د اسفرزه (سپغولو) روغتيايي ګټې
2,416
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-11-03 20:54:20
ژباړه ـ وړانګه اکبر
سپغول د پلانټاګو د کورنۍ بوټي د سریښناکې مادې د تولید لپاره کارول کېږي. سپېغول (psyllium) ډېری وخت د قبضیت او منځنۍ کچې اسهال لپاره د غذایي فایبر په حیث استعمالېږي او کله کله د ډکو بولو د کلکولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د psyllium سره معمولا د حساسیت پېښې هم مله وي. هغه وګړي چې د وینې لوړه اندازه کولسټرول لري که چېرې په خپل غذایي رژیم کې تر درېیو اوونیو پورې له سپېغول څخه کار واخلي د وینې د کلېسټرول په کمولو کې ونډه لري او هغه کسان چې د شکرې یا diabetes د دویم ډول لرونکې دي په دوی کې د وینې بوره یا ګلوکوز ښکته کوي. که چېرې سپېغول تر اوږد وخت لکه میاشتو پورې وکارول شي د وینې د سيسټولیک فشار په کمولو کې هم برخه اخلي. د سپېغولو بوټی ډېری په هغه سیمو کې چې وچ او سوړ اقلیم ولري ښه حاصل ورکوي خو په شمالي هندوستان کې هم کرل کېږي او حاصل ورکوي.
د استعمال ځایونه
خواړه: سپېغول (psyllium) د آیسکریم د کلکولو یا د ایسکریم د قوام د کلکولو لپاره کارول کېږي. ځینې داسې نور غذایي توکي هم شته چې د قوام د کلکولو لپاره یې له سپېغول یا د سپېغول له پوستکي کار اخیستل کېږي.
د انسان روغتیا: سپېغول په اصل کې دیوې چسپناکې مادې او د حل وړ غذایي فایبر په توګه کارول کېږي. کوم چې د وړو کولمو په واسطه نه جذبېږي. د سپېغول خالص میخانیکي عمل داسې دی، چې هغه اضافه اوبه یا مایعات چې د نارمل تغوط په وخت کې تنبه کېږي هغه جذب کړي. دې ته ورته دا درمل د "laxative" په ډول هم کارول کېږي. دا "Laxative" هغه درمل دي چې د قبضیت په له منځه وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي؛ نو داسې ویلای شو چې "psyllium" د قبضیت او اسهال دواړو په درملنه کې کارولای شو. د psyllium لکزیټیف ځانګړنې فایبر ته نسبت ورکول کېږي چې اوبه جذبوي او وروسته د ډکو متیازو د نرمېدو لامل ګرځي په ځینو پېښو کې د ګاز د زیاتوالي سبب هم ګرځي.
دوینې لوړه اندازه کولېسټرول: کلینیکي څېړنې داسې څرګندوي چې که د psyllium اووه ګرامه او یا له اووه ګرامه څخه لږه اندازه زیات د ورځې له خوا واخیستل شي نو د وینې د کولېسټرول او د low density lipo protein په کموالي کې رول لري. که چېرې کولېسټرول اوlow density lipo protein په وینه کې لوړ وي نو د زړه د اکلیلي سرو رګونو د ناروغیو لامل کېږي.
د ډیابېټ یا شکرې په ۲ ډول کې: د سپېغولو پوستکی کېدای شي د هغو ناروغانو لپاره چې د ډیابټ دویم ډول لري یوه ممکنه روغتیايي حل لاره وي ځکه دا درمل د دویم ډول ډیابیټ د خطري فکتورونو په کمولو کې رول لري.
د وترنري درملو په موخه: د psyllium غذایي فایبر کېدای شي چې د وترنرۍ په درملو کې هم ورکارول شي تر څو په آسونو کې د sand impaction درملنه ترسره شي.
د سپېغول زیانونه یا اړخیزې اغېزې
- که چېرې سپېغول د کافي اندازه اوبو سره و نه کارول شي نو د ډکو میتیازو د بندېدو او قبضیت سبب ګرځي.
- دا درمل شونې ده چې په کولمو کې دګاز د زیاتوالي لامل وګرځي.
تر ټولو خطري اغېزه یې چې د کولمو بندوالی او د ستوني غلیظ کېدل دي هغه وخت رامنځته کېږي چې پرته له اوبو وکارول شي. - سپېغول کېدای شي چې د حساسیت یا الرژي لامل شي یا کېدای شي چې د یو قوي انشاق شوي الرژن په توګه عمل ترسره کړي چې د سابندښت یا استما سبب شي. هغه ناروغان چې د سپېغولو له امله ورته حساسیت پېدا شوی ۱۳.۸ سلنه یې د IGE انټي باډي له حساس کېدو سره مخ شوي وو او ۸.۶ سلنه یې د سپېغولو سره کلینیکي الرژي ښودلې وه. هغه کارګران چې د سپېغولو له تولید سره تړلی کار ترسره کوي په هغو کې د IGE انټي باډي حساس کېدل او د ساه بندښت نښې لیدل شوي.