ټوغکے

د اوړي سړۀ غرمه وه ـ د نمر تپ دومره زيات وۀ چې وجود يې سېزلو ـ  زه چې نن د ښکار نه واپس شوم نو څه ګورم چې خېبرۍ ترور پښې ابله پښې او سرتور سر په کوڅو کښې ګرځېدله او چې کله يې زۀ اوليدم نو رامنډه يې کړه او بيا يې راته اووې "يه بچيه! تۀ ورشه څوک اوګوره چې زمونږ چرګانو له ستنې اووهي"

خېبرۍ ترور به د خپلوچرګانو خيال ولې نۀ ساتلو ـ او بيا د هغې خو څوک وو هم نه چې ورله يې دوه پېسې په ګوتو کښې ورکړې وې ـ يو زوے يې وۀ هغۀ هم ورکوټے وۀ د مزدورۍ نۀ وۀ ـ پاتې شو خاوند يې نو هغۀ ځانله دومره شوم او کنجوس وۀ چې د اخلي پخلي سامان به يې هم دومره کم راوړو چې په شرمولو به د کور خلقو ته اورسېدو ـ او کۀ چېرت مېلمه به پرې راغے نو بيا به خېبرۍ ترور په چم ګاونډ کښې د خلقو نه اينګولې او ډوډۍ غوښتله ـ چې د مېلمه حيا پرې راشي ـ د خېبرۍ خاوند جميلے به د خپلې ښځې سره د ټکې ټکې حساب کتاب کولو ـ تر دې پورې چې د تيلو د ډبي تيلي به يې ورته هم شمارل چې دا ډبے به دومره ورځې کوے ـ ګنې نو ښۀ به نۀ وي ـ باقي څيزونه خو لا پرېږده ـ 

خېبرۍ به په دې حالاتو کښې هم د خولې نه چونډ نۀ ويستو ـ او د خپلې جامې پېزار بندوبست به يې هم په خپله کولو ـ تر دې پورې چې هغې د کلي غم ښادي هم په خپله د چرګانو د اګو په خرڅولو باندې سر ته رسوله ـ او چې کله به ناروغه شوه نو د ډاکټر فيس او د دارو پېسې به ورله هم د چرګانو اګو پوره کوله ـ دغسې د کلي د روغ ناروغه د تپوس،د غم ښادۍ او د نورو رواجونو او ضرورتونو پوره کولو واحده ذريعه د هغې چرګان وو هم دغسې به هغې د خپل ژوند ورځې شپې تېرولې ـ 

نن چې ماښام شو نو د خېبرۍ ترور د کور نه ژړاګانې راختلې ـ د چم ګاونډ خلق د هغوي کره نندارې له راغلي وو ـ دغه ژړاګانې چې زما تر غوږو شوې نو په زړۀ کښې اوويريدم ځکه چې زما دا خيال شو چې ګنې چېرته جميلے ماما مړ شو ـ 

او بيا چې له زۀ د هغيو کره ورغلم نو څۀ ګورم چي د خېبرۍ ترور خاوند روغ جوړ په کټ کښې بر سر ته ناست وۀ او بالښت ته يې ډډه وهلې وه ـ بچي يې هم په لوبو کښې مشغول وو ـ د کور لوې واړه خو خوشحاله وو ولې د خېبرۍ ترور سترګې سرې وې ـ او په سلګو سلګو يې ژړل ـ اول خو ما د جميلي ماما نه تپوس اوکړو چې ماما څه چل شوے دے؟ خو هغۀ راته اووے چې هېڅ چل هم نۀ دے شوے ـ ښځې هسې مکرجنې وي ـ 

د جميلي ماما په خبره مې زړۀ اوبۀ اونۀ څښلې نو ما خېبرۍ ترور د نورو ښځو نه جدا کره او تپوس مې ترې اوکړو چې ترورې ولې ژاړې؟اخر چل څه شوے دے؟ ما لا خبره ختمه کړې هم نۀ وه چې خېبرۍ ترور نوره هم په چغو سر شوه ـ او بيا چې ژړا يې لږه غلي شوه نو د لوپټې په پيسکي پورې يې خپلې اوښکې اوچې کړلې او بيا يې په سلګو سلګو کښې اووې "يه بچيه! غقه شوم،تباه شومه،زما خو صرف دغې ته کاتۀ وو ـ خدايه زما خو صرف دغې ته کاتۀ وو خدايه ـ  ـ  ـ "

خېبرۍ ترور لا ژړل چې ما ترې بيا تپوس اوکړو "خو ترورې اخر چل څه شوے دے؟" او کله چې زما د لور وادۀ وۀ نو خور مې راله د کالي نه علاوه د اصلي جاپاني ؟؟؟ دوه جوړې او يوه د سيفون ښکلې لوپټه راکړې وه اوس به زۀ د هغې دا بدل څنګه پوره کوم،زما نه خو خداے دغه يوه اسره هم واخسته"

ما ترې لا بل تپوس کوۀ چې خېبرۍ ترور زما خبره  په نيمه کښې پرې کړه،چې بچيه دا لا څۀ کړې راروان اتوار له د اميرولي د ځوي خونے دے هغۀ له خو به هم څۀ کول غواړي ـ خلقو به ځان سمبال کري وي او زۀ به هم دغسې ـ 

دا ځل زما زړۀ  هم صبر اونۀ کرو او لږ په تېز اواز کښې مې ترې تپوس اوکړو "ترورې په ما ناوخته کوه مۀ،خو راته اووايه چې څه چل شوے دے" 

اول خو يې راته زړۀ يو ځل بيا ښۀ تش کړو او بيا په ښېرو سر شوه "خدايه ټوغکې له تبق راولے چې د چرګانو نه يې خلاصه کړم ـ خدايه تۀ پرې د شين اسمان نه تندر راغوزار کړے خدايه!!!"

ما چې دا خبره واورېده چې د هغې چرګان د ټوغکي د لاسه مړۀ شوي دي نو ځکه دا ژاړي - نو اول خو راله خندا راغله چې تۀ اوګوره د چرګ نه يې سم د سړي سر جوړ کړے دے خو چي بيا به راته د خېبرۍ ترور د بې وسۍ او غريبۍ خبرې رايادې شوې نو ماله هم ژړا راغله ـ الله دي څوک نه بيوسه کوي

🌷 🌷 🌷