ټکر (لنډه کیسه)
لیکواله: شکېبا نادري
سړي نارې کړې:
ــــ له بازاره خو به مو بل څه نه وي پکار؟
غوټۍ خبره ور غبرګه کړه:
ـــ نه پلاره، هر څه شته. ټول چمتوالی نیول شوی، مېلمانه به هم اوس راورسېږي.
غوټۍ له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېده، له المارۍ یې خپلې نوې جامې ور واخیستې، له موسکا په ډکه خوله یې په هېنداره کې د ځان ننداره کوله، غلي یې له ځان سره وویل: "هسې مې کله کله ځوروي، راته وایي چې بدرنګه یې زه خو څه بدرنګه نه یم."
په کړس یې وخندل: "زه هم لېونۍ یم خپله د ځان ستاینه کوم."
شېبه لا نه وه وتلې چې د وره کړپ شو، غوټۍ د وره په لور نظر وکړ، په وره کې ولاړې کوچنۍ نجلۍ په نیمګړي انداز وویل:
ـــ ښایسته ترورې، مور مې وایي چې ژر راشه.
غوټۍ د تل څېر په خوږه لهجه ماشومې ته وویل:
ــــ ښایسته ترور د له تانه قربان شي، دا دی درغلم.
بیا یې غلي وویل: "کاش چې ریاض دې هم ستاسو په څېر زما ښایست منلی وای."
هر څه چمتو و، غوټۍ به هره شېبه خپل لاسي ساعت ته کتل، د شپې نهه بجې شوې مېلمنو ډوډۍ وخوړه هره چابه د ریاض پوښتنه کوله. غوټۍ به ژر وویل، په لاره کې دی اوس به راورسېږي. وخت په تېرېدو و خو د ریاض د راتلو هېڅ کوم خبر نه و، د غوټۍ په سترګو کې د ریاض د راتلو تلوسه لا په زیاتېدو وه، د موبایل په شیشه یې ګوته کش کړه تندی یې تریو کړ په سکرین کې د ریاض شته عکس ته وکتل او ویې ویل: "افففف ته څه وخت له دې بې پروایۍ اوړې راشه کنه."
د غوټۍ خبرې لا نه وې خلاصي چې د موبایل په سکرین د ریاض نوم ښکاره شو، غوټۍ د موبایل په شنه بټه غټه ګوته کش کړه پرته له سلام نه یې وویل:
ـــ خیر دی اصلاح شه، نن زموږ د ژوند تر ټولو ځانګړې ورځ ده، یو کال دې ورځې ته په تمه و، خو ته نن هم په وخت رانغلې!!
د غوټۍ خبرې لا نه وې خلاصې چې په مبایل کې یې د بل چا غږ واورېد:
ـــ بلی بلی اورئ!
ـــ تاسو څوک یاست او د دې موبایل څښتن مو څه کېږي؟
ـــ زما نوم سلطان دی، د موبایل څښتن موټر ټکر کړی، اوس مو روغتون ته راوړی تاسو ژر راشئ.
غوټۍ د دې خبرو په اورېدو چیغې کړې څه شوي، هغه خو ژوندی دی...