To start downloading books

Please sign in or create an account.

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې

یوې رقابتي دندې ته د شارټ لیست کېدلو لارې چارې
                             
شارټ لیست د ګمارنې او انتخاب  لپاره یو مهم قدم دی چې د ادارو لپاره د کارمندانو د ګمارنې په پروسه کې د پام او اهمیت وړ مرحله تشکیلوي.
د شارټ لیست اصطلاح   یوازې د ګمارنې او استخدام لپاره په کار نه وړل کیږي بلکې دا اصطلاح  د یوې جایزې ، سیاسي چوکۍ او مسابقې لپاره هم کارول کیږي.
  داچې خپله شارټ څه ته وایي، د یو ښه شارټ لیست لپاره کوم کارونه پکار دي . ددې پوښتنو او نورو معلوماتو لپاره به لاندې خپل ځوابونه ولولئ .
زموږ د ټولو شکایت دادی چې ولې هر ځل یوه بست ته اپلای کوو خو شارټ لیست کیږو نه ؟ دا مسله یوازې په هغه ځای او خلکو پورې نه ده تړلې چې  موږ ورته کاندیدیږو بلکې تر ټولو ډیر مسؤلیت موږ ته راجع کیږي تر څو داسې موارد اړونده بست ته چمتو کړو چې لږ تر لږه  د شارټ لیست په توګه خو د منلو وړ وي .
د نه شارټ لیست کېدو ځېنې مسلې داسې دي چې هغه موږ پورې مربوط کیږي چې کولی یې شو په اسانۍ یې حل کړو او ځان د شارټ لیست  تر مرحلې ورسوو چې وروسته په همدې لېکنه کې ځېنې مهمې لارښوونې ذکر شي . 
بله برخه هغه مسایل دي چې زموږ په لاس کې نه دي او نه هم موږ پورې اړیکه لري لکه د هېواد سیاسي ثبات ، امنیت ، اداري فساد ، تبعیض ، د ګمارنې په پروسه کې قانوني خنډونه ( په ځانګړې ډول د نوو  فارغانو لپاره د کاري تجربې د نه لرلو له امله ) او د ګمارنې جذب کموالی یې یادولی شو .
د شارټ لیست لپاره تر ټولو لومړی قدم چې باید یې په خورا دقت واخلو هغه د یوې غوره او منل شوې خلص سوانح یا cv  وړاندې کول دي پدې لېکنه کې به هم زیات دې برخې ته تم شو.
زموږ ځوانان تر اوسه لا هم په نوې او عصري بڼه د cv  د چمتو کولو په اړه  پوهاوې نه لري او نه هم له هغه معاصرو لارو چارو استفاده کوي چې د یو کاندید د شارټ لیست کېدو امکانات ډیروي او حتمي خبره ده چې یو بست ته زموږ د نه شارټ لیست کېدو ډیره ملامتیا زموږ په غاړه ده او موږ یې مسؤل یو.
تل باید هغه ټکي چې د شارټ لیست کېدو لامل ګرځي په پام کې ونیسو تاسې به هم ډیر خلک لېدلي وي چې کله د یوه بست لپاره خپله cv راوړي نو له زیاتو تخنیکي او مسلکي نیمګړتیاوو سره مل وي ډیری وخت له داسې حالت سره مخامخ کیږو چې په چاپ شوې cv کې په قلم باندې لېکل شوي وي او یا هم د قلم په وسیله یو څه ترې وران شوي وي یانې پدې توګه باید ووایو چې زموږ ځوانان دومره هم زحمت نه وباسي چې همدا تیروتنه په کمپیوتر کې اصلاح او بیا یې اصلاح شوې بڼه اړونده ادارې ته وسپاري او بیا شکایت هم کوو چې موږ حتا شارټ لیست کیږو هم نه
 تاسې پدې باور ولرئ چې cv ته د ګمارنې بورډ او غړي څومره په اهمیت قایل دي او ستاسې د ټولو اسنادو او کاري تجربې په اړه فقط ستاسې د cv تر ځغلنده نظرلیدلو وروسته  ستاسې په اړه قضاوت کولی شي چې دا پروسه شاید تر یوې دقیقې زیاته نه شي .
Cv ده چې موږ ته د شارټ لیست کېدو زمینه برابروي یانې که ووایو چې زموږ خلص سوانح زموږ د شارټ لیست کېدو لپاره د یوې کیلي حیثیت لري نو مبالغه به مو نه وي کړې.
که چیرته مو په cv کې هغه توانايي او استعداد چې تاسې یې لرئ نه وي لیکلي او دا چاره مو بابیزه ګڼلي وي نو حتما او حتما به نه شارټ لیست کیږئ ځکه چې ادارې ستاسې د cv له مخې قضاوت کوي پدې مانا چې cv زموږ نماینده ګي کوي ځکه چې موږ خو هلته فزیکي شتون نه لرو نو همدا cv  زموږ په اړه نورو ته خبرې کوي نو معلومه شوه چې د cv سم جوړښت څومره موثر او ګټور دی . ؟
تعریف : شارټ لیست  د کاندیدانو له هغه نهایي شوي او له ستر لیست څخه را کم شوي  کوچني لیست ته ویل کیږي چې د ادارې د یو بست ، یوې جایزې ، یو سیاسي چوکۍ او بالااخره یوه مسؤلیت لپاره لیکلې پریکړه او سند ارایه کړي.
یاهم د ګمارنې نورې برخو ته د کاندیدانو معرفي کولو  نهایي شوي لیست څخه عبارت دی .
څنګه یوه رقابتي بست ته شارټ لیست شو ؟
مهمه خبره داده چې ، څنګه یوه رقابتي بست ته شارټ لیست شو لاندې ځینې لارښوونې راسره مرسته کوي تر څو لږ تر لږه شارټ او د ګمارنې نورو پروسو ته لاره پیدا کړو .
۱ : د cv  فارمټ ، اکاډیمیکه ژبه  ، ګرامري برخه ، ډیزاین او کم سایز ستاسې د شارټ لیست کېدو سبب ګرځي لومړی له همدې برخې ځان مطمین او بیا یې نور موارد پکې ځای پر ځای کړئ د   cv زیات حجم د ګمارونکو لپاره خسته کن تمامیږي لدې باید ځان وساتل شي .
۲ : خپله cv مو همیشه اپډیټ  وساتئ د دندې لایحې او غوښتنو مطابق مو خپله cv  نوې او بیا یې ولیږې په یاد ولرئ چې په خپله cv کې له دروغو او بې ځایه خبرو له راوړلو ځان وساتئ چې دا چاره نه یوازې ستاسې د نه شارټ لیست کېدو سبب ګرځي بلکې ستاسې شخصیت ته هم صدمه رسوي او بدنامیږئ .
۳ : کاري تجربه : لومړی او تر ټولو بیخي لازمي ټکی چې باید په cv کې ځای پر ځای شي هغه د کاري تجربې یادونه ده
د بشري سرچینو ځیرک مدیران لکه د یوه شکاري په څېر همدې ته متوجه وي او تل د کاري تجربې سرلیک ته خپلې سترګې ځېر کوي او همدا برخه په خورا دقت ګوري او بیا پریکړه کوي ددې سره باید د همدې دندې د پېل او پای نیټه ذکر کول هم له یاده مه وباسئ ځکه شارټ لیست کوونکي ستاسې د کاري تجربې موده حسابوي او بیا مو په اړه پریکړه کوي .
۴ : مخکې له دې چې یوه بست ته اپلای وکړئ نو لازمه ده چې د همدې بست په اړه پوره معلومات ترلاسه کړئ  او بیا ورته د همدې دندې مطابق خپله cv جوړه کړئ ډیر کله د سمو معلوماتو د نه لرلو له امله تیروتنه کیږي د بېلګې په ډول که ادارې غوښتلې وي چې دې بست ته یوازې ښځینه اپلای کولی شي نو نارینه دې بیا ځان نه په عذابوي ځکه که هر څومره هم دا په خپلې خلص سوانح خواري وکړي نو هلته ورته یو لمیټ یا حد ټاکل شوی دی او دا نه شي شارټ لیست کیدای
بل ډیر کله د دندې ځای هم موږ نه ګورو بس ورته اپلای کوو چې دا چاره هم زموږ کارونو کې خنډونه را پیدا کوي
خپله cv داسې ډیزاین کړئ چې څه د ګمارونکو غوښتنه وي د بېلګې په ډول په یوه اداره کې  top level  ( لومړي درجه بستونه ) لپاره یو کارمند ګماري ددې لپاره خپله کاري ساحه مشخص کړي وي او دایې ذکر کړي وي چې باید داسې یو کس وي چې ژر او په سمه توګه تصمیم نیونه وکړای شي نو که چیرته همدي ټکي سره په مطابقت تاسې د خپلو ځانګړنو په لیست کې خپل ځان یو ښه فیصله کن (good decision maker  ) ولیکئ نو تاسې به شارټ لیست کوونکو ته ځان وریاد کړی وي او معلومه ده چې هغوی به ددې ټکي په نظر کې نیولو سره تاسې شارټ لیست کوي.
یا هم که چیرته د دندې لایحه کې غوښتنه شوې وي چې کاندید باید داسې یو څوک وي چې د خپل مسلک سره تر څنګ یا هم تر خپل ټاکلي وخت مخکې یا وروسته هم د کار کولو حوصله او وړ تیا ولري نو همدا ټکی ورته ولیکئ چې د خپل مسلک تر څنګ یا هم د خپل ټاکل شوي وخت څخه  مخکې او وروسته هم  د کار کولو حوصله لرم نو دا خبره به  شارټ لیست کوونکو ته یوه خوږه مړۍ وي او تاسې به حتمي شارټ لیست کوي  پدې مانا چې د اړونده بست ټول مشخصات او ددندې لایحې تر کتلو وروسته مو خپل مهارتونه او لاسته راوړنې  cv کې یې ځای پر ځای کړئ ځکه ستاسې د مهارتونو له مخې تاسې سره برخورد کیږي . 
ددې ټولو تر څنګ په خپله cv کې د خپلو لاسته راوړنو لکه د مډالونو ، جوایزو ، ستاینلیکونو ، علمي مقالو او کتابونو چې تاسې چاپ کړیدي ذکر وکړئ خو د خپلې cv سره ددې اسنادو ضیم کول نه دي پکار البته که یې غوښتنه شوي وي بیا دې ورسره ضیم کړل شي.
۵ : وروستۍ مرحله د خپلې cv د لېږلو مرحله ده چې باید لېږلو په ډول یې ځان پوه کړو چې ایا cv د ایمیل له لارې لیږل کیږي ؟ د خلص سوانح د لیږو فارمټ کوم ډول غوښتل شوی ( PDF  یا  Word  ) کوم مشخص ایمیل ادرس لري کنه لاس په لاس اړونده ادارې ته ور وړل کیږي  او سپارل کیږي ؟  چې دا وروستۍ لاره د cv خپل ځای ته د رسېدلو مطمینه او ګټوره لاره خو د لرې ځایونو خلکو لپاره دا ستونزمنه او سخته ده چې یوازې د یوې cv د سپارلو لپاره دې سفر وکړي او زحمت دې وباسي البته د انټرنیټ له لارې د cv لیږلو له پروسې باید ځان مطمین کړو چې ایا زموږ لیږل شوې cv تر لاسه شوې ده یا نه ؟
پایله  
خو یو څوک بیاهم پوښتي چې دا پورتنۍ سپارښتنې مې عملي کړې وې ، د دندې لایحې مطابق مې خپله cv هم برابره کړې وه خو بیا هم ولې شارټ لیست نه شوم ؟ لکه پورته مو چې ذکر کړې ول چې د نه شارټ لیست کېدو زیات لاملونه دي چې خپله له کاندیده نیولې د هېواد د سیاسې اوضاع او اقتصادي او تجارتي مواردو پورې ددې سبب ګرځي چې شارټ لیست نه شو یانې د ادارو د جذب ظرفیت کموالی او د کاندیدانو زیاتوالی ، یوه بست ته د زیاتو کسانو اپلای ، په اداره کې د مسلکي کسانو نه شتون ، د ژبني ، قومي او سمتي مسایلو شتون ددې سبب ګرځي چې وړ کسان هم شارټ لیست نه شي او همداسې بې سرنوشته پاتې شي .
خو مهمه خبره داده چې موږ د خپل ځان د نه شارټ لیست کېدو لاملونه پیدا کړو چې ولې دې دندې ته شارټ لیست نه شو تر څو په راتلونکي کې مو هغه ټکې اصلاح کړي وي او بیا د یوې بلې دندې لپاره د cv تر لیږلو مخکې اصلاح شوې بڼه یې له ځان سره ولرو .
یو بل ټکی چې ډیر د پام وړ دی هغه دادی چې ځینې ادارې د خلص سوانحو سره د درخواستۍ فورم     ( CBRForm   ) هم غواړي او د کاندیدانو لپاره یې وړاندې کوي  چې کاندیدان یې باید په خورا دقت خانه پری کړي که چیرته cv هم درسته وي خو غوښتل شوې فورمه سمه نه وي ډکه شوې ، مسلکي او تخینکي ستونزې ولري نو بیا مو هم د شارټ لیست کېدو امکان کم دی .
پورته مو د cv ذکر زیات وکړ یانې له cv سره مل خپل تعلیمي ، تحصیلي ، کاري تجربې ، لاسته راوړنې ، مالیه فورم ( TIN form  ) او  ستاینلیکونه هم هومره د اهمیت وړ دي څومره چې cv ده .

 

لیکنه:  امین ستانکزی

په نښه کوونکی:فریدون نیازی


https://nawakhtgar.com/2021/02/10/%db%8c%d9%88-%d8%b1%d9%82%d8%a7%d8%a8%d8%aa%d9%8a-%d8%af%d9%86%d8%af%db%90-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%b4%d8%a7%d8%b1%d9%bc-%d9%84%db%8c%d8%b3%d8%aa-%da%a9%db%90%d8%af%d9%84%d9%88-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90/

Related Articles

Emancipation of Muslim Women in the Soviet Union

Shamsuddin AminCentral Asian Studies InstituteDecember 2021Bishkek, Kyrgyzstan Emancipation of Muslim Women in the Soviet Union The Bolshevik revolution of 1917 had fundamental impacts on the socio-economic status of the Central Asian people. One of the main changes the people of Central Asia experienced was the so-called emancipation of women. I...

راځئ له یوارنیمو مو خبر کړم

راځئ له یوارنیمو مو خبر کړمد یوارنیمو نوم د اورانوس سیارې له نامه څخه اخیستل شوی چې د یورانیمو له کشف څخه اته کاله مخکې کشف شوې وه. یورانیم د لمړي ځل لپاره د یوه آلماني کیمیاپوه لخوا په ۱۷۸۹ زیږدیز کال کې کشف شول، دا یورانیم دپخواني بوهیما یا اوسني چک هیواد د سپینوزرو له کان څخه لاس ته راغلي وؤ. یوارانیم د لمړي ځل لپاره په ۱۸۴۱ زیږدیز کال کې د فران...

اتمانخېل او د مېلمه ننګ .

تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سره دڅوکې لپاره په لاس ېو کولو هرڅه اوبائلل.په کال 1779 کښې د تېمور شاه خلاف په کورنۍ کښې د مرګ ېوه هڅ...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...