زړه او رګونو ناروغيو عام اعراض

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
1 min read
2,726
زړه او رګونو ناروغيو عام اعراض

د زړه او رګونو ناروغيو عام اعراض
د سينې درد chest pain‏ په د سينې درد له خورا معمولو بېړنيو حالتونو څخه دی او باید په پوره توګه وارزول شي د سينې درد ممکن د مايوکارد د احتشا شان د سختې ناروغۍ په وجه را منځته شي او يا کېدای شي يوازې عضلي درد وي نو لومړی باید هغه اسباب په پام کې ونيول شي او رد شي چې ژوند ګواښوي لکه د مايوکارد ،احتشا نوموتورکس ‏aortic dissection او ريوي امبولیزم تاریخچه خورا مهمه ده. له ناروغه پوښتنه وکړئ چې درد حاد او جسمي دی، تکرارېدونکی او حملوي دی که دوامداره دی او ان څو ورځې يې دوام کړی دی؟ یې

د سينې د درد سببونه 

#ريوي ايمبوليزم ‏
 #Aortic Dissection‏

#د اکليلي شريانونو ناروغۍ لکه آنجین او احتشا 
#د ابهر د دسام تضيق

#پیریکاردیت

#هایپرټروفیک کاردیو مایوپیتي

#معدي معايي ناروغی

#‏Pleuritis‏
# ‏Esophageal spasm 
#نومونيا 
#نوموتورکس

#‏Reflux Esophagitis
# د پیپټیک السر

نور سببونه

#د تیونو ناروغی ‏
#Herpes Zoster‏ ‏Emotional‏

#عضلي سكلبتي

#د رقبي ډسکونو ناروغۍ
# د اوږې د مفصل او د فقراتو التهاب

#‏Costochondritis‏

            ##د آنجین به وجه د سینی درد##

آنجین د نارامی مانا لري په angina pectoris كې د

سينې درد د فشار دروندوالي، کېکاږلو او يا د سينې د خپه کېدلو په بڼه وي خو کله کله د سوځېدلو او خوږېدلو ،
په ساه اخیستلو کې د ستونزې په رنګ او د سو هاضمې په شکل هم بيانېږي. د سمې تاريخچې د اخیستلو لپاره بايد د stable او unstable angina په توپیر سره وپوهېږئ د آنجين دردونه کېدای شي وصفي اوسي او کېدای شي نا 
وصفي وي.
                   ##  د سينې وصفي درد###

د stable angina وصفي درد داسې دی چې د بدني فعالیت مهال له خوراکه وروسته او له خپگان پارېدلو، ناهیلۍ او نورو اروايي حالتونو سره په تدریجي ډول پيدا کېږي. دغه درد له ټوخلي، له تنفسي حرکتونو او د وضعیت په بدلولو سره نه زياتېږي. . د آنجین درد په وصفي ډول په 30-5 دقیقو کې کرارېږي لا دو مداره درد به د myocardial ischemia ښکارندوی وي او که درد دوامداره وي خو د ايسکيمي شواهد نه وي نو ممكن دغه درد غير قلبي منشا ولري. . د آنجین درد معمولا له استراحت سره او یا تر ژبې لاندې د nitroglycerine په ايښودلو سره په پنځو دقیقو کې ورک کېږي د آنجین درد په وصفي توګه د sternum شا ته او د ‏midthorax په قدامي برخه کې احساسېږي. دغه درد ممکن د ولو منځ مټو، اوږو، غاښونو او نس خوا ته انتشار وکړي او يا کېدای شي چې په همدغو ځايونو کې موقعيت ولري 
دغه ټولې د stable angina د درد ځانګړنې دي حال د unstable angina درد په استراحت کې چی پیدا کېږي او ممکن داسي وصفي نه وي، دغه درد بيا له nitroglycerine سره یو مخ نه ښه کېږي.
د سينې نا وصفي درد د سينې ناوصفي دردونه ممکن د ايسكيمي) په وجه وي خو اكثراً غير قلبي منشا لري د سينې ناوصفي دردونه ممکن په دې شکلونو سره څرګند شي: ه د چړې د ګوزار غوندې تېز درد چې له تنفسي حرکتونو او ټوخلي سره پيدا کېږي پلورايي درد ) هغه درد چې اول د نس په منځنۍ يا کښتنۍ برخه کې موقعیت لري
             #  ##د سينې نا وصفي درد###                                  د سينې ناوصفي دردونه ممکن د ايسكيمي په وجه وي خو اكثراً غير قلبي منشا لري د سينې ناوصفي دردونه ممکن په دې شکلونو سره څرګند شي:  د چړې د ګوزار غوندې تېز درد چې له تنفسي حرکتونو او ټوخلي سره پيدا کېږي پلورايي درد ) هغه درد چې اول د نس په منځنۍ يا کښتنۍ برخه کې موقعیت لری
هغه درد چې ممکن د ګوتې د سر په اندازه ځای کې احساس شي، مخصوصا د چپ بطين په ذروه کې ه هغه درد چې د مټ يا د سينې د دېوال له حرکت یا جس کولو سره پیدا کېږي ه ثابت درد چې ان څو ساعته دوام کوي. . د درد لنډې حملې چې يو څو ثانيې دوام کوي هغه درد چې سفلي اطرافو ته انتشار کوي.
ډاکتر رحمت الله بشرمل
دعمومي داخله ناروغیومعالج
دعصبي اومعدي ناروغیو ماهر
                                  MD,KMF
اړیکه او واټساپ 0700048913

ادرس: دچوڼي اخیر صوفی صاحب دذکور ليسي پرمخامخ ډاکتر کریم الله فیضي روغتون کندهار افغانستان
که مو معلومات خوښ سو
https://www.facebook.com/ډاکتر-رحمت-الله-بشرمل-106438185021314/

Related Articles

3 articles
Aug 11, 2021
21,636 views

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲...

Oct 01, 2021
1,974 views

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟ امنیت (امن) د انسانانو په ژوند کې ډیره لویه ونډه لري، خو د انسانانو ژوند یوازې یوې برخې پورې تړلی ندی. که چیرې د امنیت (امن) برخه په پام کې ونیول شي او د ژوند نورو برخو ته هیڅ پام ونشي نو د ژوند انډوَل خرابیږي، په لن...

Mar 08, 2021
2,889 views

د بریالیو خلکو ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بریا د هر انسان هيله وي، خو آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې د بریاليو خلکو هغه کومې ځانګړنې دي، چې دوی یې له نورو رابېل کړي او بریالی ژوند لري؟ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي او تاسو به د بریاليو خلکو دېرش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
34,153 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,266 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,113 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article