نیمايي پاتې کارونه (دا کومه کیسه نده)
1,204
Arsalan
2022-02-17 01:21:30
اوس به راشو لیکنې ته!
نیمایي پاتې کارونه څه دي؟
هر انسان چې پدې نړۍ کې ژوند کوي، یو شمېر مسئولیتونه او کارونه یې پر غاړه دي، دا کارونه یې د ژوند په فردي، کورنیزه، ټولنیزه او هر اړخیزه برخه کې دي.
د ورځنې ژوند مخ ته وړلو لپاره هر کس (فرد) باید کار وکړي او بوخت اوسي.
خو کله کله ځینې کارونه چې پېل کړي، پېل یې ډېر ښه ښکاري خو د کارونو پاي ته رَسول ډېر ستونزمن کیږي.
نیمايې پاتې کارونه هغه کارونه دي:
چې پېل مو ورته کړی وي خو پای ته مو نه وي رَسولي، دا کارونه کېدای شي سهار وختي له خوبه پاڅېدل، د یوې نوې ژبې زده کول، د یوې ځانګړې څانګې زده کړې، د یو کتاب مطالعه کول او داسې نور شېان وي.
د کارونو نیمايي پاتې کېدو لاملونه:
I- څرګنده موخه په ژوند کې نلرو
یو له لاملونو څخه دا ده چې په ژوند کې هیڅ موخه نلرو او همدا د کارونو د نیمایې پاتې کېدو سبب کیږي. کله چې څرګنده موخه په ژوند کې ونلرو او کار پېل کړو نو ژر له کارونو ستړي کیږو او هغه کار چې ترسره کوو را ته تکراري کیږي.
II- په ژوند کې موخه لرو خو ناسمه وي
بل لامل د کارونو نیمايي پاتې کېدو دا ده چې په ژوند کې موخه لرو خو ناسمه وي، کله هم پدې نه پوهېږو چې کومه موخه مو چې په ژوند کې غوره کړې ده سمه ده که ناسمه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې باید خپلې لېوالتیا، استعدادونو او وړتیاوو ته باید پام وکړو.
III- هغه ستونزې چې ورسره مخ کیږو هغو ته پام نه کوو
یو بل لامل د کارونو د نیمايې پاتې کېدلو دا دی چې یوازې د کارونو مثبت اړخ وینو (البته مثبت آند لرل ښه دي) خو هر کار چې ترسره کوو پکې ستونزې او موانع هم شتون لري هغه هم باید ومنل شي او پر وړاندې یې باید ودرېږو که ورته تسلیم شو نو کارونه نیمایي پاتې کیږي. ما ډیری خلک لیدلي دي او اوس یې وینم کله چې د یو کار په اړه یا د یو بریالیتوب په اړه خبرې کوي، ځان ستاینې کوي، ځانونه اتلان ښیي او یوازې بریالیتوب ته ټوپ وهل (جمپ) خپل ښکاره کوي، خو رښتیا دا دي چې د یو کار ترسره کول او بریالیتوب ته رسېدل ډیر وخت نیسي، بېلا بېلو آزماېښتونو او ستونزو سره سړی مخ کوي، داسې هم نده چې په یوې شپه کې سړی بریالیتوب ته رسیږي.
پاېله:
نیمايي پاتې کېدل د کارونو د روحي، رواني، ذهني او فکري ستړیا او اسټرس سبب هم کیږي، د دې لپاره چې باید پورتني لاملونه له مېنځه یوسو؛ لومړی خو موخه ولرو، دوېم خپلو وړتیاوو او لېوالتیاوو ته پام وکړو او درېم باېد عمل هم وکړو د ستونزو سره مقابله وکړو او حل یې کړو (د ستونزو حلول تر ډېره حده د ځان سره مقابله ده).
لیکنه: عبدالرشید “صمد نجاب”
له ټولو لوستونکو څخه ډېره زیاته مننه!