کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 28, 2020
5 years ago
4,583 views
کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

کېدای شي د ډېرو خلکو په څېر له تاسو سره هم دا پوښتنه وي، چې د سترګو نظر څنګه پياوړی کېږي؟ او کوم خواړه باید وخورو؟ د سترګو د دید (نظر) له پياوړتيا سره د خوړو اړیکه واضحه ده. تاسو کولای شئ له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې له ویټامينونو څخه ډک وي. همدارنګه د ګازرو، مڼو او ځينې نورو مېوو اوبه هم ستاسو د سترګو په سلامتيا کې ګټور ثابتېږي.
 د نظر ستونزه اکثراً جينيټيکي وي. د هغو خوړو په خوراک سره چې له ويټامينونو ډک وي تر یوه بريده دغه مشکل حل کېدای شي. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې داسې ويټامينونه او مغذي مواد در وپېژنو چې ستاسو د سترګو نظر پياوړی کوي. 

 ۱.ويټامين سي
 ويټامين سي (C) کولای شي آزاد راډيکلونه له خرابېدو څخه وژغوري او د سلولونو حفاظت هم کوي. له همدې کبله د سترګو ستونزې کموي او د نظر د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور ثابتېږي. همدارنګه د سترګو په عدسو کې په پرېمانه اندازه ويټامين سي شته، چې د ړندېدو خطر کموي.
 دغه ويټامين په ګڼو مېوو او سبزیجاتو کې پيدا کېږي. پرته له دې چې د اوکسيدان ضد خاصیت لري، د بدن آسید فولیک او اوسپنه هم بشپړوي. دغه ويټامين په مالټه، لېمو، توت زميني، هندواڼه، کېوي او ځينې نورو کې ډېر زیات تر سترګو کېږي. کولای شئ له همدې مېوو مناسبه ګټه واخلئ. 

 ۲. ويټامين E
 ويټامين e هم آنټي اکسيدان دی او د آزادو راډيکالونو به مقابل کې ښه محافظ هم کېدای شي. دغه ويټامين د سترګو حجرې ترميموي او د بیا فعاليت قوت ورکوي. همدارنګه د سلولونو د التهاب او تخریب مخه نیسي. ددې ويټامين د ترلاسه کولو لپاره د زيتونو له غوړو ګټه واخلئ.
 ددې ترڅنګ تاسو کولای شئ يو ډول خوندور څښاک هم چمتو کړئ، تر څو ستاسو د سترګو ديد پپاوړی کړي. همدارنګه د ويټامينونو په برخه کې ويټامين A او امګا۳ د هېرولو نه دي.

 د ګازرې، مڼې او پالکو جوس
 دغه څښاک د سترګو د نظر ترڅنګ ويښتانو، غاښونو او د بدن پوستکي لپاره ډېر ګټور دي. د سهار په وخت کې يې څښل ډېره ګټه لري، چې د بدن د اړتيا وړ ويټامينونه پوره کوي. 

 د اړتيا وړ توکي
 ـ یوه ګازره
 ـ یوه مڼه
 ـ درې پاڼې تازه پالک
 ـ د غنمو دانې یوه کاشوغه
 ـ یو ګيلاس پاکې اوبه

 د چمتو کولو طریقه
 لومړی باید ګازره، مڼه او پالک پرېمينځئ. د مڼې زړي لرې کړئ. ټول په میسکر کې واچوئ. ورپسې اوبه د غنمو دانې هم ګډ کړئ. د څو دقیقو لپاره پرېږدئ چې ښه سره ګډ شی. کله چې چمتو شول ویې څښئ. کوښښ وکړئ دا څښاک په سهار کې چمتو کړئ چې سم او ژر اغېز وکړي

Related Articles

Dec 09, 2020
3,110 views

د بریالیتوب رازونه!

هر څوک غواړي بریالې اوسې، دا ډیره ښه او عالې هیله ده، دغه هیلي ته رسیدل کوم نابغه توب، جادو، منتر یا معجزه نه غواړي، یوازې یو څه زحمت او د یو څو ساده کارونو ترسره کول غواړي. دلته په څو هغه لارو چارو غږیږو که عملې شي د بریالیتوب تضمین مو کیدلی شې:...

Jan 13, 2021
3,605 views

د کتاب اخیستلو پر مهال باید کوم ټکي په پام کې ونيسو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی که تاسو هم له مطالعې سره علاقه لرئ او یا هم هره ورځ مطالعه کوئ، نو حتما به د کتاب اخيستلو پر مهال له ځينو پوښتنو سره مخ شوي یئ. مثلا: کوم کتاب واخلم؟ چېرته یې واخلم او ورته نورې پوښتنې به مو ذهن ته درغلي وي. دا ډېره ښه خبره ده او...

Nov 03, 2021
5,086 views

د اسفرزه (سپغولو) روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ وړانګه اکبر  سپغول د پلانټاګو د کورنۍ بوټي د سریښناکې مادې د تولید لپاره کارول کېږي. سپېغول (psyllium) ډېری وخت د قبضیت او منځنۍ کچې اسهال لپاره د غذایي فایبر په حیث استعمالېږي او کله کله د ډکو بولو د کلکولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د p...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,258 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,283 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,436 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...