په خپله خوښه واده کول!

Zakir Mangal
Zakir Mangal
Author
1 min read
818
په خپله خوښه واده کول!

لومړی خو څوک مئین ته په دې ټولنه کې خپله معشوقه نه ورکوي، بیا يې چې ورکوي، نو دومره لوی ولور پرې ږدي، چې هلک مجبور دی چې يا له نجلی لاس واخلي او يا هم د همدې ولور (پيسو) پرې کولو لپاره سختو مزدوريو ته ملا وتړي او يا هم له وطنه ووځي او مسافرۍ ته غاړه کېږدي.

هغوی چې په قاچاکي لارو نورو هیوادونو ته ورسېږي خو ډېره ښه ده، خو ځيني پکې داسې وي، چې په لارو کې د ځناورو خوراک شي او خپل ژوند له لاسه ورکړي.

څه فائده چې پلار لور د خرڅولو لپاره وزېږوي؟ لويه يې کړي، وی روزي او بیا يې خرڅوي؟

خو هاغه وخت کې يې ولې نه خرڅوي، چې تازه پيدا شوې وي؟

دې ته نو څه اړتيا!؟ چې کلونه کلونه يې کور کې را لويه کړې او په اخیر کې دومره ولور پرې کېږدې، چې مقابله کورنۍ يې د پرې کولو توان ونه لري او لور دې له خوشحاليو محرومه کړې؟

زه هم پوهېږم؛ د هيچا نه خوښېږي، چې لور يې په خپله انتخاب وکړي او ځانته خاوند په خپله غوره کړي يا، دې بل څوک ستا لور خوښه کړي او بیا يې وغواړي درنه.

دغه وخت کې موږ ته عزت او ناموس را په زړه شي، چې الله پلانکي زما لور خوښه کړې يا مې لور هلک خوښ کړی دی! دا خو سپين سترګي ده او دې ته ورته راته شیطان سل نورې وسوسې او ګنګوسې ذهن کې راته اچوي.

د دې موضوع د حل تر ټولو ښه لاره دا ده؛ چې زامنو ته مو په وخت ودونه وکړئ او لورګانو باندې لوړې ولورې مه ږدئ او که چېرې ستاسې زوی په خپله خوښه نجلی انتخاب کړې وه او غوښتل يې ژوند ورسره جوړ کړي، نو د نجلی او د کورنۍ یې ښه پلټنه وکړئ او له هغې وروسته د نجلی مرکه وکړئ او په عزت سره يې په شرعي احکامو ترې وغواړئ.

همداسې بايد د لور ټاکنې ته درناوی وکړئ؛ څوک يې چې خوښ وي، نو ظلم او جبر پرې مه کوئ، د هلک د کورنۍ او په خپله د هلک ښه پېژندنه وکړئ او له هغې وروسته ورته خپله لور په شرعي احکامو ورکړئ.

له دې کار سره به هم اللّٰه جل جلاله راضي وي، هم به نجلۍ خوښه وي، هم به هلک خوشحاله وي او هم به دواړه کورنۍ د خوشحالۍ او څو کالۍ په فضا کې اړيکې پالي.

ذاکر ځلان (د فکر پاڼې ليکوال)

1 Comment

Sign in to leave a comment.

Atiqullah Bashir zoi
Atiqullah Bashir zoi 4 weeks ago

☺☺

Related Articles

3 articles
په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت
Pashto
Dec 10, 2023
1,387 views

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت په ساختمان کې د خوندیتوب د مدیریت په موخه لاندې موارد په نظر کې نیول ډیر اړین دي. • په ټولو حالاتو کې باید پاملرنه او ستانه ( House Keeping ) په ښه توګه ترسره شي. • محافظوي خولۍ، بوټان، کمربندونه او عینکې باید کاریګرو...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
مار چیچل بیړنی حالت
Pashto
Jan 17, 2024
2,576 views

مار چیچل بیړنی حالت

د مار چيچل:په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتياي...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
مينه او عشق؛ توپيرونه يې څه دي؟
Pashto
Jan 07, 2021
5,508 views

مينه او عشق؛ توپيرونه يې څه دي؟

ليکنه ـ خالقداد همت  راشئ دې پوښتنې ته دقيق ځواب ولټوو چې مينه څه ده او منشا يې چېرې ده؟ زړه، دماغ، روح او که شهوت؟ د مينې په اړه فيلسوفان بېل تعريف لري، عارفان ورته بېل تعريف لري، شاعران بېل او پيغمبران "ع" بېل. آيا کله مو فکر کړی چې يوه مور تنور ت...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,428 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,901 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article