د دماغونو پرواز (Braindrain) cover

د دماغونو پرواز (Braindrain)

جان محمد مهربان

Suggest an author
Free Pashto 11K views 923 downloads

About this book

ددماغونو پرواز داقتصاد په علم کښي دبحث او دپام وړ موضوع ده. دپوهنتون داستادانو له خوا ددغي موضوع په اړه محصلینو ته پوره معلومات نه په لیکچرنوټونو کښي اونه په شفاهي ډول ورکول کیږی. ما(ج.م. مهربان) ته له ډېري مودي راهیسي دغه سوال پیدا ؤ چي ولي افغانان په افغانستان کښي خپلي عزتمندي دندي پرېږدي اودهیواد دباندي ډېرو داسي کارونو ته لاس ور اچوي چي هغه ددوی دشخصیت او مسلک سره برابر نه وي. دغه سوال مي هم په ذهن کښي ګرځېدئ چي دافغانستان دولت پرافغانانو باندي دشپاړسو کلنو یا تردې هم زیاتي مودې له پاره سرمایه ګذاري وکړي خو اخیر افغانان دامریکا متحده ایالاتو، کاناډا او نورو غربي هیوادونو ته حتی دژوند په قیمت او قرباني ځانونه ورسوي. ددغو سوالونو دجوابولو او دمحصلینو سره ددماغونو یادبشري سرمايې دپرواز په اړه دمعلومات شریکولو په نیت مي دغه لاندي څېړنه او ژباړه په انټرنیټ کښي دانګلېسي ویب سایټونو څخه راټوله او ژباړلې ده او په لراوبر کښي بېله عکسونو او جدولونو ئې درې برخي خپرې سوې. ډېر کوښښ مي وکړ چي په دې څېړنه کښي د ډېرو هیوادونو په اړه معلومات وړاندي کړم خو دهرهیواد په اړه مي معومات پیدا نه کړای سوای

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

More Titles by This Author

Others to Explore

Popular Categories

Secured by Stripe