ته ښځه يې، د عزت ساتنه دې وکړه.

Zakir Zalan
Zakir Zalan
Author
1 min read
771
ته ښځه يې، د عزت ساتنه دې وکړه.

که ته نجلی يې او په موبېل دې له هلکانو سره اړيکې جوړې کړې وي، نو دا درته په راتلونکي کې ډېر لوی زيان رسوي.

هلکان زياتره وخت آزاد طبعيته وي او دوی په ډېره ښه طریقه له نجونو سره اړيکې جوړولی شي. ځيني هلکان داسې وي چې تاسره په ډېرو خبرو، مسجونو او زنګونو باندې ډېره ښه، ریښتينې او بریالۍ اړيکه جوړوي او ځيني بیا داسې وي چې ستا د غولولو لپاره هر ډول ممکنه لاره تاته لټوي او په هره موضوع کې دې د ځان تابع کوي.

بیا نو ته مجبوره يې؛ د هلک هرې خبرې او هرې غوښتنې ته چمتو واوسې او په اصتلاح د هغه تعابداره وګرځې.

خو ځيني هلکان بیا داسې وي چې چل او دوکه هیڅکله نه کوي، د هغوی ضمیر ډېر پاک وي او هر وارې چې تاته د خپل زړه خبره کوي نو تا په ريښتيني ډول غواړي او يوازېنی مقصد يې دا وي، چې ته يې ژوند ته راشې، کور یې جوړ کړې او په نکاح سره خپل ځان ورته تسليم کړې. دوی هيڅکله تاته د‌ درواغو وعدې نه درکوي، دوی له خبرو ور هاخوا عمل ته ډېره توجو کوي او هر وخت يې دې ته بېړه وي چې خپله کورنۍ وهڅوي تر څو ستا مرکې ته درشي.

ریښتیني مئينان ستا په مينه ناکو خبرو او مسجونو د زړه ډاډ نه ترلاسه کوي، د هغوی ټوله تلوسه دې ته وي چې تا په خپل څنګ کې وويني او تا د‌ خپل کور په ملکه بدله کړي.

زما ټولو نجونو ته دا پيغام دی؛ چې خپل وخت له هر چاسره مه بربادوئ، هر هلک ته خپل زړه مه سپارئ، د مال او دولت لپاره د هلکانو بې ځايه غوښتنې مه منئ، ته نجلی يې تاته اللّٰه پاک عزت درکړی، د دوه درې ورځو خوشحاليو لپاره خپله ټوله زندګي مه خرابوئ، که رښتیا مو هم زړه غواړي له‌ یو چا سره اړيکه جوړه کړئ، نو کوشش وکړئ چې نکاح ورسره وکړئ او هلک دې ته وهڅوئ ترڅو خپله کورنۍ ستا د لاسته راوړلو لپاره تاسې کره در ولېږي.

که چېرې هم کوم هلک تا خوښوي (مينه درسره لري) او د هغه د واده مناسب وخت و، خو بیا يې هم له تاسره د واده نيت نه درلود، نو پوهه شه چې هغه يوازې له تاسره وخت تېروي او تاته يې د بل څه ګومان کړی دی.

داسې هلکان يوازې تا استعمالوي او په هره ممکنه لاره له تا څخه استعفاده کوي.

په دې هم بايد پوهه شې؛ که تا چېرې له يو چاسره په اړيکه کې خيانت کړی وي، دوکه دې ورکړې وي او داسې يو ځوان دې ځورولی وي، چې د هغه لپاره ته ټوله دنيا وې او غوښتل يې تاسره واده وکړي حتا تر دې پورې چې هغه ته خپلې کورنۍ ته هم معرفي کړې وې خو تا بیا هم رد کړی وي او د داسې يو انسان شا دې نيولي وي، چې هغه يوازې وعدې درکوي او په عمل کې هېڅ وي، نو پوهه شه چې د هغه غلامه شوې يې او په ښکاره ډول دوکه درکوي.

په پای کې بايد دومره ووايم، چې د هرې نجلی او هر هلک لپاره لومړنۍ مينه لومړنۍ آزموينه او موقع وي، دويم ځلي مينه او دويم نفر سره مينه يوازې او يوازې د وخت بربادي او چټي کار وي.

د فِکر پاڼې اډمین: ذاکر ځلان

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
د بالزاک لنډ ژوند لیک
Pashto
Oct 21, 2021
2,296 views

د بالزاک لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړېوالو ادبي څېرو په نوملړ کې "بالزاک" د ځانګړي مقام خاوند. نوموړی په اروپايي ادب کې د ریالېزم ادبي مکتب له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې یې پر ژوند او فن پوه شئ.   بالزاک  په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د...

Written by Riaz Muqamzai Read more
رابطه بین نمبر سیخ و قطر سیخ
Pashto
Jan 22, 2024
3,604 views

رابطه بین نمبر سیخ و قطر سیخ

رابطه بین نمبر سیخ و قطر سیخ: (Relation between steel bar # and diameter): دوستان عزیز شما میدانید که در بعضی سیستم ها به طور مثال در سیستم امریکایی سیخ به علامت نمبر (#) مشخص میکند و به قطر نشان نمیدهد که در این حالت دانستن رابطه بین نمبر سیخ و قطر...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ
Pashto
Sep 09, 2021
3,832 views

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل ک...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,427 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,900 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article