To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د مازدیګر خیالونه

د مازدیګر خیالونه

1,818
Awsar
2020-12-28 03:09:00

ماز دیګرو، د ای-پي-جي- عبدالکلام  کتاب ( ویښ ملت) می لوستلوو، ستړی شوم، کمپیوټرمې بند کړه او بیرون په چکر ووتم. هوا ډیره ښکلي وه؛ څرنکه چې د پسرلي موسم وو، د طبیعت یوه ځانکړي ښکلا او ځلا په سترګو کیده. زه د خپلو نورو ملګرو سره پوهنتون ته نږدی په یو کلي کې اوسیږم. زما دکلي ژوند ډیر خوښیږي، له خاپوړو رانیولي تر لیسي د فراغت پوري په کلی کې اوسیدم. د کلي هر موسم جلا خوند لري، خو د پسرلي هغه یې بې جوړي وي. د ماذ دیکر چکر، د مرغانو اوازونه، د زرغونو ونو، بوټو او ګلانو ننداره يې بې حده زړه راښکونکي وي. نن هم  د دي هر څه په یاد  را ووتم؛ تر ټولو لمړی چي زما نظر یي را خپل کړه هغه د مرغیو او چڼچڼو اوازونه وو، داسي اوازونه لکه د موسقی یو ګروف چې سیتار، باجه او شپیلۍ په یوځاي غږوي. زه هم ورته د توت د ونې لاندې کیښناستم او سترګي مې پټي کړي ترڅو دزړه په غوږو يې واورم. شیبه ورسته مي ځان د خپل کلي د يوی ونې لاندې ولید، چي یوه ورځ په همدې ډول ناست وم او سازونه غږیدل.

خو لږ ورسته سازونه غلي او مرغي والوتي، حیران شوم اخوا دیخوا مې وکتل؛ ګورم چې یو ځوان لینده په لاس د ونې خواته رامنډه کړی، د ونې لاندې ترپکي وهونکی مرغۍ یي راوچته او په یولاس یی ورته سر او په بل يي ورته تنه ونیوله او د ونې له تنې سره لکه شوتله چي په لور پريکوي داسې راښکله، دوه دري ځلي يي د الله اکبر ناري کړي اوورسته يي پر ځمکه وغورځوله چې سر یې جلا او تنې یې جلا ټوپونه وهل. له دې سره ما ټکان وخوړ او سترګي مي پرانستلي، خو دلته سازونه همغه شان غږیدل. زما تر خوا هم مرغیو په ځمکه مښوکي وهلي او داني يې راټولولي. دا سازونه راباندې نور ښه نه لکیدل، نو روان شوم. چي لږ مخکي لاړم، یو سپی چي د یو کور مخکي پروت وو، زما په لیدو راپاڅید او خواته رانیږدي شو. زه هم ورته ودریدم. زما له پخو سره یي ځان سولول شروغ کړل، زه قرار ولاړ وم ورته، شیبه ورسته يي پورته راوکتل، غوښتل يي چي په غړي یا سر کي يي لاس ور وهم ( د سپو خوښیږي چي په غړي یا سر کې يې لاس ووهل شي) ما هم همداسي وکړل، ده هم خپله خوښي د لکۍ په ښوځولو سر څرکنده کړه. بیا دواړه د لاري تر څنک کیښناستلو. د ده غاړه ورمږم چي د خپل کلي په یاد کې بیا لاړم،دا ځل هغه صحنه راپه یاد شوه کوم چې د کلی په ډاک کي یو څو تنکیو ځوانانو يو سپی راپه منډه کړی وو، د ډبرو او لوټو ګوزارونه یې پري کول. د هر ګوزار په لکیدو به د سپي ګړنجار پورته شوه. تر هغې يې وځغلو تر څو دا ځوانان ستړي شول. ما هم څه نشو کولای او یواځې ننداره مې کولا، لکه څنګه چې له دوي کوچنی وم، نو کیداې شې چې د منع کیدو توان مې نه درلود یا هم په هغه وخت کې ماته بد کار نه ښکاره کیده، ځکه چې داسې کړنې معمول وي. نن مي د هغه سپي مینه تر څنک ناست هغه ته ورکړه. خو د خپلي کلي سپي خاطره مې لا له یاده نه وه وتلي چې د یو ملکري کیسه ریاد شوه، ملګري مي د لویدیځ زون څخه دی.

ویل يي چي مونږ ماشومان و، يو سپی او سپۍ  جنګګ (چي مونږ ورته په کنړ کي زیمه وایو) شوي و. که تاسو لیدلي وي د سپو زیمه په اسانی سره نه جدا کیږي، له دي تیریږو، راځي چی وګورو د هواد ختیځ او لودیځ ماشومان مو څومره سره ورته والی لري. ملګری مې زیاتوي؛ چی مونږ دواړه سپی او سپۍ په منډه کړي وو او په ډبرو مو ویشتل. اخیر د یو کاونډي په کور ننوتل، د کور نارینه نه و، یواځي یوه میرمن په کور کې وه. وايې؛ مونږ چي د سپو شاه نیولۍ وه، نو دوي هم د یو پناه ځاي په لټه کی و، اخیر د کور یو تشنا ته ننوتل، نوره د تیختي لار نه وه او سپي راکیر شول. د کور میرمن دیوال ته ولاړ بیل ته لاس او ښه په ځور يي د دواړو سپو ترمنځ راوخوشي کړه..... پدې سره زما ترڅنګ ناست سپس سنکار وکړه، نه پوهیږم چې مايې په ورمیږ ځور راوست او که د هغه سپو درد يې حس کړه. 

لږ ورسته د نږدي کوره یوه پیشو راووته، زما د میو میو په ویلو هغه هم زمونږ خواته راغله. له ماسره هیڅ خوراکي توګي نه وو، چي دوي ته مي ورکړی وی، ځکه زه په چکر راوتی وم او نه پوهیدم چې له دوي سره به مخ کیږم. خو دوي هم خوراکي شیان نه غوښتل، یواځي څه چې دوي له ما غوښتل هغه مینه وه. په مقابل کي دوی هم مینه راکولا؛ پیشو به کله زما په غیږ کي راواوخته کله په د سپي په ملا واوخته او زما تر شاه به راتاوشوه. که مو د ماشومانو سره لوبي کړي وي، نو زمونږ لوبي هم کټ مټ دغه شان وي. مونږ دري واړه خوشحاله و او خندا مو هم کولا، خو د خندا انداز مو بدل و. دا صحنه شاید زما په شان تاسو ته هم عجیبه وي، ځکه په افغانستان کې د پیشو او سپي د دښمنۍ خو هر څوک خبر دي؛ همیشه وینو چي پیشو مخکي او سپی ورپسي شاته منډي وهي، تر هغي یې ځغلوي چي پیشو تري په کوم دیوال یا ونه وخيژي. د انسان او پیشو ترمنځ اړیکه خو لا بیخي لري خبره ده. 

ورو ورو د ماښام تیاره په خپریدو وه . زه پاڅیدم، پشو بیرته همغه کورته ننوته او سپی هم روان شو. زه د سمندر د چکر په نیت راوتلی وم، خو دې څو شیبو د خپل خیال سره په ډیرو ځایو وکرځولم. 

کورته د تګ په وخت مې د دې ځای د کلي کورنو ته پام شو، کوم چې د افغانستان د کلي کورو په شان ندي، چې لوړ لوړ د خټو څلور دیوالونه تري راچاپیروي او یو غټه دروازه پکې لګیدلي وي، چي کله ماښام شي نو هر څوک د کور په لور تلوار کوي. که ناوخته کړي نو کور کي خلک په تشویش کې شي، چې خداي مکړه څه خوبه نه وي شوي. د ماښام له لمانځه ورسته د کور لوي دروازي ته ځنځیر پري وځي، ورسته بیا یو غټ قلف ورواچوي، په دی يې زړه هم نه ډاډه کیږي، له پاسه ورته یو غټ لرګی هم کیږدي. د وېدو کېدو په وخت کې بیا هم یو ځل  دروازه ګوري چي خلاصه خو به نه وي پاتې شوي. زما په یاديږي، څو ځلي له خوبه په دې تشویش راپاڅیدلی یم او د کور دروازه مې کتلي چې ښايي خلاصه پاتې شوي وي.

اما دلته هر څه برعکس دي، له کورو څلور لوړ لوړ دیوالونه نه وي راتاو. د کور مخي ته يي د دوه یا دري مترو په اندازه ساحه پریخي وې چې موتر پکې ودروي او یا د اوړي په موسم کې بغضي وختونه پکې کښیني. د اکثرو کورو د کوټي ګړګۍ د لیاري طرف ته وي، که په لاره تیریږي او د کړکۍ لوري ته و ګوري نو په کوټه کي ناست خلک ټول درته ښکاري. په اوړي کي کړکي خلاصي پریږدي ترڅو یخه هوا کوټي ته راشي، اما هیڅ چا سره دا تشویش نه وي چي کوم غل به راشي او یا څوک به د دوي د وژلو او یا تښتولو نیت ولري. بغضو کورونو مخې ته ساحه هم نه وي پریخي لکه دغه یوه چي زه يي اوس مخې ته تیریږم. دغه کورنۍ د کور مخي ته د سرک په غاړه میز ایخښی دی او دوي تري چاپیره په چوکیو کې ناست دي. په میز چاي اخوستی دی، فکر کوم ډوډۍ یي خوړلي ( دلته معمولآ د ماښام ډوډۍ وختي خوړل کیږي) په دوه چوکیو کي یو سپینږیری او یوه بوډۍ ناست دي، دوه نورو چوکیو کي د شاوخوا پنځه څلویښتو کالو یوه ښځه او نارینه ناست دي او په بله چوکۍ کي تقریبآ د دریالسو کالو په عمر یوه جنۍ ناسته ده. دوي دومره خوشحاله ښکاري فکر نه کوي چې په ټول عمر یې غم لیدلی وي. یو ځل مي وویل چي بي غرضه تري تیرشم او د ماښام پخیر په ویلو یي مزاحمت ونکړم، بیا راته ښه ښکاره نشوه او د ماښام پخیر مي ورته وویل، د دوي ټولو په خوله تیاره خندا وه یواځي د ماښام پخیر يي ورسره یوځاي کړه او بیرته يي زما په جواب کې تکرار کړه. 

زه کور ته راورسیدم، خو ذهن مې تیرو یادونو او د افغانستان حالاتو نارامه کړه، له کوره په دي نیت وتلي وم چي ذهني ستړیا مې ختمه کړم، خو بیرته کورته په راتک مې ستړیا څو برابره زیاته شوه. 

څلویښت کلن جنک د امنیت، سوکالۍ، ارامۍ او کلتور رانیولي تر میني، عاطفي او مهرباني هر څه يي راڅخه واخیستل او په بدل کي يي د فقر او غربت رانیولي تر نامنۍ، ډار، تشویش، غلا، ظلم او رواني تکلف هرڅه راکړل. زړونه یي راته سخت کړل، ټول کلتوري او دیني ارزختونه یې راته تر پخو لاندي کړل. په انسانانو، حیوانات او التوونکو ظلمونه معملو شوي. زمونږ دي حالاتو په حیواناتو هم تاثیر کړي او زمونږ څخه په تقلید دوي هم دښمني او یو په بل ظلمونه کوي. په دي هیله چې په ګران هیواد کې مو یو ځل بیا مینه او محبت، سوله، سوکالي او دلاسه ورکړی کلتور او هرڅه بیرته راشي.

ازمیر/ترکیه/۲۰۲۰/۰۵/۱۰

Awsar
Awsar 3 years ago
Recommended Articles