Ghar Ghunde cover

Ghar Ghunde

Dr Ihsan Zaheer Afridi

Suggest an author
Free Pashto 3K views 1K downloads

About this book

پېژندګلو

ډاکټر احسان ظهیر افریدی زوی د عبد الاعظم نمسۍ د سید احمد په قام کوکي خپل افریدۍ پښتون افغان، په کال ١٩٤٠ کښې په ټېډي بازار جمرود خیبر کښې زېږېدلې دې دڅلورم پينځم ټولگي نه د شاعرۍ سره پاخه اړیکي لري. په کال ٦٤-١٩٦٣ کښې د اسلاميه کالج پېښور د خېبر یونین صدر پاتې دی. ټولنیزه انسان پیژندنه (social Anthropology او اروا درملنه Psycho Therapy دواړو کښې يې د ولایت د سترو پوهنتونونو نه د ډاکټرۍ ډگريانې اخستې دي. د کولمبيا ميسوري امريکه نه ئې په مديريت او پرمختيايي لوستنو کښې MS (Management in Development Studies) کړي دي. د کال ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۸۹ پورې د UNDP له اړخه د هېواد د استازي (Country Representative) په توگه څه موده ې د NIPA د مشر ښودونکي (Senior instructor ) په حيث خدمات تر سره کړي دي. د پېښور پوهنتون گڼ شمېر د ډاکټرۍ سبقيانو ته يې لارښودنه کړې ده. دپېښور پوهنتون د پروفېسرۍ او د شمالي سیمو د اېډیشنل سکتر چوکۍ ورته وړاندې شوې دي خو په کورني وجوهاتو یې نه دي قبولې کړي. د اولسي ادبي جرگې لواړگي (څانگې سره دنورو گڼ شمېر ټولنو په تنقيدي غونډو کښې ې په مودو مودو ناسته او زدکړه کړې ده. حمزه، همېش، اجمل، طوفان، کامل، ناظر، خاطر خیبر او قیوم کوثر غوندې صاحبانو سره ورته د ملگرتيا ناستې ولاړې او نزدیکت شرف هم حاصل دی. د کال ١٩٦٠ خواوشا د پاکستان رائټز گلډ غړۍ جوړ شه او د خپلې صوبې په نمائندگۍ د اردو د فيض قتیل او نورو لوړو لیکوالانو سره یې هم په شریکه کار کړی دی. د ښاغلي ظهیر د شاعرۍ موضوعات علامات تشبیهات، کنایات، ژبه، رنگ روغن بېخي ځانگړۍ، خوږ او اثري دې قامیت مقامیت، انسان دوستي او ترقي پسندي ئې د خوښې سرخطونه دي. اندازې فلسفیانه، منطقي او مدلل ښکاري. کله کله دومره رندانه شوخ شي چې په لوستونکو غوني لشي لشي کړي او د ځینو ټولنیزو کردارونو داسې بې نشي جراحي وکړي چې هغه په ځان خبرېږي کار شوی وي آزاد خیالي او شعله بياني د دوي د شعر لويه خاصه ده.

په درٍناوي ډاکټر اباسین یوسفزﮮ رېښمینه مانی د پوهنتون، لاره پېښور پښتونخوا ۲۰ - جنوری – ۲۰۲۵

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Others to Explore

Popular Categories

Secured by Stripe