ازاده قطعه
قطعه د منظوم ادب هغه صنف دے چي د هر شعر په دويمه مصره کښې ئې د رديف او قافئے پابندي ضروري وي او د غزل دشعرونو په شان ليکلے کيږې . نن سبا زيات شاعران په قطعه کښې دوه شعرونه استعمالوي - د قطعې د پاره موضوع لازم نه ده بلکي په قطعه کښې د يو يا د يو نه زيات خيالونه هم بيانيدے شي..د قطعې په حقله دنور ليک نه مخکښې زه غواړم چې ستاسو پام د خپل ليک هغه صنف ته راوګرځوم کوم چې زما په خيال ددے نه وړاندي نه ليکلے شوے دے او نه چاپ شوے دے.
پښتو ادب ته د يو نوي صنف د راوړو په هيله ما په خپل دويم چاپ شوي کتاب(درڼا رنګونه) کښې يوه نوي تجربه اوکړه او د رديف قافئے د قيد نه ازادي قطعې مې پکښې وليکلے او د ازادي قطعې نامه مې ورله ورکړه . هيله لرم چې زمونږ ځلمي او د راتلونکي دور شاعران به په دغه اړه نور کار هم اوکړې . او د پښتو ادب دغه نوے صنف به په خپله شاعرۍ کښې استعمال کړي.
دغه ازادي قطعې څه داسې دي
۱- نصيحت(ازاده قطعه)
د غصې په کېفيت کښې داسې اوشي
چې تميز د حق باطل سړے او نۀ کړي
فېصله د دؤو په مېنځ کښې پکار نۀ ده
چې په سترګو د جذباتو پردې راشي
۲- سوال ( ازاده قطعه)
تر اوسه غلے ووم ما هيڅ نه وئيل
خو نن ئې د ټول اولس په مخکښې وايم
خدايه زمونږه پښتنو له راکړه
په خپله خاوره خپل اختيار يو ځلې
۳-محمدﷺ(ازاده قطعه)
اول جوړ مې تصور کښې ستا تصوير کړو
بيا مې خيال ورته راويخ د مصور کړو
رنګينۍ د درست جهان مې کړې راغونډي
خو رنګونه د رخسار دي پوره نه شو
#الياس
يادګيرنه - دغه بره درے ازادي قطعې د رڼا رنګونو کښې چاپ دي