حکایت دی، چې یوې جوړې ته خدای له واده یوولس کاله وروسته زوی ورکړ. د دوی په کور کې چی بل کوچینی نه و، هلک بېخي ډېر نازېده. یو سهار چې د هلک پلار کار ته روان و، د دوا یو بوتل يې پرانیستی ولید. دا چې په ده ناوخته وه، نو په مېرمن يې اواز وکړ چې سر يې بند کړي. مېرمن يې چې په اشپزخانه کې بوخته وه، د بوتل بندول هېر کړل.  

د دوی زوی چې دغه وخت دوه کلن و، پرانیستی بوتل په سر واړاوه، ټوله دوا يې وڅښله هلک بېهوشه شو او په روغتون کې يې سا ورکړه. پلار چې په روغتون کې د خپل مړه زوی سر ته ولاړه مېرمن وليده، ورته ويې ويل: زه درسره یم، مه وارخطا کېږه!  په دې خبره کې دومره زور و، چې نه يوازې د زوی د غم په شپو کې بلکې ټول عمر يې ښځې ته نوی ژوند ورکړ او چې ښځې روحيه پيدا کړه د مېړه روحيه يې هم پياوړې شوه. په دې کور کې که څه هم يو ژوند ختم شو خو د مېړه يوې جملې پکې یو بل ژوند پیدا کړ.  

د حکایت درسونه

• په سختو وختونو کې د يو بل ملامتول نه بلکې يو بل ته لاس ورکول پکار دي.

• کله چې یوه پېښه کېږي ددې پر ځای چې د غلطۍ کوونکی ورټئ، ډاډ او روحیه ورکړئ. دا ځکه چې هغه غلطي شوې وي او په رټلو نه جبران کېږي.

• ستاسو یوه جمله کولای شي یو څوک خوښ او برعکس ناخوښ کړي؛ نو تل د خپلو خبرو خیال ساتئ.

• د روحیې او ډاډ په ورکولو سره تاسو هېڅکله کمزوری نه بلل کېږئ؛ برعکس ستاسو پر پياوړتيا دلالت کوي.  

• که تاسو یو چاته سختې او توهینوونکې خبرې وکړئ، کېدای دا کار د مقابل لوري جرأت، وړتیاوې او پرمختګ ته زیان ورسوي؛ نو هېڅکله چاته سختې خبرې مه کوئ.

• د ستونزو پر مهال یو چاته ډاډ ورکول مقابل لوري ته د پياوړتيا او با اهیمتۍ احساس ورکوي. تاسو همداسې وکړئ. دا کار ستاسو د مینې ترمنځ د مینې او ټينګې اړیکې سبب کېږي.