په سوداګرۍ د ارزي شتمنيو د کنګل کیدو اغیزې
لیکوال:محمد امین ستانکزی
سوداګري او راکړه ورکړه د یوه هیواد د اقتصادي څرخ تاویدو لپاره د یوه لازمي فکټور په توګه منل کیږي افغانستان چې د سوداګرۍ په برخه کې یې تل ستونزې لیدلي دي او له سمندر سره د لارې نه لرلو له امله تل په فشار کې ساتل شوی دی د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو له امله په نورو ستونزو کې هم لاس و ګریوان شوی.
د امریکا له لورې د افغانستان د ارزي شتمنۍ د کنګل کیدو سره سم د افغان سوداګرو او سوداګریزو شرکتونو له لورې د پیسیو د انتقال مخه ونیول شوه طبیعي خبره ده، چې سوداګري او راکړه ورکړه په پیسو او نغدې معاملو ترسره کیږي خو کله چې د پیسو انتقال بند شي نو لدې معلومیږي چې سوداګري هم بنده شوې چې اوس عملا افغان سوداګر لدې ستونزې سره مخامخ دي نه یوازې افغان سوداګر او سوداګریز شرکتونه بلکې د نورې نړۍ سوداګر او نړیوال شرکتونه هم زیانمن شویدي او له ارزي شتمنیو له کنګل کیدو سره یې خپل سوداګریز فعالیتونه ودرولي دي چې په زرګونه خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړيدي سوداګریز شرکتونه اوس په اسانۍ د معاملو له ترسره کولو ډډه کوي یوازې هغه توکي چې صادرول یا واردول یې اسانه وي یا پکې ګټه زیاته وي ترسره کوي نور د بندیزونو له امله په ډاډه زړه سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي چې پدې سره د توکو د کم والي له امله نرخونه هم لوړ شویدي او په ځینو برخو کې د موادو کمبود هم رامنځته شویدی چې زیات یې خام مواد دي چې پدې سره ډیری فابریکې تړل شویدي.
د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو سره د سوداګریزو نغدي انتقالاتو باندې هم اضافه فیس راځي، چې په یولک ډالرو باندې مخکې سل ډالر اخیستل کیدل او اوس چې د حوالې او صرافیو له لارې دا چاره ترسره کیږي نو په یو لک ډالرو کې تر څلور زره ډالره کمیشن اخیستل کیږي چې اغیز یې بیرته د توکو قیمتونو په لوړیدو باندې څرګندیږي او ددې سره د پیسو د انقال او رسیدنې په پروسه کې ځنډ و خنډ هم رامنځته کیږي ځکه چې ډیری پیسې د دویم یا هم دریم هیواد له لارې اړونده مرجع ته رسیږي، دلته بله موضوع دا وه ، چون د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ ډیره برخه له پاکستان سره ترسره کیږي او په اوس وخت کې پاکستان هم اقتصادي بحران ځپلی او همدارنګه د پیسو د نړیوال صندوق ( IMF ) تر څارنې لاندې ټولې مالي چارې ترسره کوي نو د افغانستان سره د راکړې ورکړې په برخه کې په خلاص زړه معامله نه شي ترسره کولی نو افغانستان سوداګر مجبوره کیدي، چې د خپلو پیسو د انتقال او مالي حسابونو د تصفیې لپاره نور اضافه فیس هم ورکړي تر څو یې یوه مجوزه لاره موندلي وي، د پیسو لیږل د صرافیو او حوالې له لارې هم د ( IMF ) له لورې په مطلق ډول بند کړل شول چې بیا افغان او پاکستاني سوداګر د جنس په جنس ( بارتر ) سوداګرۍ باندې هم خبرې وکړې چې دې پریکړې عملي بڼه غوره نه کړه.
سوداګر یوازې په وارداتو باندې دومره نه کړول کیږي بلکې صادرات هم افغان سوداګرو ته یوه لوی سرخوږی پیدا شوی دی په ځانګړي ډول چې اوس په افغانستان کې د کانونو صادرات زیات شویدي او نسبت جهوریت ته صادرات زیات لرو، نو افغان سوداګر نه یوازې په وارداتو کې تاوان ګوري بلکې په صادراتو کې هم تاواني کیږي.
د دولت د رسمي ارقامو له مخې د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ سره صادرات زیات شویدي او د افغانستان او پاکستان سوداګري هم زیاته شوې ده دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان سوداګري نزولي حالت غوره کړی او ورځ په ورځ د کمیدو خواته روانه وه. (Stanikzai A. , 2022)
د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو مخکې د خصوصي بانکونو له لارې پیسې په اسانۍ سره لیږل کیدې او د راکړې ورکړې پروسه یې خورا اسانه او ارزانه کړې وه.
سوداګرو ته د بانکي نظام د ټکني کیدو سره هم زیات زیانونه واوښتل او د خپلو ذخیره شویو روپیو په اړه ورباندې یو لړ محدودیتونه وضع شول.
میوند بانک چې مخکې یې د افغان سوداګرۍ په برخه کې د راکړې ورکړې په موخه ګڼ سهولتونه رامنځته کړې وه خو د تحولاتو وروسته یاد بانک هم په مکمل ډول دیوالي شو او سوداګر مجبور شول چې په قسطونو ترې خپلې سرمایې وباسي چې اوس هم د ځینو سوداګرو پیسې پکې پاتې دي، چې دا چاره خپله د سوداګرۍ په برخه کې یو ستر زیان دی او سوداګري یې متضرره کړه.
د امریکا له لورې د ارزي شتمنیو د کنګل کیدو سره سم سوداګرو او سوداګریزو شرکتونو ته یوازې د خپلې سرمایې پنځه فیصده د پیسو ایستلو اجازه وه چې دا خپله د راکړې ورکړې په وړاندې ګڼ شمیر ستونزې رامنځته کړې دي، سوداګر د بانکونو له دې چارو دومره تنګ راغلي وه چې تر دې حاضر وه تر څو یې د ذخیره شویو روپیو یو څه اندازه پاتې شي خو باقي پیسې یې راووځي، ډیر سوداګر او سوداګریز شرکتونه ددې له امله تاواني شول او د کاروبار د نه دوام او نغدو پیسو د نه لرلو له امله یې تاوانونه وکړل او سوداګري یې شدیده زیانمنه شوه.
د بانکي انتقالاتو له بندیدو وروسته سوداګر د پیسو د فزیکي انتقال په لټه کې شول چې ډیری یې د پاکستان او ایران سره د راکړې ورکړې په برخه کې تابیا لرله چې نغدې پیسې ورکړل شي، خو
د پیسو فزیکي انتقال هم مشکل دی، ځکه چې اسلامي امارت دېته اجازه نه ورکوله کله چې طالبان واک ته ورسیدل او نړیوالې مرستې بندې شوې د افغانۍ ثبات له جدي ګواښ سره مخامخ شو تر دې چې دوه برابره افغانۍ خپل ارزښت د ډالر په وړاندې وبایله او دا دومره زر رامنځته شوه چې حکومت یې جدي اقداماتو ته اړ کړ تر دې چې د ډالرو په لیږ باندې سخت بندیز ولګیده او د ډالرو قاچاقبرانو ته د حکومت له لورې د ملي خاین خطاب وشو سوداګر هم پدې فرمان کې شامل وه.
References
Stanikzai, A. (2022). Problems in the implementation of the APTTA Agreement and Recommendations for its Future. Technium Social Sciences Journal, 34, 679. doi:https://doi.org/10.47577/tssj.v34i1.6817