To start downloading books,
please sign in or create an account.

Sign in Create an account
اسلامې معلومات ته وده ورکړی

اسلامې معلومات ته وده ورکړی

457
Faridon Delsoz Niazai
2023-07-16 19:21:16

خپل اسلامې معلومات ته وده ورکړی:

۱:داصحاف کهف (رض) نومونه ... ایملیخا ،مکسلمینا  ، مرطولس  ،ثیونس، دردونس ،کفاشیطیطوس ،منظنواسیس

۲:ددنیا ملکونه (۲۳۲)دي  په دنیا کې (۳۰۶۰)ژبې دي دځمکي مخ دیارلس ملیارد مربع ده .

۳: دعیسی (ع) نوم په قرآنکریم «۲۶«ذکر شویدي اوپه «۱۳»سورتونوکې .

۴: دقیامت په ورځ «۱۲۰»صفونه وي چې «۸۰»دمحمد (ص) امت وي  او دمحمد (ص) امت به  دحمادون په لقب یادوول کیږې .

۵:ملایکو آدم (ع) او حنظله ته غسلونه ورکړي دې ، 

۶:بیت الهم په فلسطین کې دعیسی (ع) دپیداکیدو مکان وؤ .،

۷: آدم (ع) نه شیان دجنت نه راوړې ؤ (۱)حجرالاسود (۲) دجنت دګلانوورقې(۳)همسا (۴) بیلچه(۵)کودال (۶) صنوبر(۷) سندان (۸)چکش (۹) امبور.

۸: آدم (ع) په سریلنکا کې دنوذ په غره کې وفات شوی ده.

۹):ددمشق په شمال کې د(مغارت آلدم ) په غار کې قابیل هابیل وواژه  .

۱۰: دحضرت ادریس (ع) اصلی نوم اخنوخ ؤ .

۱۱:حضرت آدم (ع) دجمعې په ورځ پیدا شوی ده.         

ترتیب کوونکی : شرف الدین (شرفیار)

۱۲: دحضرت نوح (َع) ۱۰۵۰کاله عمر درلود .

۱۳:دمحمد(ص) او ادریس (ع) ملا قات دمعراج په شپه په چهارم آسمان کې شوي ؤ .

۱۴:دموسی (ع) قد (۱۳) ګزه ؤ اوعمر یی (۱۲۰) کاله ؤ او په قرانکریم کې (۱۷۰) وار نوم یې ذکر شوی ده . او(۷۰۰۰۰) جادوګران دده مقابلې را جمع شوی ؤ.

۱۵:دنعمان (ر ح) په جنازه کې ( ۵۰۰۰۰) کسان ؤ اودخزدان په هدیره کې خاورې ته وسپارل شو.

۱۶: دنوح (ع) کشتی اوږدوالی«۲۰۰» ګزه سوریی (۵۰) ګزه ؤ اوجګوالي  یي  « ۳۰» ګزه ؤ دري طبقې درلود .

۱۷:دحضرت خضر(ع) اصلې نوم « بلیا » اوکنیه یې ابولعباس دي .

۱۸:احمد بن حنبل (رح) په  « ۱۶۴ه) کال په بغداد کې پیدا شو اوپه «۲۴۱ه» کال کې  وفات شو . 

۱۹:هغه اور چې نمرود برابر کا دابراهیم «ع» دسوزولو لپاره جګوالي یې (۳۰)ګزه اوسوریې (۲۰) ګزه ؤ .

۲۰:۲۰۰۰۰«پخوا دآدم (ع) نه جنیات پر دنیا موجودؤ.

۲۱:قابیل چې هابیل وواژه  قابیل ( ۲۵) کلن ؤ اوهابیل (۲۰) کلن ؤ.

۲۲: جرګ چې ملایکې ووینې آواز کوي اوخر چې شیطان وویني آواز کوي .

ترتیب کوونکی : شرف الدین ( شرفیار ) 

 

Recommended Articles