د سهار او ماښام اذکار
ابو عبیده
About this book
ذکر او دعا د اسلام په مبارک دین کې ستر اجر لرونکی عبادت بلل شوی نو ځکه خو مسلمانان د شپې او ورځې په اوږدو کې د مسنونه اذکارو لوستلو ته تشویق شوي ، د ورځې د پیل او پای (سهار او ماښام ) اذکار د ستر اجر لرونکي اذکار دي چه د فضیلت په اړه يې په قران کریم او مبارکو احادیثو کې زیات نصوص راغلي. الله رب العزت فرمايي: ﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ ذِكۡرٗا كَثِيرٗا ٤١ وَسَبِّحُوهُ بُكۡرَةٗ وَأَصِيلًا ٤٢﴾ [الأحزاب: 41-42]. ای هغو کسانو چه ایمان مو راوړئ د الله ذکر وکړی په ذکر کولو ډیرو سره ، او پاکې یې بیان کړی سهار او ماښام. بل ځای الله جل جلاله فرمايي: ﴿وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ بِٱلۡعَشِيِّ وَٱلۡإِبۡكَٰرِ ٥٥﴾ [المؤمن: 55]. « او سهار او ماښام د خپل رب له ثنا او ستاینې سره د هغه پاکي بیانوه». همدارنګه فرمايي: ﴿وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ قَبۡلَ طُلُوعِ ٱلشَّمۡسِ وَقَبۡلَ ٱلۡغُرُوبِ ٣٩﴾[ق: 39]. « او سهار او ماښام د خپل رب له ثنا او ستاینې سره د هغه پاکي له لمر ختو او لمر پریوتو څخه مخکې بیانوه». همدارنګه فرمايي: ﴿فَسُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ حِينَ تُمۡسُونَ وَحِينَ تُصۡبِحُونَ ١٧﴾ [الروم: 17]. « نو الله په پاکي سره یاد کړی کله چه تاسې ماښام کوی او کله چه سهار کوی».
بل ځای الله رب العزت فرمايي: ﴿وَٱذۡكُر رَّبَّكَ فِي نَفۡسِكَ تَضَرُّعٗا وَخِيفَةٗ وَدُونَ ٱلۡجَهۡرِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ بِٱلۡغُدُوِّ وَٱلۡأٓصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ ٱلۡغَٰفِلِينَ﴾ [الاعراف: ٢٠٥] «خپل رب له ځان سره په عاجزۍ او په پټه، اوپرته له دې چې آواز دې جګ شي، د سهار او ماښام پر وخت ياد كړه، او له غافلو (بندګانو) مه كيږه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث دی: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لَأَنْ أَقْعُدَ مَعَ قَوْمٍ يَذْكُرُونَ اللَّهَ تَعَالَى مِنْ صَلَاةِ الْغَدَاةِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أُعْتِقَ أَرْبَعَةً مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ وَلَأَنْ أَقْعُدَ مَعَ قَوْمٍ يَذْكُرُونَ اللَّهَ مِنْ صَلَاةِ الْعَصْرِ إِلَى أَنْ تَغْرُبَ الشَّمْسُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أُعْتِقَ أَرْبَعَةً " له انس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «د هغه ډلې سره زما كښيناستل چې د سهار له لمانځه څخه تر لمر ختلو پورې د الله جل جلاله ذكر كوي بهتر دى له دې چې د اسماعيل عليه السلام له اولادې څخه څلور غلامان آزاد كړم او همدارنگه له هغې ډلې سره زما ناسته چه د مازدیګر له لمانځه وروسته تر لمر پریواته پورې د الله ذکر کوي غوره لدې ده چه څلور غلامان آذاد کړم ». (أبو داود) يادونه: د سهار اذکارو لپاره مستحب او افضل وخت د سهار له لمانځه وروسته تر لمرخته دى خو له هغې وروسته يې ويل هم جائز دي او د ماښام اذکارو لپاره د مازديګرله لمانځه وروسته تر لمر لويدو پورې دى خو له هغې وروسته يې ويل هم جائز دي. په دې کوچنی رساله کې د سهار او ماښام د ذکرونو فضیلت د رسول الله صل الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې تشریح شوی د قدرمنو لوستونکو د لا پوهیدنې په موخه د هر مبارک ذکر او د هغه اړوند مبارک حدیث پښتو ژباړه هم لیکل شوې.
Open on your phone
Scan this code with your phone's camera to open this book on mobile.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Books
Others to Explore
د امریکایي ډالر په وړاندې د افغانۍ د تبادلې نرخ او...
سمتی و ستمی
د سینګار هټي (ناول)
آخری معرکه
تفسیر آیۀ مودت
شعر و شاعري او په اړه يې شرعي حکم
د اسلام په رڼا کي معاصر بانکي مسایل
$3
نوی افغانستان له مونږ څه غواړي؟
د چکريو منار
صنعتي اقتصاد
اجتماعي نظریات
لېونۍ سندرې
English انګلیسي څلورم ټولګی
دکتور «سعید افغانی»
۱۰۹ تفهیم القرآن مودودی تفسیری
د منافق قدرت
Introduction to Computers and Software (2) - Compu...
دانلود یادداشتهایی در باب حدیث،تاریخ و سِیَر
پند لرونکې کیسې
د افغانستان کالنۍ - 1353
Hyperspectral remote sensing of vegetation. Volume...
ریاض الصالحین
د اسلام اخلاقي نظام
د افغانستان او روسیې لنډه تاریخچه
Popular Categories
Secured by Stripe