د سیند یا خوړ په مسیر د استنادی دیوال لپاره سروی
استنادی دیوالونه عموما د سیند یا خوړ په مسیر د ځمکې د تخریب یا د خاورې دښویدو د مخنیوي لپاره جوړیږي. د سیند په مسیر د استنادی دیوال سروی لپاره باید لاندی نقاط په نظر کې ونیول شي:
۱- توپوګرافی سروی باید د ټوټل ستیشن پر مرسته ترسره شي.
۲-د سیند مقطع باید په مکمل ډول سره یې نقاط واخیستل شي.
۳-د سیند د مقطع د اوبو اعظمی لیول MWL نقاط باید واخیستل شي.
۴-د سیند یا خوړ په مسیر باید د 50 -100 مترو پورې سکشن واخیستل شي.
۵-د اوبو لیول WL چې د سروی وخت کې جریان لری باید واخیستل شي.
۶- د سیند د بستر نقاط باید واخیستل شي.
۷- د سیند په مسیر باید نور نقاط لکه زراعتی ځمکې، کورونه او نور واخیستل شي.
۸- ثابته نقطې BM باید ساحه کې نښاني کړل شي.
۹-د استنادی دیوال طول باید د مسیر Alignment د سیول تری دی سافت ویر څخه واخیستل شي.
د استنادی دیوال لپاره فرضی ارتفاع باید ساحه کې تعین کړل شي او فورم کې درج شي.
۱۰- اجتماعی او اقتصادی، سروی فورمونه باید ډک کړل شي.
پورته نقاط باید د سرویر لخوا ډیزاینر ته ورکړل شي، ترڅو د alignment څخه میلان تعین او د هر سکشن لپاره مقطع وټاکې او مجموعې مقطع څخه بیا د اوبو مقدار د هایدرولیکی فرمولونو پر مرسته پیدا کوي او همدې مقطع ته بیا د تهداب ډیزاین صورت نیسي.
سیند یا خوړ په مسیر د استنادی دیوال
505
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-10 07:26:17
Faridon Delsoz Niazai
1 year ago