پر ملی امنیت د مصنوعي ځیرکتیا اغيزې
اسدالله عزيزی کاکړ
About this book
لنډيزه
په دې څېړنه کې د نويو ټکنالوژیو، په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا، پر ملي امنیت د اغېزو هراړخیزه ارزونه شوې ده. په معاصر نړیوال چاپېریال کې د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ د دولتونو دودیز امنیتي جوړښتونه له بنسټیزو بدلونونو او نويو ننګونو سره مخ کړي دي، چې له امله یې د ملي امنیت مفهوم پراخ شوی او نوې بڼې یې خپلې کړې دي.دا څېړنه هڅه کوي وښيي چې مصنوعي ځیرکتیا او نورې نوې ټکنالوژۍ د ملي امنیت په بېلابېلو ابعادو لکه سیاسي، پوځي، اقتصادي، سایبري او ټولنیزو برخو کې څه ډول اغېز لري. په همدې موخه، د مصنوعي ځیرکتیا ونډه د معلوماتو د شننې، استخباراتي فعالیتونو، پوځي تګلارو، اقتصادي سیالۍ او سایبري امنیت په چوکاټ کې ارزول شوې ده.دغه څېړنه د توصیفي–تحلیلي کړنلارې له مخې ترسره شوې ده او په کې له کتابتوني سرچینو لکه علمي کتابونو، څېړنیزو مقالو او نړیوالو راپورونو څخه ګټه اخیستل شوې ده. راټول شوي معلومات په کیفي بڼه شنل شوي او د بېلابېلو لیکوالانو نظریات پرتله او ارزول شوي دي.د څېړنې موندنې ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا د ملي امنیت لپاره هم فرصتونه او هم ګواښونه رامنځته کوي. له یوې خوا، دا ټکنالوژي د پرېکړې کولو بهیر چټکوي، د معلوماتو شننه دقیقوي او د امنیتي بنسټونو وړتیاوې پیاوړې کوي؛ خو له بلې خوا، د سایبري بریدونو، معلوماتي جګړو، د شخصي محرمیت د نقض او د خودکارو وسلو د پراختیا له امله نوي امنیتي ګواښونه هم راولاړوي.په پای کې، څېړنه سپارښتنه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنې او خوندي کارونې لپاره باید روښانه پالیسۍ، قانوني چوکاټونه او تخنیکي کنټرولونه رامنځته شي، څو د دې ټکنالوژۍ له فرصتونو اعظمي ګټه واخیستل شي او احتمالي ګواښونه یې راکم کړل شي.
کليدي کلمې: مصنوعي ځیرکتیا، ملي امنیت، نوې ټکنالوژۍ، سایبري امنیت، پوځي تګلارې، معلوماتي جګړه، امنیتي پالیسۍ
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Books
Others to Explore
مجاهد افغان
بیلتون
هر څه لرم خو ،خو سکون نه لرم
Soil Mechanics
انسی - 1
کوچنۍ ناوې
دانلود کتاب جمال انسانیت یا تفسیر سوره یوسف
Hacking For Beginners
فزیک
مینه مروره سوه
له ماښامه تر ماښامه
۱۳ تفهیم القرآن مودودی تفسیری
د لیلة القدر شهیدان The martyrs of Laylat al-Qadar
طلوع آفتاب
غرونه او کساتونه
پرېکړه
بی موره عاشق ناول
فيسبوک او افغانان
ترجمه وتفسیر سوره الجاثیه
جغرافیه
لغت مدیریت و اقتصاد
MELS 2 Intermediate English Book
نقشه کشی برق ساختمان- انجینریSZU
د پروژې جوړونې مدیریت
Popular Categories
Secured by Stripe