوندو روایتونو، شرعي قرائنو او د سلف صالحینو د فهم جامعې څېړنې ته اړتیا لري.
په پایله کې ویلای شو چې د یادو اصولو مراعات د سنتو په سم فهم، د احادیثو ترمنځ د ظاهري تعارض په حل، د ناسم تأویل په مخنیوي او د نبوي لارښوونو په سمه عملي کولو کې مهم رول لري.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Open on your phone
Scan with your phone's camera to open this book on mobile.
More Titles by This Author
Related Books
Others to Explore
Popular Categories
Secured by Stripe