لس ⑩  غوره ویناوي

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 08, 2023
2 years ago
4,654 views
لس ⑩  غوره ویناوي

لس ⑩  غوره ویناوي  !

① د شهوت مار دي په لومړیو شپو کي ووژنه که نه ستا ددغه مار څخه به یوه ورځ اژدها جوړه شي .

② تر ټولو بد وخت هغه دي چې ستا د قهر / غصي له ويري ستا مور او پلار خپل ضرورتونه او  تاته نصیحت کول پریږدي .

③ کومه خبره چې د دوست څخه پټوي د دوست / ملګري څخه یی هم پټه که کیدایشي دغه دوست / ملګري ستا یو وخت کي دښمن شي .

④ که غواړي نوم دي باعزته پاتي شي اولاد ته مو خائيسته اخلاق ورزدکړئ .

⑤ د ځان څخه د ګناه د خپریدو وسیله مه جوړوه ، کیدایشي ته توبه وکړي خو هغه خلک چې تا په ګناه اخته کړي دي ، ستا آخرت درته خراب کړي .

⑥ د مرګ یادول د نفس د ټولو رنځونو / غمونو  ښه درملنه ده .

⑦ کله چې ته لمونځ نه کوي نو دا فکر مه کوه چې وخت د نکړو پیدا بلکي دا فکر وکړه چې داسي کومه خطا یا ګناه دي کړی ده چې الله پاک خپل پر وړاندي ستا ودرول خوښ نه کړل .

⑧ د نکاح ځنډیدل اکثره وخت د زنا باعث کیږي چې ګناه یی پر مور او پلار باندي ده  .
      (  حضرت امام غزالی رح  )

⑨  د یو چاسره د مرستی په وخت کي د هغه مخ یا سترګو ته مه ګوره ، کیدایشی د هغه د شرم سترګي ستا په زړه کي غرور او تکبر پیدا کړي .

⑩ انصاف کول له باران څخه زده کړئ ځکه چې په ازغو او په ګلانو یو شان وریږي .

 

Related Articles

Dec 15, 2021
2,399 views

له سود (ربا) څخه ځان، کورنۍ، ټولنه او هیواد وژغورئ

سلامونه او نیکې هیلې ټولو درنو سوداګرو (تجارانو)، پانګې لرونکو، صرافانو (د پېسو راکړې ورکړې والا)، بانک لرونکو او ټولو هغو کسانو ته چې دا لیکنه (مقاله) وايي: هیله کوم! تر پایه دا لیکنه وګورئ او ویې لولئ، په خپلو فیسبوک پاڼو، آي ډي ګانو (حسابونو) کې،...

Jan 05, 2021
4,134 views

 توبرکلوز؛ نښې او لاملونه یې څه دي!؟

ژباړه - رياض مقامزی توبرکلوز یوه عفوني ناروغي ده، چې معمولا ځيګر تر اغېزې لاندې راولي؛ دا ناروغي د نورو عفوني ناروغيو په پرتله په نړۍ کې دویمه وژونکې ناروغي ده. یوازې په "۲۰۱۵م" کال کې شاوخوا "۱،۸" میلیونه وګړو د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه...

Sep 07, 2021
2,836 views

د ابوریحان البیروني لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په لومړيو کې چې اسلامي نړۍ د مسلمانو له خپلمنځي جګړو، فساد او بې اتفاقۍ پاکه وه، مسلمانان په علمي برخه کې د نړۍ سرلاري وو. آن د اکثرو علومو بنسټ مسلمانانو کېښود او همدارنګه د وخت موجوده علومو ته یې بېساری پرمختک ورکړ. یو له همد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,726 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,022 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...