موټر هغه پرزه چی دسروزرو قیمت لری ؟
773
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-02 08:20:26
د موټر هغه پرزه چی دسروزرو قیمت لری ؟
کتالیتیک کنورټر (Catalytic Converter) یا دډولکۍ خاوره.
دادنویو اوعصری موټرانوداګزاز سیستم برخه ده چی دډیر لوړ قیمت لرونکو (Palladium and Radium).موادوڅخه جوړه شوی اودموټر له سلنګسر څخه وتونکي مضراوچاپیریال ککړونکی ګازات له چاپیریال سره دتوافق وړ( نایتروجن ، داوبو بخار اوکاربن ډای اکسایډ) ګازاتوباندی اړوي.
دډولکۍ نه شتون عمده ستونزی
• دماشین کمزورې
• دتعجل یا اکسلیټر قراروالي
• له اندازی څخه زیات دماشین ګرموالی
متاسفانه دیوی کیلي واردونکي اوپلورونکي کسان پرته له دی چی هغوئ دچاپیریال دککړتیا دمخنیوی په ارزښت پوه شي له موټرونوڅخه ډولکي باسي اوپه ډیرلوړقیمت یی پلوري یا یی هم دفشاری اوبو اوبنزینوپه وسیله مینځی اوداټول داګزازسیستم دبندیدو سبب ګرځی.
دډولکی یا چاپیریال دبکسي دلیري کولو یا خالي کولو ستونزي:
• دزیات وخت لپاره دماشین دچیک غمی روښانه پاتی کیدل ځکه ماشن حساس دی اوپه ډولکۍ کی هوا لری اوبله هیڅ لاره نلري چی هغه بدله نشي حال داچی بدلول یی ګران دي
• دتیلو مصرف دپام وړ په کي زیاتیږی
• دتیلو دزیات مصرف په سبب داګزاز یا سلنګسر درنګ تغیر په توررنګ سره
• دماشین داواز لوړیدل
• دماشنی دګرموالي لوړیدل
• دموټر په داخل کی داګزاز یا سلنګسر بوي
• په چاپیریال کی دګلخانه یی مضروګازاتو خپریدل
• دموټر دعمر راکمیدل
#له انګلسي څخه ژباړه