خپل سپین ټیکری یې پر سر سم کړ. د لویې المارۍ مخې ته ودرېده. ډول ډول کتابونه وو، خو هغې د یوه ځانګړي کتاب پسې ګرځېدله. کتاب یې راواخیست او په احتیاط یې د مکتب په بستې کې کېښود.
د لویې کړکۍ له لارې لمر وړانګې راننووتې او کوټه یې په نرمه رڼا رنګ کړه. هغې پر سره هوار شوی لاسي غالۍ قدم کېښود او پر هغه توشک کیناست چې د لمر وړانګې پرې لګېدې. بالښت ته یې تکیه وکړه. د هغې تکه تور کالي د رڼا په منځ کې لکه یو خاموش تضاد ایسیده.
...
د سړي په تورو سترګو کې حیرانتیا لوستل کیده.
بې حوصلګي یې د هغه د حیرانتیا ځای نیوله.
سړي په خپل ږیړه لاس تېره کړه، ژوره ساه یې واخیسته او په دروند غږ یې وویل:لا حول ولاه... مه ژاړه، راته ووایه څه خبره ده؟
انجلۍ هیڅ نه ویل.
له تورو او معصومې سترګې یې اوښکې ورو بهېدلې او د مخ پر روښانه پوستکي یې نرې کرښې جوړولې.
د سړي د تندي ګونځې لا ژورې شوي .
حوصله یې ورو ورو ختمیده، خو بیا هم ځان کنټرول کړ او په ټيټ غږ یې وپوښتل: لورې، چا څه درته ويلي دي ؟
د سړي څېره ناڅاپه بدله شوه.
لکه څه چې ذهن ته ورغلي وي، په ډاډمن غږ یې وویل:آه...پوه سوم، نن خو ستاسو د مکتب وروستی امتحان وو...
د سړي خبره لا پای ته نه وه رسېدلې چې د انجلۍ ژړا لا پسې زور واخیست.
په همدې شېبه کې د کوټې دروازه ورو پرانستل شوه او یوه ځوان سړي راننوت.
په پوښتونکي نظر یې لومړی سړي ته، بیا انجلۍ ته وکتل.
څو ګامه مخکې راغی او د انجلۍ مخې ته کېناست.
د هغې له تندي راپریوتی د ویښتو نرې تار یې په نرمه ګوښه ګړ او په مهربان غږ یې وپوښتل: ښاپېرۍ... ګړانې، ولې ژاړې؟
انجلۍ پزه کش کړه. د سړي لاس یې په خپلو وړو لاسونو کې ټینګ ونیو، لکه چې ډوبېدونکی څوک له وروستي شی څخه ځان نیسي.
په ټیټ ، لړزېدلي غږ یې وویل: لالا... نن مدیرې صاحبې وویل چې نور مکتب ته مه راځئ.
سړي په یوه لاس د هغې اوښکې پاکې کړې.
په پوښتونکي او اندیښمن نظر یې ورته وکتل او په نرم غږ یې وویل: په دې کې د ژړا څه ده، ښاپېرۍ ؟ نن خو ستاسو د کلني ازموینې وروستی امتحان و ، نه ؟
ښاپېرۍ په مات غږ ځواب ورکړ:هو لالا... وروستی امتحان و.
مدیرې صاحبې وویل چې موږ نور مکتب ته نه سو راتلای...درس نه سو ويلای.
وايي نوی قانون دی.
د انجلۍ ژړا لا پسې زور واخیست.په زاریو يې وویل: لالا... ته هر څه کولای سې.ستا په یاد دي چې بابا هغه ګلابي نانځکه نه رارانیوه؟
په درې سوه وه... خو تا رارانیوه.
هغې شیبه چوپ شوه، بیا یې په مات غږ وویل: زه نور نانځکه نه غواړم.
نه د لوبو سامان، نه نوي کالي ،نه نوي څپلي، نه روزانه پیسې... هیڅ نه.
لالا ،ته زما د ژوند اتل یې.مه پریږده چې ارمانونه می ایرې شي .
زه یوازی غواړم مکتب ته لاړه سم... او درس ووایم.
د سړي سترګې له اوښکو ډکې وې او هېڅ نه ویل.
انجلۍ لا هم په ژړا کې وه، خو غږ یې بدل شوي و.
لالا... ستا په یاد دي ؟ ما درته ویلي وو چې غواړم تکړه لیکواله سم.
نور یې نه غواړم.
هغې اوښکې پاکې کړې ، سترګې یې پورته کړې او په ټینګ غږ یې وویل:
اوس غواړم ولسمشره سم .
داسې ولسمشره چی هیچاته اجازه ورنه کړی چی د نجونو مکتبونه وتړي.
...
د کوټی هغه ژوندی فضا له منځه تللې وه.
سره غالۍ خپل رنګ له لاسه ورکړي وه.
په المارۍ کې دانه دانه کتابونه په دوړو پټ داسې ښکارېدل، لکه چې سل کاله شاتګ شوی وي.
خو تر ټولو عجيبه هغه توره پرده وه چې پر غټه کړکۍ راکش شوې وه؛ داسې پرده چې خونې ته یې د رڼا د ننوتلو اجازه نه ورکوله.