څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟
2,035
imranghani
2021-09-11 08:28:53
لېکنه: شکېبا نادري، څنګه د خپل خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟
که ژوند هر څومره خوږ او له خوښیو نه ډک وي، ترڅنګ یې هرو مرو ستونزې هم شته لکه، د ښځې او خاوند ترمنځ جنګ او جنجال، دا جنګونه ځینې وخت کم او پخلاکېدل پکې اسانه وي، خو ځینې وخت بیا ستونزې دومره ژورې شي چې د پخلاکېدو لپاره ټولې حللارې وتړل شي.
موږ باید تل یوه خبره په یاد ولرو د غوسې په حالت کې داسې خبرې او کړنې ترسره نه کړو چې د بیا پخلا کېدو جرأت رانه واخلي.
موږ په دې لیکنه کې د خاوند او یا مېرمنې د پخلاکېدو لپاره څو اړینې حللارې یادې کړې دي، هیله ده چې د دې لیکنې لوستل درسره د خپل خاوند او یا مېرمنې په پخلاکولو کې مرسته وکړي!
۱. غرور شاته پرېږدئ!
کله مو چې په ګډ ژوند کې له خاوند او یا مېرمنې سره په کومې خبرې جنګ کاوه نو د غرور لپاره له پخلاکېدو څخه مه پر شا کېږئ. په ګډ ژوند کې غرور نه مینه اړینه ده، نو هڅه مه کوئ چې د غرور او کبر لپاره خپله مینه او مېرمن یا خاوند له لاسه ورکړئ.
۲. د خبرو کولو لپاره وخت ورکړئ!
که غواړئ چې ستونزه مو ژر حل شي، نو خپل خاوند یا ښځې ته د خبرو کولو لپاره وخت ورکړئ، ښې خبرې یې ومنئ او د ناسمو خبرو لپاره یې د قناعت وړ دلیلونه وړاندې کړئ.
۳. ملامتیا مو ومنئ!
غور وکړئ که تاسې ملامت وئ، خپله ملامتیا ومنئ له خاوند او یا مېرمنې څخه مو بښنه وغواړئ. د ځینو کسانو په اند چې بښنه خپل غرور تر پښو لاندې کول دي، خو دا اند بېخي غلط دی. په بښنې سره ستاسې درناوي د مقابل لوري پر وړاندې دوه برابره کېږي او د هغوی پام خپلې نیمګړتیا ته کېږي.
۴. مناسب وخت ته په تمه اوسئ!
ډېری وخت ستونزه هغه وخت لا زیاتیږي چې په ناسم وخت کې پرې بحث وشي، کله چې پوه شوئ چې خاوند یا مېرمنه مو ډېره غوسه ده هڅه وکړئ، چې څه ورته ونه وایئ مناسب وخت ته په تمه شئ، ځکه د غوسې په حالت کې انسان په خپلو کړونو او خبرو نه پوهېږي او هغوی وخت او ارامتیا ته اړتیا لري.
۵. له بل چاسره مشوره وکړئ!
په پښتو کې یو مشهور متل دی وایي: "کار چې په صلاح شي، بې بلا شي." دلته هم همدا خبره ده ځیني وخت له انسان څخه لاره ورکه شي حیران شي چې څه وکړي د ستونزو لپاره حللارې نه لري په داسې حال کې باید له خپلو داسې ملګرو سره مشوره وکړي، چې ورباندې باور لري او ستاسې د ګډ ژوند په اړه څه ناڅه معلومات ولري.
د ګډ ژوند بنسټ په نکاح اېښودل کېږي هر وخت به هر ډول ستونزې را منځته شي، خو دا اړیکه دومره کمزورې نه ده چې په کوچنیو ستونزو له منځه لاړه شي، جنګونه به کېږي، خپګان به رامنځته کېږي، خو بېرته به د پخوا په څېر له خوښیو نه ډک ژوند پیلېږي، ځکه نکاح هغه عقد دی چې د الله له لوري پر بندګانو امر شوی. خو بیا هم جنګ او خپګان په ګډ ژوند کې حتمي او لازمي راځي، موږ د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره په پورتنۍ لیکنه کې څو اړین ټکي ذکر کړل، کېدای شي چې د دې حللارو ترڅنګ لسګونه نورې حل لارې هم شته وي چې تاسې ورڅخه د خپل خاوند او یا مېرمنې د خپګان د له منځه وړلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستلی شئ.