To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
اجتماعي کارمند

اجتماعي کارمند

2,946
Hamidullah
2022-12-19 12:41:28

  

داجتماعی کارمند وظایف

خپل میاشتنی پلان مربوطه مسول سره شریکول یوه کاپی د ولایتی مسول ته ورکول ، خپلی ټولی کړنی په همدی پلان کی ترتیب کول، او د کلی په د اول فورم ډکول او ولایتی ډیټابیس افسر ته سپارل 

چی کله کلی ته داخل شی د با نفوسو خلکو او ملا امام سره لیدل اوبیا دوهم ځل ته د یوی لوی غوڼدی جوړول او خلکو ته پروګرام په باره معلومات ورکول او خلک نورو پروسو لپاره بسیج کول او د پروسو څخه نظارت کول

په کلی کی انتخابات کول او شورا جوړول  دشورا ته په مختلیفو برخو کی ورکشاپونه ظرفیتونو لوړول او انکشافی  پلانه په جوړولو کی خلکو ته ظرفیت ورکول او پروګرام په خپل وخت سره نظارت کول  شوراګانی رهنمايی کول دجلساتو ړهنمایی او همکاری ورسره کول  دچیک بوک او نور کتابونو ساتل .

دکلی شورا بانک ته معرفی کول او بانکی حساب پرانستل. 

باید اجتماعی کارمند په دی مطمین شی چی شورا د ټولو مسؤلیتونو  خبره ده.  

داجتماعی کارمند خصوصیات

1   اجتماعی کارمند باید دیو ښه  معلم په شان ویونکی وی.

2  اجتماعی کارمند باید ښه افهام او تفهیم ولری .

3  اجتماعی کارمند باید ښو اخلاقو خاوند او استعداد پیژندونکی وی.

4   اجتماعی کارمند باید د منطقې په رسم او رواج پوه وی او ښه حلونکی او دستونزو پیژندونکی وی. 

5  اجتماعی کارمند باید په خپل کار باندی حاکیم وی.

6 په عامه ژبه خبری وکړی یاساده ژبه چې دی خلک باورپه ځان پیداکړی.

مبلایزشن یا بسیج سازی تعریف

هغه عملی یا تنظیم څخه عبارت دی چی دمحل خلک د کار کولو لپاره په عملی ډول قانع کړی او څرنګه د یو محل خلک کولاشی د کلی یو هدف ته متحد شی او هغه کار انجام کړی.

دمبلایزشین هدف بیانول

 1  رسیدل د دوام داره انکشاف ته او خلک دخپل ژوند دوام داره پروژو تر لاسه کولو ته او اهداف په لاندی ډول دهمکاری پیدا کول په دوام داره توګه په منځ دخلکو او مستفیدینوکی.

2  ترڅو مطمین شی چی  دمحلی  مواد څخه استفاده  وکړی ترڅو د پروژی ښیګنی لاسته راوړی. 

3  فقر غربت او کینه له منځه وړی. 

4  ريښتنی او اجتماعی او فرهنګی  او محیطی اصلاحات منځ ته راوړی.

5  د ملکی خان خانی له منځه وړی                         

د مبلایزیشن یا بسیج سازی کوونکی نقشه په یوه اجتماع کی

یو بسیج سازی کوونکی د یو مربع  یا یو معلم په شکل یو شخص ده چی په رابطه د خلکو او کلیوالو د دمکاتبو دولتی موسسی او غیری دولتی موسسی ساتی  او  له خلکو څخه د یو مدافع وکیل په حیث نمایندګی کوی 

اجتماعی کارمند باید له کومو مهارتونو څخه کار واخلی

افهام او تفهیم                                     رهبری کول دجامعی                         تشویق کول د خلکو

 

داجتماعی کارمند تعریف

عبارت له هغه کس څخه دی چی هغه وګړی یا جمعیت د خاص هدف د لاسته راوړلو په خاطر تنظیم او بسیج کوی

پلان څه شی  ده 

پلان مخکینی طرحه دی  په منظم او سستماتیکه توګه موخو ته رسیدنه  په بیلابیلو پړاونو کی یعنی لنډ مهاله / منځ مهاله/ اوږده مهاله

دجلسی تعریف

جلسه عبارت له هغه ښی مباحثی او مذاکری څخه ده چه د مشکلاتو حل او مختلو معلوماتو ارایه کول او د هغه په اړه تصمیم نیولول 

دارتباطاتو تعریف

عبارت له هغو تبادله انتقالول دمعلوماتو نظریاتو  احساساتو  د دوه یا زیاتو اشخاصو په منځ کی ارتباطات وای 

دنظارت اهداف 

دقوی او ضعیف نکاتو تشخص کول دموثریت یا فواید  دیوی پروژی دشروع او ختم مطابق پلان یا مطابق پلان  نه وی 

دنظارت او ارزیابی تر منځ فرق 

نظارت د پروژی په دوام کی تر سره کیژی  او ارزیابی دی پروژی په منځ یا اخیری کی کیژی 

ارزیابی تعریف

 ارزیابی عبارت له هغه پروسی څخه دی چی د یوی پروژه کی کیفیت او حالات ارزښت په سر او اخیر کی برسی کوی 

دنظارت تعریف

نظارت عبارت له هغه پروسی څخه دی چی د یوی پروژی د کار په جریان کی په دوام داره توګه سر ته رسیژی

راپور تعریف

راپوردیوی پروژی یا د یوکارپه جریان کی په دوامداره توګه سرته رسیژی  راپور دوخت له نګاه څخه 1- روزانه 2- هفته وار 3- میاشتنی 4- کلنی هم وی.

د (پی ار ای ) څه ته وای

په کلی کی د منابع نقشه جوړول انتخابات کول د کلی پراختیایی پلان جوړول په کلی کی چی کوم فعالیتونه تر سره کیږی هغه ته (پی ارای ) ویل کیږی

دولسی تړون ملی پروکرام په اړه خپل معلومات ولیکی

ولسي تړون دافغانستان دخلکواوحکومت ترمینځ یورسمي هوکړه لیک دی چې دټاکل شویواستازوله خوایې دبیوزلۍ کچې دراټیټولوپه برخه کې یوځای کارکوي. 

ولسي تړون یونوی دولتي پروګرام دی چې دراتلونکو (۱۰) لسوکلونوپه ترڅ کې دبنسټیزوخدمتونووړاندې کولوپه برخه کې مرسته کوي.

داپروګرام په هیواد کې دملي پیوستون پروګرام اونورو پراختیایي پروژو څوارلس کلنې تجربې په پام کې نیولوسره طرحه شوې ده.

داپروګرام په ټولیزه توګه هڅه کوي څو بیلتونولۍ اوتفرقې ته دپای ټکی کیږدي اوټول خلک سره یوموټی کړي. همدارنګه ولسي تړون دټولنې د زیانمنونکووګړوغږپورته کوي.

 

 

دولسي تړون دپروګرام هدفونه

دښارونو،سیمواوکلیوترمینځ دیووالي په رامنځته کولوکې مرسته؛

دحکومت اوخلکوترمینځ په اړیکوکې ښه والی راوستل؛

دبیوزلۍکچې دراټیټولولپاره بنسټیزخدمتونه برابرول؛

دکلیوپراختیایي شورا ترمشرۍلاندې پراختیایي کړنې ترسره کول؛

په پراختیایي کړنوکې دکلي خلکوپه ځانګړي توګه زیانمنونکو ډلوشمولیت اوګډون څخه ډاډ ترلاسه کول

دولسي تړون پړاوونه

داپروګرام به په دریو پړاوونوکې ترسره کیږي: 

لومړیپراوڅلورکاله دی چی د۲۰۱۶زیږدیزکال داکتوبرڅخه پیل اود۲۰۲۰کال دسپتمبرترمیاشتې پورې به دوام مومي.

په دې پړاوکې دولس زره کلیوالي سیمې د هیوادپه۳۴ولایتونوکې تر پوښښ لاندې نیول کیږي.

همدارنګه شپږسوه ښاري سیمی او۱۲۰ګذرونه په څلورو لویوو لایتونوکې ددې پروګرام ترپوښښ لاندې راځي.

چې دټول هیواد د۳۴ولایتونو۱/۳برخه جوړوي

...دوهم پړاو درې کاله د۲۰۲۰کا ل داکتوبرڅخه پیل اود۲۰۲۳کال دسپتمبرترمیاشتې پورې اوهمداشان دریم پړاوهم درې کاله د۲۰۲۳کال داکتوبرڅخه پیل اود۲۰۲۶کال دسپتمبرترمیاشتې پورې یې د دوام وړاندوینه شوېده. 

په دویم اودریم پړاوونوکې به دولس،دولس زره کلیوالي سیمې ترپوښښ لاندې ونیول شي

دکليوپراختیایي شوراګانودندې اومسوولیتونه

.دکلي ټولنیز- اقتصادی حالت شننه اوتجزیه اودګډه ایز وروشونوله لارې څخه  دزیانمنونکو کورنیوشاملول؛

دپراختیایي خدماتوعادلانه پلې کولوڅخه څارنه اودزیربناوواوطبیعي سرچینومدیریت؛

دکلي/ سیمې په کچه دخدماتوعادلانه پلې کیدنې څخه څارنه اودفرعي کمیټواوروغتیاساتنې کمپاین څخه ملاتړکول؛

دکلي فعاله وګړودهڅونې له لارې دبیوزلولپاره دپراختیایي کړنوملاتړاودپوهاوی کچه لوړول؛

اړوندوحکومتي اداروته دشکایتونولیږدول،دکلیوالودنظرونوملاتړاوهغوته ځواب ویل. 

په کلي کې دحکومتي اوغیرحکومتي پراختیایي کارکوونکودبشپړامنیت څخه ډاډترلاسه

دټولنیزکارکوونکودندې اومسوولیتونه

دولسي تړون ملي پروګرام په اړه دکلي دخلکواوپراختیایي شورا دپوهې کچه لوړول؛

په ټاکنواوکلسټرجوړولوکې آسانتیا رامنځته کول،همدارنګه بانکي حسابونواوفرعي حسابونوپه پرانستلوکې مرسته کول؛

په پلان جوړولوکې دمرستې لپاره دګډه ایزوابزارونو آسانتیارامنځ ته کول؛

په پراختیایي کړنواو ناستو کې ترټولوزیانمنونکواوبیوزلوکورنیومشورواوګډون څخه ډاډترلاسه کول اودهغوهڅونه؛

دکلیوپراختیایی شوراگانواوکلسترونودظرفیت لوړول؛

دتشې یاخلاپه شننه اوتجزیه کې همکاري؛

دچاپیریالیز-  ټولنیزمدیریتی لارښودتعقیبول اوددندودلایحی سره سم دکړنوترسره کول

 

 

 

دشاملووزارتونودندې

دمالي سرچینوبرابرول اودهغودکارولودڅرنګوالي څخه څارنه؛

دزیربناوودجوړونې اودهغودساتنې اوڅارنې په موخه دکلیودشوراګانودکلسټر،دګذرشورااودکلیوپراختیایي شوراګانوسره دتخنیکي ملاتړ کول ؛

دباکیفیته کارپه وړاندې همکارې موسسې مسوول ګڼل،دهغوبسپنول اوڅارنه؛

په ولایاتواوولسوالیوکې دخپلواړوندوکارکوونکوڅخه څارنه،دهغولارښوونه اوبیاکتنه؛

دولسي تړون دپروګرام دلاښه والي لپاره دپالیسیودمواردوچمتوکول؛

دکلیوپراختیایي شوراګانو،دګذرشورااودکلیوپراختیایي شوراګانوکلسټرونودپیژندل شویواړتیاووځواب ویونکي دي؛

دولایتي اداري واحدونوملاتړکول..

په درنښت 

حمیدالله (تلوار)

Hamidullah
Hamidullah 1 year ago
Recommended Articles