د آزادۍ زړورې ازانګې او بلې ډېوي!

Mohabat MAKHKASH
Mohabat MAKHKASH
Author
1 min read
749
د آزادۍ زړورې ازانګې او بلې ډېوي!

ازادۍ ته نذرانه شوي جوهري وجودونه، ټوټې او سوځيدلي غوښې ئې چې د برتو لخړن بوی پکې نغښتی ؤ، د قربانۍ په قدمونو کې ئې د آزادۍ زړورې ازانګې راوړي، د ظلم څخه د خلاصون لار مو وموندله چې ډېر نازولي سورتونه پرې وټوکيدل خو د ځان سره ئې د ازادۍ زمزمه شوي ځوان نسل ته زرين تاريخ پرېښود او دا د سکروټو په سرونو د مزل نتيجه چې د اېسار سيوری له آسمانه د خواږه او خوندور آرمان په لاسته راوړنې؛ وا ارزيده د تورتم په تيارو کې نغښتلي تر رڼاګانو کلي راغلل... هغه پلارونه او مورګانې چې دلته د خپلواکۍ په لار کې ړنګ قامتونو ته اوس هم د کور دروازې خلاصيدو ته انتظار دي، لطفاً ورسره مرسته وکړئ او د خپل ورک شوي بچې تشه که نه ډکيده ضرورت ئې ورپوره کړی چې د مجاهد مور او پلار د بيوسۍ او لاس نيوي خلاص شي، د خپلو ځانونو په ټوټو کې ورک شوي او تللي ياران له ياده مه باسئ! هغه کارونه چې د مجاهد په جامه کې د جهاد په ډګر کې ترسره کېږي له هغې سوی استفاده مکوئ! فکرونه ورغوئ او د ځان تصفيه وکړی له ناوړو لارو او کردارو کرکه وکړئ ځکه د جهاد او مجاهد جامه بايد بدرنګه نشي چې ستاسو په خاطر ترې څوک کرکه ونکړي، دغه دردونه چې لا هم د مجاهـ...د په سېنه کې پراته او د وجود زخمونه ئې بايد درک کړو او لدې نظامه په کلکه دفاع او د ساتلو هوډ پیاوړی کړو څومره نظامونه چې راغلي ټول د پرديو موخو لپاره وکارول شول خو دا خپل په قربانیو ترلاسه شوي اسلام سرداري بايد وساتو او د سرونو په نذرانه سره ترې ځانونه لوګي کړو.

- مخاليفينو او اختلافات ګرو ډلو ته وايم چې د مجاهد ماتول هغه خوب دی، چې ته ئې په ويښه ګوري، دا لنډغري ټوله په پردي پالنه پسې تړلي سلسله ده، خو اوس فکرونه جوړ سول او اولس نور نه غولیږي...

«مړ په نامه ښه دی، خو غلام نه په ژوند!»

«له مرګه ازادي تېره ده، خو ننګ تر مرګه لوی دی.»

موږ په مينه ځان لوګۍ کړ...

پام اېري مو خرڅي نکړئ!

د لوړ ارمان ارزښت مو ډېر دی

پام د وېنو قيمتي بلې ډېوي مو خرڅي نکړئ!

د سپين سبا ستوري بيا درومې 

پام د پلونو نښانې مو خرڅې نکړئ!

د آزادۍ په زړورو ازانګو کې کوچيدلی يمه..،

پام خيانت ته د خدمت اسرې مو خرڅي نکړئ.

چې د تروږمۍ مزل په مينه کړي، تر داره

مخکښه دا د قربانیو قافلې مو خرڅه نکړئ!

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
خوندور افغاني خواړه وپېژنئ!
Pashto
Oct 02, 2021
3,541 views

خوندور افغاني خواړه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی خواړه د انساني ژوند د بقا لپاره خورا اړین بلل کېږي، چې بېلابېل ډولونه لري. ځينې خوراکونه د نړۍ په سطحه پېژندل شوې وي او هر چېرې یې موندلای شو؛ مګر ځينې نور بیا په سیمه ييزه کچه موجود وي، چې د هیوادونو او محلي سیمو ځانګړې خواړه بل...

Written by Riaz Muqamzai Read more
ړندې ستاینې او ړندې غندنې
Pashto
Jun 02, 2023
1,564 views

ړندې ستاینې او ړندې غندنې

ړندې ستاینې او ړندې غندنې د خلقیانو او کمونیستانو په وړاندې زموږ د روشنفکرانو ستاینې هم د هغو اخواني افراطیانو د غندنو غوندې  سرسرکي،  عقده یې دي او غیر منطقي دي. دا ډله خلک ځکه د خلقیانو ستاینه کوي چې دوی د موجاهید او اخواني ضد وو او زیات ملایان ی...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
نکات مهم درباره ستونها
Pashto
Apr 06, 2023
1,622 views

نکات مهم درباره ستونها

نکات مهم درباره ستونها  ۱- اندازه استندارد ستون:امروزه از ستون های RCC به طور گسترده استفاده می شود، در اینجا بعضی جزئیات مربوط به آنها ذکر شده است. الف- اندازه ستون ها بستگی به میزان بار کل ستون ها دارد. ب- حداقل اندازه ستون نباید از کمتر (۹×۹) ا...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,428 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,901 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article