ځينو ملګرو په دې اړه پوښتلی وم، لنډ وضاحت لیکم:
د امریکا د استازو مجلس ٤٣٨ څوکۍ لري او دا څوکۍ د هر ایالت د نفوس په تناسب مشخصې دي. په دې کې د واشنګټن ډي سي چې ایالت نه دی درې څوکۍ هم شاملې دي. د امریکا سنا ١٠٠ څوکۍ لري چې د هر ایالت دوې څوکۍ کیږي:
٤٣٨+١٠٠= ٥٣٨ څوکۍ. دا فارموله ذهن کې وساتئ، په همدې اساس غږېږو او همدا د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو فارموله بللی شو.
ایلکټورل کالج څه دی؟
الیکټورل کالج، شخص او څوکۍ نه ده بلکې د ولسمشر د ټاکلو یو سیسټم او بهیر دی.
دغې فارمولې ته د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې ایلیکټورل کالج وايي چې موږ یې انتخاباتي رایې هم بللی شوو.
افغانستان کې خلک مستقیمآ کاندید ته رایه ورکوي او هر کاندید چې ٥٠+١ پوره کړې ولسمشر ټاکل کیږي؛ امریکا کې هم همداسې کیسه ده خو په ډېر متفاوت ډول.
هاغسې چې مې وویل د امریکا هر ایالت د استازو په خونه او سنا کې څوکۍ لري. مثلآ: زه د ویرجینیا په ایالت کې اوسېږم، دا ایالت دوې څوکۍ په سنا او ١١ د استازو په مجلس کې لري چې ټولې ١٣ څوکۍ کیږي. په انتخاباتو کې خلک په دغه ایالت کې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته رایه ورکوي او هر کاندید چې ډېرې رایې وګټلې، دا ایالت او د دغه ایالت دا ١٣ انتخاباتي رایې يا الیکټورل کالج ګټي. نورو ایالتونو کې هم همدا فارموله ده، هر ایالت کې چې هر کاندید اکثریت رایې وګټلې، د هغه ایالت ټول ایلکټورل کالج ګټي. او هر کاندید چې ٢٧٠ انتخاباتي رایې الیکټورل کالج وګټلې، د امریکا ولسمشر ټاکل کیږي. البته دا الیکټورل کالج د استازو د مجلس او سنا له څوکۍ سره هېڅ تړاو نلري، دا یوه فارموله ده چې د دغو دواړو خونو د څوکیو د شمېر په حساب عملي کیږي. په دغه سیستم باندې امریکا کې دننه هم نیوکې کیږي؛ ځکه چې کله د یو کوچني ایالت انتخاباتي رایې د یو لوی ایالت تر رایې هم مهمې ګڼل کیږي.
امریکا کې دموکرات پلوه ایالتونو ته بلو یا آبی ایالت ویل کیږي او د جمهوري غوښتونکو پلوي ایالت ته رید یا سور ایالت ویل کیږي. دا ایالتونه معلوم دي چې کوم ګوند ته رایې ورکوي. د کاندیدانو اصلي تمرکز په ځينو هغو ایالتونو کې وي چې سوینګ سټېټ بلل کیږي. په دې مانا چې دا ایالت نه دموکرات دی او نه جمهوریت پلوه، خو هر لوري ته ښوییدلی شي. داسې ایالتونو کې کله دموکرات او کله هم جمهوریت غوښتوونکي بریالي وي. په روانو انتخاباتو کې هم همدا کوچني ایالتونه د ټاکنو لوری ټاکي.
Related Articles
د لیکلو اصلي روح
په دې ورځو کې چې ټایپنګ زموږ د ژوند یوه عامه برخه ګرځېدلې، د قلم او کتابچې ملګرتیا ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. موبایلونو، لیپټاپونو او کیبورډونه هر څه اسان کړي دي؛ موږ په څو ثانیو کې اوږدې لیکنې ټایپولی شو. خو په دې اسانتیاوو کې د د لیکلو اصلي روح د لاسه...
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!
ليکنه ـ رياض مقامزی په دې ليکنه کې به د انګلستان د نوموتي ليکوال او د رنسان دورې د وروستۍ دورې استازي جان ميلټن (John Milton) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ. “ذهن پر خپل تخت ناست دی او کولای شي د خپل ځان دننه له جنت نه دوزخ او له دوزخ نه جنت ج...
د پیسې ارزښت کمول، گټې، زیانونه او بېلگې
عبدالوافي نایبزی د پیسې ارزښت راکمول یا Devaluation په عصري پولي سیاست کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو حکومت په لوی لاس پهخپله وغواړي چې د خپلې کرنسۍ ارزښت د طلا یا د خارجي اسعارو په وړاندې راکم کړي، عموماً هغه هېوادونه چې د صادراتو کچه يې نسبت وا...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...