To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه

ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه

250
Faridon Delsoz Niazai
2023-11-05 07:37:02

ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه Types of Plaster for Building and their application
پلستر دودانیو د زینتي وروستیو او بشپړونکو کارونو(finishing work) له ډلې شمیرل کیږي چې دیوالونو او چتوتو ته دښه ښکاره کیدو ،ښویه کیدو او لاخوندیتوب لپاره ورکول کیږي.د پلستر په پروسو کې لومړی د خښتو یا بلاکونو په سطحه لامده مواد شیندل کیږي او بیا د ځانګړو او مناسبو وسایلو په کارولو سره سطحه همواره کیږي څو یوه همواره او سخته سطحه ترلاسه شي .پلستر په اصل کې انګلیسي کلمه ده چې د ودانی د دننه موادو په مانا ده .پلستر د ډیرو لرغونو زمانو راهیسي انسانانو د ودانۍ د ښکلا لپاره کارولی دی .د لرغون پیژندونکو د موندنو له مخې د پلستر ترټولو زړه نښه د منځني ختیځ د اردن هیواد په عین الغزل کې موندل شوې چې ترې څرګندیږي د هغه ځای خلکو 7500 کاله له میلاد وړاندې چونه او ځنی نور مواد سره ګډول او ددیوالونو مخونه به یی پرې هموار ول او ښکلي کول.ځینو سیمو کې خلکو هغه وخت پلستر pargeting په نوم یادوه او ځینو نورو بیا Scagliola باله چې دا ټول د ښایست په مانا دي .
په ټوله کې پلستر د لاندې موخو لپاره کاریږي .
دننۍ سطحې د اتوموسفیر له اغیزو خوندې شي او د دننه سطحې ته دباراني اوبو د ننوتو مخه ونیول شي .
سطحې همواره شي چې د ګرد او خیرن والی کیناستو مخه ډپ شي .
سطحه ښایسته ښکاره شي
دمضره حشراتو(vermin) د ځالې جوړولو مخه ونیول شي .
په سطحه کې د خراب کار امله پیدا شوي عیبونه پټ شي
پلستر معمولا یو ،دوه یا هم درې پوخه(Coat) وي چې سطحې ته په کتو سره برابریږي .ځینو سطحو یو پوخ ځینو ته دوه او ځینو درې پوخه په پام کې نیول کیږي .یو پوخ لرونکی پلستر معمولا ارزان بیه ساختمانونو کاریږي .خښتې او بلاکي ودانیو ته له یو تر درې پوخونو پورې نیول کیږي .په داسې حال کې چې د تیږو سطحې باید لږ ترلږه دوه پوخه پلستر ورکول شي .ترټولو لومړي پوخ ته لاندې پوخ (undercoat) یا rendering coat وايي .دا پوخ ډیر مهم دی او ډیرکندې او عیبونه پټوي ځکه نو ددې پیړوالی باید 10mm تر 15mm پورې وي .دویم پوخ ته د صیقل کولو پوخ floating coat وایي ددي پوخ پیړوالی 6-9mm پورې نیول کیږي دریم پوخ یې ورستي او بشپړونکی پوخ) finishing coat) بلل کیږي چې پیړوالی یې 2-3mm پورې وي .کله چې یواځې یو پوخ ورکول په پام کې وي پیړوالی یې تر 12mm پورې نیول کیږي .
ضرور نه ده چې ټول دیوالونو ته دې درې پوخه ورکول شوي هغه دیوالونه چې سطحه یې همواره وي کیدای شي په ددوه پوخونو په ورکولو سره پلستر خو هغه چې غیر منظمي سطحه لري او کندې یې له 3mm زیاتې وي باید لاندې پوخ یا استر ورکول شي .د لاندې پوخ مواد باید لږدانه دار (granular) څو ددیوال سطحې سره ونښلي .
ښه کیفیت لرونکی پلستر څنګه ترلاسه کولی شو؟ How to achieve a good quality Plastering
د ښه کیفیت پلستر ترلاسه کولو لپاره له پلستر کولو وړاندې او د پلستر کولو پروخت باید لاندې ټکو ته پام وشي .
د اوبو پایپونه ،بریښنا لینونه ،د بریښنا بکسونه چیرته چې غوښتل شوي وي کلک بسته او ځای په ځای شي.
په دیوالونو کې پایپونه دومره ژور بسته شي چې پوره پیړوالي سره مساله پرې لپاسه راشي څو پلستر درز ونه کړي .
د پلستر شاته ځمکې او پلستر باید ښه نښتلو په اړه ډاډ ترلاسه شي ،ددې لپاره باید د دیوال په مخ سطحه کې هرډول ګرد او اضافي مواد لرې او سطحه د برس په واسطه پاکه شي .
له پلستر کولو څلورویشت وړاندې باید دیوال سطحه ومنځل شي او په اوبو سره لمده شي .
په دیوال کې له پلستر کولو وړاندې د ګلکارانو په اصطلاح ګوندې ((Bunds په سم ډول ورکول شي .
پلستر کنجونه د سال (plumb bob) په واسطه چک شي .
پلستر شوې سطحه تر 15 ورځو لمده وساتل شي .
کومه سطحه چې پلستر کیږي د هغې تاریخ ولیکل شي څو د اوبو ورکولو وخت کې تیروتنه ونه شي .
د تازه پلستر شوې سطحې پرمخ هر ډول اضافي مساله سمدستي لرې شي .
ددیوال خشت کارۍ ته د اوبو ورکولو مودې له پوره کیدو وروسته باید 7 ورځو انتظار وویستل شي چې وچ او بیا پرې پلستر وشي .په تازه لوند دیوال پلستر کول سم نه دي .
چیرته چې د پلستر غوښتونکی پیړوالی له 15mm زیاتیږي باید په دوه پوخونو کې پلستر شي .
د پلستر په سطحه کې نامنظموالي د مخنیوي لپاره د ددیوال ټول مخ په یو متره پلنه ساحه لیول شوو سطحو وویشل شي او د ټولو لیول وشي .
د پلستر ډولونه . Types of Plaster
پلستر بیلابیل ډول ډلبندی شوی خو دلته زمونږ د ډلبندۍ موخه په هغې کې د کاریدونکو موادو په اساس ده .
لومړی .چونه پلستر . Lime Plaster
د چونې پلستر په مخلوط کې دحجم له مخې یوه برخه شګه له درې برخو چونې سره مخلوط کیږي .دا مخلوط نه یواځې د پلستر د استر یا لاندې پوخ لپاره کاریږي بلکې د وروستي پوخ لپاره هم کاریدای شي .د چونې پلستر له وچیدو وروسته کیدای شي انقباض وکړي نو ځکه په یو مترمربع پلستر کې 5 کیلوګرامه د څارویو ویښته (animal hair)ورسره اچول کیږي څو د انقباض او درز مخه ونیسي .چونه پلستر د لرغونو ودانیو په ترمیم او بیارغونه کې هم کاریدای شي .
دویم .سیمنټ پلستر . Cement Plaster
د پورتلنډ سیمنټو ایروه رنګه پوډر له اوبو سره دحجم له مخې داسې مخلوط کیږي چې یو برخه سیمنټ او له دریو تر څلورو برخو یې وینځل شوې شګه وي .دا سې پلستر په سخته سطحه کې لکه د خښتو دیوال او جلاکوونکو دیوالونو کې کاریږي .معمولا د سیمنټو او شګې مخلوط پلاستیکي وي او ډیر ښه ماهر مزدور ته اړتیاوي چې دا وکاروي نو ځکه پلاستیک سیزر یا هم چونه له مخلوط سره علاوه کیږي .معمولا دداسې علاوه کوونکي نسبت د حجم پراساس یو برخه سیمنټ یو پرڅلور برخه چونه او درې برخې شګه وي او یا هم یوه برخه سیمنټ او څلور برخې شګه له پلاستیک سیزر سره وي .پلاستیک سیزر(Plasticizer) مایع مواد چې له مخلوط سره علاوه کیږي څو پلستر په سطحه ښه خپور شي .
دریم .ګچ پلستر . Gypsum Plaster
کچ په پلستر کې دزیات کاریدونکو موادو له ډلې دي، کوم چې کیدای شي په طبیعي ډول او یا ددویمي تولید په توګه تولید شي . دګچ مهم والی په دې کې دی چې هم د لاندې پوخ ،هم د وروستي پوخ او د چونې او سیمنټ پرځای کاریدای شي .ګچ یو اندازه انبساط خاصیت لري چې دا ډیر مهم ګڼل کیږي ځکه په دې سره د انقباض او درزونو مخه نیول کیږي .د ګچود پلستر بیلابیل ډولونه چې ګچو ته د تودوخې په ورکولو سره تولیدیږي د بیلګې په توګه انهایدرس (anhydrous)ګچ چې ګچو ته په 170 سانتي ګرید تودوخې سره لاس ته راځي ،همداسې هیمي هایدرایټ (hemihydrates) ګچ چې ګچو ته له 170 سانتي ګرید پورته تودوخه کې تولیدیږي .ګچ پلستر د کارولو ځایونو په پام سره نور ډولونه هم لري لکه د چت ګچ پلستر او یا ددیوالونو ګچ پلستر همدارنګه د لاندې پوخ ګچ پلستر ،وروستی پوخ ګچ او یا یو پوخه ګچ پلستر ددې نور ډولونه دي .
دپلستر لپاره د شاته ځمکې سطحې . Background Surfaces for Plaster
د پلسترډول او دکارولو ځای نظر د هغې دیوال یا چت سطحې ته چې پلستر کیږي بیلابیل ډولونه لري .کله چې د خښتو او یا بلاکونو ډکې او زیږې سطحې(rough surface) دیوالونو یاچتونو شاته ځمکې په توګه پلستر کیږي نو هغو یواندازه میخانیکي نښلیدو کیدو (adhesion)خاصیت له ځانه سره لري .میخانیکي کیلي(mechanical keys) کوم چې سخت شوی پلستر تعقبیوي هغه وخت منځ راوړل کیږي چې لاندې شیندل شوی لوند پوخ وچ شي .د میخانیکي کیلي په کارولو سره د سیمنټو نقباض(shrinkage) محدودیږي کوم چې د پلستر مهمه برخه ده .
د ماشین په واسطه پرس شوې یا تخته شوې خښتې له لوړ حجم کثافت او ښویه سطحې په درلودو سره زیاتې اوبه جذبوي او دا به له سطحو سره د کانکریټو په نښلیدو کې لویه مرسته وکړي .د زیات کثافت اوښویه سطحه لرونکو خښتو د اوبو جذب درجه کوم چې د پلستر په نښلیدو کې مرسته کوي suction بلل کیږي چې انجنیران یې مکیشي پیژني .او په عام ډول سکشن دیته وایي چې له یو شي څخه هوا په راکش کولو وباسي لکه ماشومان چې دشیدو څښلو په وخت چوشک ځانته راچوشي.
له سپک وزن لرونکو کانکریټو جوړ بلاکونه د suction لوړه درجه لري کوم چې له سطحې سر د پلسترد یوځای کولو مخنیوی کوي نو ځکه وړاندیز کیږي چې وړاندې له پلستر کولو د اوبو د جذب درجه باید راکمه شې، چې دا کیدای شي په سطحه د اوبو شیندلو له لارې ترلاسه شي .د ټیټ( suction ) لروونکو سطحو د ستونزې کمولو لپاره دوه مختلفې حل لارې شتون لري یوه PVA (polyvinyl acetate) نښلولو اجنټ او دوم پولیمیر نښلولو عامل یا اجنټ .په لومړی میتود کې په سطحه باندې پولیویانایل اسیتیت برس کیږي او او بیا پرې پلستر ورپاشل کیږي PVA چې لاهم سلیښت ناکه وي له سطحې سره پلستر ښه نښلوي .په دې وروستي میتود کې پلستر کیدونکې سطحې ته سلیکایي شګه او پولیمیر مرکب ورکول کیږي کله چې پولیمر وچ د شګې دانې ورسره ښې نښلي.
د ملمع شوو سیخانو دسټاپونو او رجو (galvanized steel beads) ببلابیل ډولونه شته کوم چې په پلستر تخته کې د سیخانو د نیولو او ودرولو لپاره کاریږ ي. رجه د چت او دیوال او وصل نقطه کې او دیته ورته ځایونو کې کاریږي .ملمع شوو سیخانو (Galvanized steel)د سټاپوونکې په توګه ددې لپاره کاریږي چې له نورو موداو سره د پلسترد وصل په برخې ښې ښکاره شي لکه د کړکیو او دروازو او یا دګلکارانو په اصطلاح سکاټن ورکولو (skirting) په وخت اوداسې نور.
لرګین تیرانو او لاړو ته وروستی پلستر ورکول. Plaster Finishes to Timber Joists and Studs
لرګینو سطحو ته پلستر ورکول یو پخوانی او زوړ تخنیک دی کوم چې د چت یا بام د لرګې د سطحې همواراو ښویه کولو لپاره کاریږي . نن سبا ددې پرځای ډير له ګچ پلستر تختې کار اخستل کیږي نو ځکه ډيرو مالوماتو ورکولو ته یې اړتیا نشته. د ګچو پلستر تختې (Gypsum plasterboard)له سختو ګچو جوړې وي کوم چې په دوه درندو ورقو کې ایسار وي څو د لیږد او نصب په وخت له ماتیدو یې مخنیوی وشي .دا په مختلفو پیړوالو سره لکه 0.95cm ،1.25cm ، 1.5cm او 1.9 cm جوړیږي .دا یا د وچ استر په توګه یا هم پلستر د شاه ځمکې په توګه په مختلفو سایزونو سره کاریږي ..د ګچو پلستر په لویه پیمانه په چتونو کې کاریږي .د ګچو پلستر ګټه داده چې دومره قیمته نه دي ،زر نصب کیږي او همدارنګه د اور پروړاندې ښه مقاومت کوي ځکه دا نه سوزي(incombustible).خو سره له دې د اواز کمروزی عایق خاصیت او د حرکت او ټکان پروخت د پلستر په تخته کې درزونه پیداکیدل یې له مهمو نیمګړتیاو (drawbacks) شمیرل کیږي .
سکرټنګ Skirting :
سکرټنګ هغه نرۍ پټۍ (band) ده چې ددیوال بیخ چاپیره ورکول کیږي څو د ضربې په وخت مقاومت وکړي .دا په اصل کې د دیوال او چت د وصل(junction) په برخه کې وي .
د ودانی دننۍ صیقل کاري External Rendering of Buildings.
په عام ډول ،د ودانیو دننه مخ له خښتو او یا کانکریټو څخه وي چې او دومره خوشاحلونکې ښکلا نه لري او نه هم زړه راښکوونکې وي .همدا لامل دی چې دننه مخونو د چونې یا هم سیمنټو او طبیعي شګې د دوه یا درې پوخونو په ورکولو سره بدلیږي او صیقل کیږي .سربیره په ښکلا ددیوال یا چت دننه سطحې ته د اوبو د ننوتو م خه هم نیول کیږي .
د پلستر لپاره د سیمنټو او شګې نسبتونه . Ratio of Cement and Sand for Plastering
د 6mm پیړ پلستر لپاره د سیمنټو او شګې نسبتونه 1:3 او 1:4 دي .معمولا داسې پلستر د اوسپنیزو کانکریټي سطحو لپاره په پام کې نیول کیږي په دې کې دیوالونه او سلبونه راتلای شي پرته له چتونو .
د 12mm پیړ پلستر لپاره د د سیمنټ او شګې نسبت 1:4 وړاندیز کیږي .معمولا دا دیوال د هموار مخ لپاره وي
هغه پلستر چې پیړوالی یې 9mm ،4.5mm او یا هم 15mm وي د سیمنټ او شګې نسبت یې 1:4 وړاندیزکیږي .معمولا داسې پلستر د دیوال د زیږ مخ لپآره وي .
چیرته چې د پلستر پیړوالی 20MM وي د سیمنټو او شګې نسبت یې 1:3 وړاندیزکیږي .معمولا داسې پلستر په دوه پوخونو کې وي او عموما د دیوال عمودي اوبو ضد طبقې(Damp Proof Course) په توګه کاریږي .
هغه پلستر چې سلب لاندې دیوال لپاره 6 mm وړاندیز کیږي د سیمنټو او شګئ نسبت یې 1: ونیول شي .
ځینو سطحو لپاره د سیمنټي پلستر وړاندیز شوی پیړوالی Recommended thickness of Cement Plaster
د خښتو دیوال لپاره 12mm ،15mm او یا 20mm .په دې کې 12mm د هغه خښتي دیوال د سطحې لپاره دی چې همواره وي ،15mm د 9 انچه پیړ دیوال د پلستر لپاره وړاندیز کیږي او 20mm د هغو خښتې دیوالونو د سطحې د پلستر کولو لپاره وړاندیز کیږي چې سطحه یې نسبتا زیږه وي .
د اوسپنزو کانکریټي سطحو لپآره د پلستر پیړوالی 6mm او 10mm وړاندیز کیږي . په دې کې 6mm د عامواوسپنیزکانکریټي سطحو لپاره او 10mm داوسپنزکانکریټو چتونو او بامونو لپاره د پلستر پیړوالی دی .
د باندنیو دیوالونو پلستر باید لږترلږه 20mm پورې پیړوالی ولري .
معمولا ددیوالونو د پسلتر پیړوالي تر 13mm
د چتونو پلستر تر 8mm پورې .د یوالونو پسلتر ځکه پیړ وي چې نسبتا ددیوالونو سطحې ته هموار وي .
نن سبا د یوالونو ته د پسلتر پرځای معمولا خښتې ،نري بلاکونه او یا ښایسته توږل شوې ورکوي څو ښایست یې زیات شي .
کاپي

Faridon Delsoz Niazai
Faridon Delsoz Niazai 7 months ago
Recommended Articles