To start downloading books

Please sign in or create an account.

هک څه شی دی؟

هک څه شی دی؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

کله چې د انټرنيټي امنیت خبره کېږي، ورسره سم د "هک" ګواښ هم زموږ ذهن ته راځي. په دې معنا چې انټرنیټي نړۍ هم لکه د ټولنيز ژوند په څېر له يو شمېر ګواښونو او ننګونو سره مخ ده. یو له دې ګواښونو څخه "Hack" بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع غږېږو.

 

هک څه شی دی؟

په "۱۹۶۰ز" کال کې لومړنی هک په MIT کې ترسره شو. له همدې چارې سره سم د "هک"، "هیکر" او "هیکینګ" الفاظ رامنځته شول. له هک څخه موخه دا ده، چې د یو شمېر تګلارو په مرسته د یو تن د کمپيوټر او انټرنیټ معلوماتو ته د نوموړي له خوښې او اجازې پرته لاسرسی پیدا کړو. همدې کړنې ته په انټرنیټي نړۍ کې "هک" ویل کېږي، ددې چارې د ترسره کولو جریان "هیکینګ" او ترسره کوونکی یې "هیکر" بلل کېږي.

که څه هم دا کار غیر قانوني دی؛ مګر کله ناکله قانوني بڼه هم خپلوي. لاندې موارد یې قانوني بلل کېږي، چې (Ethical Hacking) یې بولي.

 

  • د مجرمينو په اړه د معلوماتو پیدا کول
  • د شبکې او کمپيوټرونو د امنیتي کمزورۍ معلومول
  • د لویو بشري ناورینونو مخنيوي لپاره هک کول

 

څه وکړو چې د "هک" ګواښ کم شي؟

که څه هم سل سلنه تضمین نه شي کېدای؛ مګر بیا هم ځينې لارښوونې شته، چې تاسو د "hack" له جدي ګواښ څخه وساتي. دا لارښوونې عملي کړئ:

 

  • په کمپيوټر کې له "فایروال" څخه کټه واخلئ
  • هغه پوستغالي "سافټویرونه" انسټال کړئ، چې معتبرې کمپنۍ یې تولیدوي
  • سیسټم، "Firmware" او نورو مواد اپډيټ وساتئ
  • د اپډيټ انتي ویرسونه کارول
  • د قوي پاسورډونو (کوډونو) درلودل. په دې برخه کې هڅه وکړئ، الفبا، اعداد او سیمبولونه وکاروئ
  • په اونۍ یا حد اقل په میاشت کې یو ځل خپل کوډونه بدلوئ
  • ټولو اکونټونو او سیسټمونو ته مو یو ډول کوډ مه ټاکئ

 

هک څنګه کېږي؟

که څه هم په دې برخه کې وضاحت دومره آسانه نه دی؛ مګر بیا هم یوه خبره په ټولو کې مشترکه ده. هغه دا چې هیکر د یو لړ تګلارو په مرسته هڅه کوي، چې د سیسټمونو د فعالیت څرنګوالی معلوم کړي. یعنې پر دې ځان پوهوي، چي سیسټم څنګه کار کوي. کومې تګلارې لري او ورته نور مسایل هم لټوي. له دې وروسته بیا یاد سیسټم ته ورته تګلاره برابروي او سیسټم ته دوکه او فرېب ورکوي. 

 

د هکینګ ډولونه

دې ته په کتو چې کوم شیان هک کيدای شي. کولای شو "هکینګ" پر لاندې ډولونو ووېشو.

 

  • د ویبسایټ هک (Website Hacking)
  • د شبکې هک (Network  Hacking)
  • د برېښنالیک هک (Email Hacking)
  • د پټ نومونو (Password) هک (Password Hacking)
  • د کمپیوټر هک (Computer Hacking)
  • د اکونټونو هک (ID hacking)

 

د هک موخه څه ده؟

باید ووایو، چې په نړېواله کچه ډېر هک کېږي. د هر هکر ځانته ځانګړي اهداف وي. خو په عمده ډول یې لاندې موخې بیانولای شو.

 

  • د پیسو ترلاسه کول
  • اطلاعات د خپل ځان په ګټه کارول
  • د یو چا شخصیت زیانمنول
  • سیاسي موخې
  • د نورو د پلان په اړه پوهېدل
  • ترهګري 
  • د معلوماتو د خرڅلاو او ...

 

آیا هکران هم ډولونه لري؟

ځواب هو دی. د هکر موخو ته په کتو د هکینګ د برخې متخصصین هکران پر لاندې ډلګيو وېشي. 

  • ـ White Hat Hacker
  • ـ Black Hat Hacker
  • ـ Grey Hat Hacker
  • ـ Red Hat Hacker
  • ـ Blue Hat Hacker
  • ـ Elite Hacker
  • ـ Script Kiddie
  • ـ Neophyte / Green Hat
  • ـ Hacktivist
Related Articles

د آرام خوب لارې چارې

څېړني ښيي، چې پر له پسې بې خوبي بدې روغتيايي پايلې لري. بې خوبي د ژور خفګان، لټۍ، ګنګسيت، چاغوالي او نورو ګڼو ستونزو سبب کېدای شي. په همدې اساس اړينه ده، چې په کافي اندازه خوب خوب وکړو. ځينې خلک له بې خوبۍ شکایت کوي. په دې لیکنه کې ځينې لارې چارې شته، چې مرسته درسره وکړي.   ذهن مو آرام کړئ مخکې له دې چې د خوب بسترې ته لاړ شئ، د ځینو ساده تمریناتو...

په سرمایه ګزاري کې ولې تاوان کوو؟

هر سرمایه ګزار غواړي چې د خپلې سرمایې له لګولو زیاته ګټه وکړي. د سرمایه ګزاري یو تر ټولو مهم هدف همدا دی چې ګټه وکړي خو له ګټې مخکې باید په دې فکر وکړي چې سرمایه څه ډول او په کوم ځای کې په مصرف ورسوي چې ګټه تر لاسه کړي.په د لیکنه کې یوازې په د رڼا اچوو چې ولې زموږ سرمایه ګزاري زموږ په تاوان تمامیږي خصوصا د افغانستان په ټولنه کې چې زیات خلک له سرمای...

د برخليک لوبه

 ليکواله: شکېبا نادري لنډه کيسه: د برخليک لوبه   سترګې یې پرانستې د تل په څېر د کړکۍ په لور روانه شوه له کړکۍ څخه یې د بڼ په شنو ونو سترګې ولګېدلې د ونو په خاښونو کې ډول ډول الوتونکي ناست و او په خپلو نرمو او ښایسته اوازونو یې خوږې سندرې ویلې، دې هم ورته په ډېر غور غوږ نیولی و، ناڅاپه یو ډز شو، الوتونکي له خاښونو څخه یو او بل لور ته وتښتېدل پر د...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....