د کوټې فضا د عطرو له خوږ بویه ډکه وه.
د لاندې منزل څخه د خلکو خندا او د غزلو خوږ غږونه اورېدل کېدل.
ناوې په سپینو کالو کې ناسته وه او د زوم انتظار یې کاوه.
دروازه ورو خلاصه شوه.
یوه ځوانه، سینګار شوې انجلۍ په خوشحالۍ راننوتله او ویې ویل:«اووو، ماشاالله هوسۍ! داسې ښکاري لکه سندرلا.»
هوسۍ موسک شوه، څه یې ونه ویل.
د هغې سترګې د حیرانتیا له امله غټې شوې او په عجیبه انداز یې وویل: «ته او سره (نکریزو) لاسونه؟!»
د هوسۍ حالت بدل شو.
په ټیټو سترګو او نرم غږ یې وویل: «د هغه خوښېږي.»
ځوانې انجلۍ غوښتل څه ووایي، خو ناڅاپه له لرې څخه یو دروند غږ پورته شو،لکه چې چا اسمان وڅنډه.
هغې خپله خبره بدله کړه او په حیرانتیا یې وویل: «ستا د واده وعده خو څو میاشتې وروسته وه، ولې اوس هغه هم په دې جنګي حالت کې؟»
- د یوسف همداسې خوښه وه. دغه روان حالت د بابا د قانع کولو لپاره ښه پلمه وه.»
د هوسۍ سترګې ځلیده ،چې ځوانې انجلۍ په شیطنت وویل: «خدای خبر څه تعویذونه دې کړي، چې دومره ورباندې ګرانه یې.»
هوسۍ غوښتل څه ووایي چې ناڅاپه دیوالونه ولړزېدل. یوه لویه درب شوه...
هوسۍ له خوبه راوغورځېده او په «یا الله خیر» ویلو سره په خپل بړستن کېناسته.
پر ځمکه یې لاس تېر کړ.
موبایل یې راواخیست او څراغ یې روښانه کړ.
په ارام، له ځان سره یې وویل: «لکه چې حوزه یې بمبار کړه.»
ناڅاپه چوپ شوه.
خپلو لاسونو ته یې وکتل؛ تر اوسه نکریزې نه وې پاکې شوې...
په ارام یې وویل: «ستا لپاره مې سره کړې، خو تا ورته کتلې لا نه دي.»
یوه ژوره ساه یې واخیسته.
په عاجزۍ یې وویل: «ستا څه قصور؟ تا خو زه د ناوېتوب په کالو کې لا ونه لیدم.»
د "ناوېتوب" د کلمې په ویلو سره، هغه شپه بیا ورته په یاد شوه—
هماغه شپه چې څو شېبې وړاندې یې په خوب کې لیدلې وه.
سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.
په غړیو یې وویل: «ډېر انتظار مې وکړ.
ټولو خبر وو، خو هیچا څه راته ونه ویل.»
د هغې ژړا زور واخیست.
په خپل لاس یې خپل ټټر ټینګ وډباوه او ویې ویل: «خو زړه مې د یوې پېښې شاهدي راکوله.»
ژړا یې په چیغو بدله شوه: «خلک وایي چې زما او د خوشبختۍ تر منځ څو ګامه واټن و.
«هغوی غلط وایي...
...
د هغې سترګې تکې سره شوې وې .
آواز یې نه راوت ،مګر اوښکې یې بهیده.
خپل پزه کش کړ ،او آرام وویل :
زما او د خوشبختۍ تر منځ یواځې هغه لمبه(توغندي)و چې تا یې را څخه واخیست.