اوبو دکمښت وجي او علتونه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
1 min read
1,568
اوبو دکمښت وجي او علتونه

د اوبو دکمښت وجي او علتونه:
دا چي په نړيواله سطحه داوبو کچه په کمېدو ده دکمېدو ځيني وجي يې لاندي ډول ذکر کوو. 
1. په غير فني ډول دژورو کوهيانو کيندل.
2. د مختلفو سرچينو څخه داوبو استحصال.
3. دنفوسو تراکم . 4. دمختلفو سرچينو څخه داوبو ککړتيا رامنځته کېدل.
5. داوبو عدم مديريتMiss management of water 6. د اوبو بې ځايه استعمال. په ټوله نړۍ کي د اوبو دکمښت او زيات استعمال له وجي منځ ته راتلونکي ستونزي.
1. دځمکي لاندې اوبو کي کموالی .
2. دميليونونو خلکو مړينه. 3. دځمکي ګرميدنه . 
4. دځنګلونو او شنو سيمو په اندازه کي کموالی.
5. ددښتو پراخوالی Desertification. 6. تر2025م کال پوري به دخوږو اوبو په اندازه کي هم کموالی .
7. دBiodiversity ياتنوع حيات او د ژوند بڼو کموالی. 
8. جنګونه چي اکثره يې دکوچيانو او د سيمي داصلي اوسيدونکو ترمنځ وي. 
الف .دافريقا لويه وچه : دافريقا په لويه وچه کي دنفتو دذخايرو کشف او استخراج لويه ستونزه رامنځته کړې ده،ويل کيږي چي په 2025م کال کي به دنوموړې لويي وچي په اوبو کي ۵۰٪ کموالی راسي.ددې ترڅنګ 104ډوله ماهيان 12ډوله ذوحياتين ، 29ډوله خزندې 43ډوله الوتونکي ،او 89ډوله تی لرونکي به داوبو دکموالي له امله دشديدو خطرونو سره مخ سي.
ب. داسيا لويه وچه: داسيا په لويه وچه کي هم داوبو کمښت لويه ستونزه ده اوله امله يې216ډوله ماهيان 194ډوله خزنده ګان 521ډوله الوتونکي او 515ډوله تی لرونکي دانقراص په حالت کي دي.
ج.دامريکا لويه وچه: دامريکا په لويه وچه کي هم دمعادن استخراج،دنفوسو زيادښت،او دځنګل دقطع له امله داوبو دکموالي په اساس 102ډوله ماهيان ، 127ډوله ذو حياتين 176ډوله خزندې ، 253ډوله الوتونکي او 243ډوله تی لرونکي دمنقرص کيدو په سره مخ دي.
د.شمالي امريکا: دلته به دژوند د لوړو سټنډرډونو په اساس او د زراعت او صنعت دپراختيا له مخي په 2025م کال کي داوبو 25%کموالی راسي او مختلف ژوندي اجسام به دمرګ له خطر سره مخامخ سي.

هـ .د اروپا لويه وچه: په اروپا کي به هم د يادو سوو مشکلاتو له امله په 2025م کال کي په اوبو کي 25%کموالی راسي چي يوشمير جهيلونه به په مجارستان ، ايټاليا او هالنډ کي وچ او زيانمن سي.او زيات شمير ژوند بڼي به دخطر سره مخ سي. داوبو دکمښت ارقام:
1. همدا اوس دنړۍ په 43هيوادونو کي 700ميليونه خلک د اوبو دبحران او شديد خطر سره مخ دي.
2. ديو تخمين له مخي ويل کيږي چي تر 2025م کال پوري به تقريبا يو 1%مليارد او 800ميليونه نفر په يادو سوو سيمو کي داوبو دکمښت اوبحران سره مخ سي.
3. ديوبل تخمين له مخي ويل سوي چي تر 2030م کال پورې به 4ميليارده خلک داوبو په کمښت کي ولويږي.
4. همدا راز هغه ملکونه چي دافريقا په دښتو کي موقعيت لري د نړۍ دنورو سيمو په پرتله داوبو دکمښت د بدترين وضعيت سره مخ دي. 

داوبو ضايع کيدل :

اوبه په درې شکلونو له خاوري څخه ضايع کيږي. 1. :Evaporation د خاوري دسطحې او پاڼو څخه داوبو ضايع کيدلو ته وايي. 2. :Percolation :دنباتاتو دريښو څخه داوبو ضايع کېدلو ته وايي. 3: Run off :دروانو اوبو په شکل داوبو ضايع کيدلو ته وايي.
په درنښت

Related Articles

3 articles
Mar 13, 2023
1,685 views

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب(1) د هغوۍ په حضور کي موبایل بې ضرورته نه استعمالول(2) د هغوۍ خبرو اوریدلو ته خاموش اوسیدل(3) د هغوۍ نظر پوره اوریدل او منل(4) د هغوۍ د خبرو موافق عمل کول(5) په مجلس کي هغوۍ ته په عاجزۍ سره کتل(6) همیشه د هغوۍ ستاینه...

Jun 30, 2022
1,743 views

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالونه

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالون  لیکنه: امین ستانکزید مشهور ځمک پېژندونکي، سکاټ مونتګو مري په خبره که چیرته په افغانستان کې امنیت او سوله راشي نو تر لسو کلونو پورې اړتیا ده، چې د افغانستان کانونه د هېواد د عوایدو اساسي سرچینې  شي او ک...

Aug 04, 2024
1,291 views

پرورش کنجد

(پرورش کنجد) خصوصیا ت بوتانیکی کنجد:نام علمی کنجد Sesamum indicumبوده یک نبات یک ساله مربوط به فامیل pedaliaceaeمیباشد ونام علمی آن درحقیقت ازنام عربی کنجد یعنی سیم سیم (simsim)گرفته شده است .ریشه:-  کنجد دارای ریشه اصلی بوده تا یک متر ویا اضافه تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
35,907 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,533 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,553 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article