کتاب الشعر یا بوطيقا پښتو ژباړه
ژباړه: معتصم بالله شاهد
About this book
د کتاب العشر ژباړه
کتاب العشر، د شعر فن یا بوطیقا د شعر په اړه د ارسطو تر ټولو مهم او اررښتناک اثر دی، چې د یونان د مهمو میراثونو څخه شمېرل کېږي او د ډرامې د تیورۍ اړوند تر ټولو لرغونې یاهم لومړنۍ تر مونږ رسېدلې مقاله ده. دا اثر د ادب او بیان په موضوع تمرکز کوي، چې د شعر، د شعر منځپانګې، جوړښت یا بڼو په اړه یې بحثونه رانغاړي او د شاعرانو، د شعر مینه والو ترڅنګ د تیاتر مسلک اړوند کسانو او شعر پوهانو لپاره یې خورا ګټور بولم.
ارسطو په دې کتاب کې تر ډېره هڅه کړې چې تراژیدي راوپېژني، د جوړښت په اړه یې هم بحثونه لري او د منځپانګې په اړه هم غږېدلی دی، خو د کومیډۍ په اړه ډېر لږ څه وایي، ځکه په دې اړه یې کوم بل اثر لیکلی دی، چې تر موږ نه دی رارسېدلی او څه چې تر موږ رارسېدلي، همدا اثر دی چې تر ډېره په تراژیدي غږیږي، حماسه هم شرحه کوي، خو کومیډي ته یوازې اشاره کوي.
په دې کتاب کې هڅه شوې چې د شعر د مختلفو ډولونو، د ښه او لوړو شعرونو جوړښت او اجزاوو په اړه مفصل بحث وړاندې کړي او د ښه شعر په اړه وایي چې ښه شعر تراژیدي ده، نه هغه اثار چې کومیډي وي. همدا راز د ارسطو په زمانه شاعر یوازې هغه څوک نه و، چې هغه دې قصیدې یا مدحې ووایي یا دې د چا بدۍ شعر کړي یا دې هم خپل احساسات د شعر په ژبه انځور کړي، بلکې هغه وخت داستان یا ډرامه لیکونکي هم د شاعرانو په ډله شمېرل کېده.
که څه هم په هغه وخت کې نور علوم هم په نظم سره لیکل کېدل، خو ارسطو نظم او شعر سره بېلوي، هغه وایي که تاریخپوه کومه پېښه نظم کړي، نو هغه ته شعر نه شو ویلی، ځکه چې تاریخپوه یوازې پېښه وړاندې کوي خو شاعر که یوه پېښه انځوروي نو هغه به یا د ضرورت په اساس وي یا به پېښېدونکي وي، مطلب شاعر که یوه تېره شوې پېښه انځوروي نو هغه به د ضرورت پر اساس وي یا به پېښېدونکي واقعات تصویروي. همدا راز شاعر پېښې هغه ډول معرفي کوي څه ډول چې باید وي خو تاریخپوه هغه څه وایي چې پېښ شوي وي.
د ارسطو استاد افلاطون شاعر تقلید کوونکی باله او په خپل جمهوریت کې یې ورته ځای نه ورکاوه، هغه په دې باور و چې شاعر له طبیعته تقلید کوي او دا کار د عقل د سستۍ لامل کېږي، خو ارسطو وایي چې شاعر طبیعت په هغه ډول انځوروي لکه څنګه چې باید واوسي او دا چاره عقلي فکر رابیداروي. بلخوا د وینا په اړه بحث کوي، د مانا اړوند هم غږیږي، اسمونه هم راپېژني، په شاعر د نېوکو ځوابونه هم وايي او د مجاز پېژندنه هم وړاندې کوي.
دا اثر په عموم کې ټول موضوعات په ښه ډول رانغاړي، چې زموږ ملګري پوهنیار معتصم شاهد په خپله ښکلې کندهارۍ لهجه په ساده او روان ژبه ژباړلې ده او په کندهارۍ لهجه یې ځکه ژباړي چې په دغه ډول غواړي خپل لهجې ته کار وکړي. ښاغلي شاهد دا اثر له غربي ژبې پښتو ته ژباړلی، که څه هم نوموړي دیني زده کړې کړي او د مدرسې شاګرد پاتې شوی، خو ژباړه یې لکه د نورو ملایانو په څېر پېچلې نه ده، بلکې په ډېر ساده ډول یې پښتو کړې، چې هر ډول لوستونکی ترې خپل اخذ کولی شي.
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
1 Comment
Sign in to leave a comment.
مننه له ټولو او د کتابتون د چلوونکي ډلې څخه
Related Books
Others to Explore
شمېر پوهنه(ریاضي) د نهم ټولګي له پاره
پښتو متلونه
جغرافيه اووم ټولګی
وایټ فنګ
د کولمو بندش او د پریطوان جراحی ناروغی
ادبي وړانګې
د کوچنیانو خوارځواکي
د محمد صديق د تبليغ چېله
سباوون - 11 - 1368
سیم کشی ساختمان
د افغانستان سوله کې د پاکستان رول
تر ځوانۍ په افغانستان کې
هدیة العطار فی الصحة و التعذیة
زمانی که مفاخر ناچیز می شوند
پښتانه
تتمة البیان فی تاریخ الافغان
رمان عشق بینظیر من
د اروپایی سیلابونو د خبرتیا سیستم
تغذیه
د روسي يرغل يوه دردونکې اونۍ
تصویر
ناگفته های ارگ
سُورَة العصر کاتفسیر وترجمه
ستوری
Popular Categories
Secured by Stripe