زلزلې  ضد ودانیو جوړولو لپاره 13   لارښوونې

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 24, 2023
2 years ago
1,124 views
زلزلې  ضد ودانیو جوړولو لپاره 13   لارښوونې

د زلزلې  ضد ودانیو جوړولو لپاره 13   لارښوونې .   13 Tips to Make a Building Earthquake Proof  
زلزله څه شی دی.
زلزله د ځمکې هغه ټکانونه دي چې په ځمکه کې دننه د زیرمه شوې انرژۍ د ناڅاپه پریښودو له امله منځ ته راځي .دا زیرمه شوې انرژي په هر طرفه د شعاع په شکل خپریږي او د زلزلې څپې منځ ته راوړي. 

زلزله یوه داسې طبیعي پیښه ده چې خپله  څوک نه وژني ،د زلزلې له امله مرګ ژوبله د هغو ودانیو د چپه او زیانمنیدو له امله منځ ته راځي چې خپل انسان جوړ کړی.د زلزلې مخنیوی نشي کیدای خو یو شمیر لارې چارې کولی شي د زلزلې د زیانونو کچه راکمه کړي.یو څو یې دلته یادې شوې.
1. د ځای ټاکنه .. Site selection   
د زلزلې پرمهال د ودانۍ موقعیت د زیان په کچه کې مهم رول لري نو په لاندې ځایونو کې د ودانۍ له جوړولو ډډه وشي.
a) بې ثباته کمر غاړې .
b) په مایله ځمکه د مختلفو لوړوالیو پایو سره .
c) د سیلاب سره مخ ساحو کې .
2. د ودانۍ پلانول .. Building Planning   
د ودانیو متناظر  پلانونه  د غیر متناظرو پلانونو په پرتله خوندي دي.نو مونږ باید ترخپله وسه مربعوي او مستطیلي پلانونه وکارو ، د L ،E  H,  او T  ډوله پلانونه د زلزلې پرمهال ډیر زیان منونکي دي.مستطیلي پلان کې د ودانۍ د اوږودوالی د ودانۍ د پلنوالي دوه چنده څخه زیات نه وي.
3. تهداب        Foundation  .
د یو پوړیزه ودانۍ لپاره د تهداب پلنوالی باید له 750mm  څخه او  څو پوړیزه ودانۍ لپاره له 900mm  کم نه وي.د تهداب ژورالی په نرمه ځمکه کې له 1m   او سخته ځمکه کې له   0.45m  کم نه وي.د تهداب له کیندلو وړاندې ټول اضافي او سست مواد د اوبو په شمول له ساحې لرې کړای شي ،.د تهداب له کیندلو او جوړولو وروسته د تهداب خوا شا بیرته سمه تخته شي.
4. سنګکاري.   . Masonry  

i. د سنګکارۍ پرمهال ،
a) هره تیږه په پلن مخ هواره کیښودل شي،
b) د تیږې اوږدوالی د دیوال پر عرض کیښودل شي .
c) تش ځایونه لومړی د وړو تیږو او بیا د مسالې په واسطه منظم ډک شي.
d) تیږه باید ګرده نه وي او تیږه ماته شي او زاویه لرونکی مخ ورکول شي .
e) هر  (600 -700) mm  وروسته داسې تیږه وکارول شي چې جینټونه وتړي.
f) زلزلې جینټونه ورکول شي تر تهداب پورې . 
ii. د خشتککارۍ پرمهال .
a)  ښه پخه شوې خښته وکارول شي،
b) خښته داسې کیښودل شي د مارک جر طرف یې بره راشي څو مساله په کې وکارول شي،
iii. د کانکریت بلاکونو  پرمهال ،
a)  زیږ طرف یې مخ پورته کیښودل شي 
b) بلاکونه باید ښه کلک وي .د بلاک مرکبه موادو تناسب ،اوبه ورکول او مخلوطول مسلکي وشي.
c) د کانکریټي بلاک بره او لاندې طرف له ځای په ځای کولو وړاندې ښه برس شي،هر شپږ متره وروسته دیوال ته یوه عرضي دیوال ورکول شي چې کیدای شي د پایې په شکل وي .
5. ددروازو او کړکیو خالیګاوې . Doors and windows openings  
a) د زلزلې پرمهال هغه دیوالونه زر  چپه کیږي چې یوبل ته نژدې ډیرې کړکۍ او دروازې لري.
b) په یو دیوال کې د ټولو پریښودل شوو خالیګاوو عرض باید د دیوال د اوږودوالي یو پر درې څخه زیات نه وي.
c) دروازې باید د دیوال په انجام کې ورنه کول شي او دهغې پرځای له کونج  500mm  لرې ورکول شي.
d) ددوه خالیګاو ترمنځ فاصله له 600mm  کمه نه وي.

6. چت . Roof
a) په مایلو چتونو کې چې وایه یې تر 6m  زیاته وي ټرسونه وکارول شي.
b) هغه ودانۍ چې څلور طرفه مایله وي د هغې ودانۍ پرتله مضبوطه وي چې  دوه طرفه مایله ده.
7. چجې  .   . Chhajjas  
چجې او بالکونونه باید   له 0.9m   زیات نه شي ،که ضرورت وو باید بیمونه وکارول شي.
8. پاراپیت دیوال  . Parapet   
معماري پاراپیت دیوال زر چپه کیږي نو غوره داده چې تر 300mm  پورې د خشتککارۍ دیوال جوړ شي او باید کټاره ورکول شي.
9. کانکریټ او مساله .. Concrete and mortar  
د کانکریټ او مسالې لپاره ښه داده چې د سیند شګه وکارول شي ،شګه باید لومړی غلبیل شي او پاکه شي ،که چیرې سلټ په کې وي هغه ترې ومنځل شي.له 30mm  غټ جغل ونه کارول شي.جغل باید پاک او ښه درجه بندي شوی وي .
10. بانډونه .  . Bands  
لاندې RCC  بانډونه یا کمربند باید ورکول شي.
a) د کرسي لیول  کمربند .
b) سرتاق کمربند 
c) چت کمربند.
d) ګیبل کمربند.
د RCC   کمربند جوړولو لپاره ،ترټولو کم پیړوالی 75mm   دی او لږترلږه  8mm  قطر سره دوه سیخان باید ورکول شي.که چیرې ددیوال  سایز زیات وي نو عمودي او وترې کمربند هم باید ورکول شي.
11. مجهز کول . . Retrofitting  
مجهز کول  په ساده ډول دا معنی لري چې په ساینسي ډول یو ساختمان یا یوه ودانۍ داسې چمتو شي چې د ودانۍ ټول عناصر متحدانه عمل وکړي.په عموم کې دا ترټولو اقتصادي او ارزانه لاره ده چې له مخې یې ودانۍ خوندي کیږي.د مجهز کولو څو میتودونه لاندې ذکر شوي.
a) د بام د ترس نښلول ددیوال له باراکیټ سره .
b) د ترس purlins   بیم ته Bracing   یا حلقه ورکول شۍ .
c) کونجونو کې  زلزله یې  بلټونه ورکول شي.
d) د پیړونو ترمنځ د نښلولو لپاره عمودي سیخان ورکول شي.
12. د موادو ټاکنه. Selection of Materials  
تر خپله وسه غزیدونکي یا Ductile  مواد وکارول شي.لوړې ودانۍ د زلزلې پرمهال غټ مقدار انرشیا منځ ته راوړي نو باید ودانیو کې شیر وال ورکول شي.دا شیر وال باید د ودانۍ دواړه اړخونو ته ورکول شي.
13. د اساس جلا کول .. Base Isolation  
په دې نظریه کې ودانۍ داسې ډیزانیږي چې ودانۍ له ځمکې جلا کیږي.کله چې زلزله کې ځمکه خوځیږي ودانۍ ورسره انرشیا نه تولیدوي.د ودانۍ او ځمکې ترمنځ دا خالیګا کمه وي.دا لوی بحث دی دلته یې ټوله نظریه او ډیزاین تشریح کول سخت دي.
انجنير صاحب محمد فريد عاطف

Related Articles

Oct 16, 2021
4,320 views

د خلکو په زړونو کې ځای داسې پیدا کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنه کې محبوب اوسېدل نږدې ټول انسانان خوښوي. هر انسان غواړي، چې پخپله ټولنه کې منلی شخص اوسي او خلک یې احترام وکړي؛ مګر ډېر کم خلک پوهېږي، چې څنګه د نورو په زړونو کې ځای پیدا کړي او خلکو ته ګران اوسي. ددې چارې لپاره ځينې مطلق...

Apr 27, 2021
1,958 views

هرچند دیرهنگام و مزرورانه - قسمت دوم

سرحد طویل، حتی یک فرقه ی عسکری خود را هم مستقر سازیم و همین کار به ما موقع می دهد تا مصارف قوایی را که معمولاً در سرحدات مشترک، تعبیه می شود، به صورت کمک های اقتصادی و تخنیکی، به دوستان خود عرضه نماییم.» (همان، ص 102) «دهه ی هفتاد میلادی(دهه ی پنجاه...

Jul 16, 2023
1,813 views

وردګو ولايت شاعران - منوګراف

د پيل خبرې   که څه هم پښتو ژبه د لرغونو اثارو په برخه کې له تحریري اړخه ډيره بډایه نه ده، او یوازینی لامل یې هم ښايي دا وي چې په پخوانیو وختونو کې زموږ په هېواد کې لوستي کسان ډېر لږ او په ډېرو سیمو کې ان دنشت په حساب وو، خو سره له دې هم موږ دهېواد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,275 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,031 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,714 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...