To start downloading books

Please sign in or create an account.

د خبرو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟

د خبرو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې غږېدل او له نورو اورېدل بېخي طبیعي خبره ده. موږ ټول انسانان اړ یو، چې د خپلو پيغامونو، غوښتنو او افکارو د انتقال لپاره وغږېږو او له نورو واورو.

خو ځينې وخت له خپلو خبرو پښېمانېږو یا هم د کوم بل تن خبرې خوند نه راکوي. ددې چارې له اصلي عواملو څخه یو هم د خبرو پر مهال ځينو نزاکتونو ته نه پاملرنه ده. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې ځينو ټکو ته ستاسو پام واړوو.

 

۱. اړتیا

که په هر مجلس او ناسته کې یئ له غږېدا وړاندې په دې فکر وکړئ، چې ستاسو خبرو ته اړتيا شته او که نه. که خبرو ته مو اړتيا نه وي، مهمه نه ده چې د خپلې خولې خوند خراب کړئ.

هغوی چې پرته له اړتيا غږېږي د اکثرو خلکو بد ایسي. حتمی ده، چې تاسو به هم ځينې وخت له داسې حالت سره مخ شوي یئ. آیا هغوی چې پرته له اړتيا غږېږي ستاسو بدې شي؟ که ځواب مو "هو" وي نو معلومه ده چې که تاسو هم له اړتيا پرته وغږېږئ د خلکو په نظر بې نزاکته معلومېږئ.

 

۲. نوبت مراعت کړئ

پښتانه وايو "ژرنده که د پلار ده هم په وار ده." همدا متل د خبرو پر مهال هم تطبیقولای شو. باید هڅه وکړو، چې د خبرو نوبت مراعت کړو. تر څو چې ستاسو د خبرو وار راځي باید صبر وکړئ. هغوی چې له خپل نوبت وړاندې غږېږي بې ادبه معلومېږي.

د نوبت د مراعت بله ګټه دا ده، چې د خبرو د ګډوډۍ مخه نيسي. همدارنګه تاسو کولای شئ په غور سره د مقابل لوري خبرې واورئ.

 

۳. د نورو خبرې مه پرېکوئ

ځينې خلک په ناڅاپي توګه د نورو خبرې پرې کوي. دا ډېر نامناسب کار دی. که خبره بېخي ډېره اړينه نه وي نو باید صبر وکړئ او خپله خبره په ذهن کې ولرئ، کله چې متکلم خپلې خبرې پای ته ورسوي تاسو خپله خبره وکړئ. مګر که د خبرو پرېکولو ته بېخي اشد ضرورت و. په اشاره یې وپوهوئ چې تاسو کومه مهمه خبره کول غواړئ. ترڅو متکلم پخپله خپلې خبرې ودروي او له تاسو واوري.

همدارنګه که د خبرو پرېکولو له امله ترې بخښنه وغواړئ بېخي غوره خبره ده. په عامه اصطلاح "غوړې لاغوړي."

 

۴. خپل غږ ته توجه وکړئ

د خبرو پر مهال د خپل غږ لوړوالي او ټیټ والي ته باید خاصه پاملرنه ولرئ. له حده ډېر لوړ او یا ټيټ غږ اورېدونکي ستړي کوي او ستاسو د خبرو اغېز په لوړه امندازه راښکته کوي.

کوښښ وکړئ، تل باید د خپل غږ  تناسب ته پام وکړئ. په دې توګه د خپلو خبرو د اغېز کچه لوړولای شئ.

 

۵. نورو ته غوږ ونيسئ

د خبرو او مجلس پر مهال حتمي ده، چې له تاسو وروسته او یا مخکې ځينې نور خلک هم وغږېږي. مو هڅه وکړئ، چې د مقابل لوري خبرو ته خاصه پاملرنه وکړئ.

ددې کار یوه ګټه خو دا ده، چې نوموړي ته احترام کوئ او په مقابل کې ستاسو د خبرو ارزښت هم لوړوي. ددې ترڅنګ تاسو يو ښه اورېدونکی کېږئ او تقریبا ټول ښه اورېدونکي ښه ويناوال هم وي.

Related Articles

د ګویته لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ د مشهور څېرو په لړ کې به نن المانی لیکوال او فیلسوف ګويته وپېژنئ. نوموړي د ښه استعداد ترڅنګ جذابه څېره هم لرله. ویل کېږي، آن یو ځل ځینو کسانو د خپلو زړو عقیدو پر اساس پرې د خدایګوټي ګومان کړی و. په هر حال؛ په دې لیکنه کې به د نوموړي پر ژوند، فن، ویناوو او شعر پوه شئ.   پېژندنه د المان ددې پیاوړي فلسفي شاعر، لیکوال، څ...

کور عایق کول House insulation Pashto

👷  د کور عایق کولHouse insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي؟ ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي، د داسې کور د د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ. د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې د دې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو د ل...

د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی د روسي ادبیاتو د لومړي قطار په لیکوالو کې د "ګورکي" نوم هم ډېر بارز دی. نوموړی په کوچنیوالي کې یتیم شو او پالنه یې سپین سرې نیا ته ور تر غاړې شوه؛ خو ډېر ژر د غم بلې څپې په مخه کړ او روزونکې یې هم د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې او ... د نوموړي ژوند او فن تل له خنډونو سره مخ پاتې شوی، چي په دې لیکنه کې یې په اړه پوهېدای شئ. ...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...