سيد ادريس سادات

Mian Naseer Ahmad
Mian Naseer Ahmad
Author
1 min read
4,235
سيد ادريس سادات

سيد ادريس سادات

لیکوال: شریف الله معصوم

ادب د احساساتو هغه ژبه ده چې چې د زړه غږ د کاغذ په سپين مخ ثبتوي.

ليکوال د ټولنې د فکر ساتونکی وي او د راتلونکي نسلونو د شعور لارښود وي، له دغو ملغلرو څخه د دې زمانې د ادب پر سرشاره ځمکه راټوکېدلی نوم *سيد ادريس سادات* د پښتو ژبې له اوسنيو معاصرو ليکوالانو څخه يو دی چې پلارنی ټاټوبی *ننګرهار* ولايت *شينوارو* ولسوالۍ *هسکه مينه* ده.

 خو نوموړی په ۱۳۸۲ ھ.ش کال د مهاجرت پرمهال د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې نوشهره ته نژدې په شمشتو کمپ کې په يوه دينداره او علم پروره کورنۍ کې دې ناڅيزه نړۍ ته سترګې وغړولې؛ د امریکايانو د يرغل پر مهال يې بیرته د خپلې کورنۍ سره د مهاجرت له تراخه ژونده پناه راوړه.

 نو تر مهاجرت وروسته د ننګرهار جلال آباد ښار کې مېشت شول. *سيد ادريس سادات* د *سيد شيرين پاچا* زوی د *سيد فضل جان* لمسی لومړنی زده کړې يې په شمشتو کې په (اقرآ ماډل سکول) کې کړي او بيا ورسته کله چې له خپلې کورنۍ سره ننګرهار ته راغی دلته يې دينې زده‌کړې په ۱۳۹۰ ھ.ش کال د جلال آباد ښار په يوه مشوره ديني مدرسه کې چې د( ګمرک جومات) نومېده پيل کړې.

 په ۱۴۰۰ ھ.ش کال کې د همدې مدرسې له خوا ورته د قرآن عظيم شان د حفظ د فضيلت دستار ور په سر شو.

 پاتې زده کړې يې دلته په استقلال ليسه کې سرته رسولي د دولسم ټولګي تر فراغت ورسته د کانکور له لارې د خپلې خوښې مسلک ته د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کې د پښتو ژبې او ادب څانګې ته بریالی شو، چې اوس مهال هم په ياد پوهنځي کې زما ټولګيوال دی.

 نوموړی با وقاره د ښو اخلاقو د لوړ فکر او ښه استعداد خاوند چې هميشه يې د خپلې ټولنې د شعور د راويښولو هڅه کړې ده.

 سادات چې د بې شېمره استعدادونو خاوند دی نو د خپلې علاقې له مخې يې په ننګرهار ملي راډيو او مرام راډیو کې د يو فعال ژورنالست په توکه دندې ترسره کړي دي. سادات د (۲۲) کالو په عمر د (۳۰) آثارو مؤلف دی چې له يادو اثارو څخه يې (۴) آثار چې (بدرنګه) (لوی امپراتور) (ناځوانه نجلۍ) (د پېريانو بادشاه مستند داستان) دی چاپ او خپاره شوي دي.

 او له ناچاپه اثارو يې ځینې دا دي (مسافره پېغله) (برمته شوې مينه) (رنځور خامار) (د محبت زور) (د کلیوالې پېغلې ارمان) او نور.....

 په ليکنو کې يې دينې ، جهادي ، حماسي او عشقې برخې تر سترګو کيږي، دده ادبې ټوټې ، مقالې او لنډې کيسې په بیلابیلو جريدو کې خپرې شوي او لا هم دا لړۍ دوام لري. د (معصوم انجلۍ) په نامه لنډه کيسه چې په اوس وخت کې د علومو اکاډمی زيري جريدي نه خپره شوه.

 همدا راز يوه مقاله چې د (حافظ ګل محمد مرغزی او شاهنامه)تر عنوان لاندې نشر ته ورکړل شوې ده د همدې تر څنګ د ننکرهار اطلاعات کلتور نه دوه لنډې کيسې چې (رحمان بابا او فولکلور) او (رحمان بابا په شعر کې حقیقت او مجاز) تر نامه لاندې خپرې شوې دي.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې محصل!

شاعر او لیکوال: *شریف اللّٰه معصوم*

په درنښت

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
چراخیل کی تاریخ
Urdu
Aug 09, 2026
1,075 views

چراخیل کی تاریخ

چراخیل کی تاریخی و نسلی حیثیت: اتمان خیل کی مندل شاخ سے تعلق چراخیل ایک ایسا خاندان ہے جس کی تاریخی شناخت وقت گزرنے کے ساتھ دھندلا گئی، حالانکہ روایتی شجرہ نسب، مقامی روایات اور قبائلی تسلسل اس بات کی نشاندہی کرتے ہیں کہ ان کا اصل تعلق اتمان خیل قبیل...

Written by Shahid Khan Uthmankhel Read more
لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي
Pashto
Jul 18, 2024
3,618 views
1

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتی...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
Writing talking points
English
Jul 01, 2022
2,575 views

Writing talking points

To be ready for interviews and public speeches, talk points are frequently employed. Making up your own problems makes it easier to appear in public and respond to inquiries from the press and the general public. Describe your goals and message, ple...

Written by Robert Johnson Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,431 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,901 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article