لوی امپراتور ابدالي بابا 
ليکوال:سيدادريس سادات 

دسحر دوي کور مخی ته ودريدو هيڅ لار نه وه تر څو سحر له کوره راوباسو ډير فکر مو وواهه خو هيڅ چاره نه کيده ديو څه شيبی وروسته دسهار پلارله کوره راووت زه چی يي وکتلم مخ يي واړاوه ويل يي ته بيا راغلی يي ?
خبر سوی يم وس دټولو افغانانو ابداليانو او ټولو قومونو دفوځ مشر شوی يي مبارک دی وي.
او ها سبا زما دلور سحر واده دی هتمن تاسی دواړه راشئ نور يي پلار روان شو د شا خوانه ورپسی اواز وشو نسيم شا بيا که سر ای دخترت چی شد نسيم شاه په منډه کور ته وځغستل زه پوه شوم چی کيسه ورانه شوه دادالله می ځان سره په زور مخکی کړ هغه نه تلو سوال يي راته وکړ چی خير دی يو ځل می دسحر ديدن ته پريږده په زور ولاړ ماهم وکتل سحر په اشپز خانه خپل لاس په چاقو څيری کړی وو او دخولی څخه يي هم دوينو داری روانی وی دادالله يو دم دنسيم شاه کاکا غاړی ته لاس واچاوه ددوو سوکونو سره يي سړې پړ مخی په ځمکه راوغورځاوه مور يي هم ورته يوه کلکه سپيړه کش کړه چاقو يي راوخيست ما ورنه په زور چاقو واخيست او دځان سره می مخکی کړ شکر چی نسيم کاکا دوچتيدلو نه وو کنا دلته به څومره غټ مشکل جوړيدو داوښکو نه په ډکو سترګو می دادالله مخکی کړی وو هغی ددرد زګيروي کول او ما ګاډۍ ته وچت کړ اوسيده می خراسان ته راوست په لاره کی يي راته دسحر هره خبره کوله دهغی په مينه کتل به يي باربار راته يادول ماته به يي ويل خير دی احمد خانه ما پريږده ماهيڅ مسوليت د سحر لپاره ادا نکړ کاش پرون می دسحر پلار نسيم همدغسی په سوکانو وهلای وای نن به ولی داسی په سرو سترګو ژړيدای ولی به می دخپلی مینی بی روحه جسد کتلای لکه دليونيانو په شان چغی يي وهلی په دری نفرو مو کلک کړی وو هيڅ نه قلاريدو په خراسان کی می يو روغتون ته وسپارلو زه تری ولاړم خپل ځانګړي ځای ته هر کله چی دخوب وخت شو ځان ته می شړۍ اواره کړه پکی پريوتم دوه دری دقيقي به می سترګی نه وی ورغلی چی دروازه ټک ټک شوه راپاڅيدم يخه هوا په کړکی کی راننوتله بيرون باد دکړکی پله په زوره دلاستي سره وهله د بریښنا درزونو په اسمان کی دويری ماحول جوړ کړی وو هر کله چی زه بيرون راووتم ددروازی زلفۍ می خلاصه کړه ومی کتل چی پوسته خانی والا خط راليګلې?
ليکلي يي وو!
ستاسی خاص ملګری چی تاسو سره داصفهان نه راغلی وو دادالله نن دروغتون څخه تختيدلی دی موږ ستاسی څخه هيله لرو چی خپل عسکر مو دهیغی د
پلټنی لپاره وليږۍ تر څو هغه پيدا او يوځل بيايي روغتون ته راولي دواړه لاسونه می سرته تکيه کړل ژر می خط وليکه او دهمدی پوسته خانی والا په لاس می ټولو عسکرو ته وليګه په ډير لږ وخت کی يي دادالله پيدا کړ نه دادالله يي پيدا نکړ بلکی ددادالله مړ جسد يي پيداکړ😭
انا لله وانا اليه راجعون.
غم يي وس هم ما ډير کړوي دسحر دمړيني غم دومره خفه نکړم خو د دادالله مړيني راباندي شپه او ورځ خوب حرام کړ بس رسم شوي انځور ته به می يي هره ورځ ويرونه کول خو اخر کی می دی هر څه ته ديو خوب په نظر وکتل ځکه که چيرته ماټول عمر دهمدی لپاره خفګان کولای نو بيا رانه ژوند پاتی کيده خو ددی پيښی نه می يو څه زده کړل هغه داچی که چيرته خپله ويره يوه ورځ مخکی هم له مينځه يوسو نو ډيره زياته ګټه به وکړو اوامکان دی ولري چی خپل ژوند او ديو بل نفر ژوند هم بچ کړو. 
زه دخپل يار په غم کی اخته وم چی خبر راغی نادر يي وواژه ددی پيښي نه هم زه بيا وروسته خبر شوم چی نادر چا وواژه نادر د محمد خان قاجار او دهغه دملګرو په ګډون په خبوشان کی ووژل شو .
دپوره ناول لوستلو لپاره خپلی نژدی کتابخانی ته مراجعه وکړۍ.