To start downloading books

Please sign in or create an account.

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی که شریر؟

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی که شریر؟

لیکنه- ابراهیم شینواری

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی، شریر نه دی. خو د خپل مصئوونیت د لاسه ورکولو له امله ویرې سره مخ کیږي او دغه ویره یې انحراف ته مجبوروي او په شریر موجود بدلیږي. همدارنګه هغه غریزې چې فطرتاً د ده په بدن کې د دفاع لپاره دي په تعرضي غریزو بدلیږي او بیا نورو ته ضرر رسوي.
 په وروستیو پیړیو کې د غربي فیلسوفانو، سیاست پوهانو او ساینس پوهانو ځینو نظریاتو سیاسیونو ته دا زمینه جوړه کړه چې سل میلیونه انسانان ووژني. دا د یوې پیړۍ وژنې تر هغو ټولو وژنو زیاتې دي چې تر هغه مخکې په نولسو پیړیو کې شوې وې.
 داروین د بیولوژیکي فوسیلونو له کتنې او عملي میندنو په پای کې دې نتیجې ته ورسید چې د ژوندیو موجوداتو تکامل د طبیعي انتخاب پروسې له مخې کیږي یعنې تر ټولو تکړه او قوي ژوندي موجودات کولی شي دوام وکړي او کمزوري موجودات له منځه ځي. د داروین د تکامل لپاره د طبیعي انتحاب له دې تیورۍ ځينې سیاسي، اقتصادي او تولنیزې نظریې راووتې. دغو نظریاتو امپریالیزم، نژادپالنې، ایوجینیک او ټولنیزې نابرابرۍ ته منطق او استدلال جوړ کړ چې په نړۍ کې د لویو او ورانوونکو جګړو سبب شوې. پخوا هم جګړې وې خو په دې پیمانه او شدت نه وې.
 داروین د خپلې تیورۍ له مخې په ټولنیزو موضوعاتو تبصره نه وه کړي خو د سپینسر، مالتوس، ویلیام ګراهم سومینز، ګالتون او نورو ټولنپوهانو او فیلسوفانو په ټولنیزو نظریو یې اثر وکړ او دوی یې په دې ډاډه کړل چې هغوی چې په طبیعي ډول تکړه انسانان دي پانګه او علم تر لاسه کوي او هغوی چې په طبیعي ډول کمزوري دي، نه شي تر لاسه کولی. په دوی کې ځینو لا حتی دومره زیاتی وکړ چې د هغو خیریه موسسو او دولتونو کارونه یې هم وغندل چې له بېوزلو، معلولو او اړو انسانانو سره مرستې کوي. دوی وویل چې دا خیریه کارونه د تکامل پروسه ځنډنۍ کوي.
 هابز وویل چې انسان فطرتاً شریر دی خو د نورو د انتقام له ویرې او ټولنیزو نورمونو په اساس یې قانون منلی دی. ماکیاولي هم ویلي وو چې سیاسي مشران دې په اخلاقو تظاهر کوي خو عملي کوه دې یې نه. په همدې ډول یو سیاستمدار بریالی کیدای شي.
 دې نظریاتو په شلمه پیړۍ کې دوه نړیوالو جنګونو، د چین داخلي انقلاب، د روسیې د اکتوبر انقلاب، د ویتنام جګړې، پر افغانستان د شوروي اتحاد تیري او نورو خونړیو جګړو ته لار اواره کړه. که همدا مفکوره دوام وکړي نورې خونړۍ جګړې به هم وشي. د وسلو سیالي به هم دوام وکړي او د انسانانو ژوند به د مرګ تر سیوري لاندې پاتې شي.
 دینونه په عام ډول او اسلام په ځانګړي ډول بیا د دغو نظریو برعکس نظر لري او قرآن وایي چې انسان په بهترین شکل، د الله تعالی په فطرت جوړ شوی او د کرامت خاوند دی:
 وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا ﴿الإسراء: ٧٠﴾ ترجمه: موږ د ادم اولاد ته کرامت ورکړ او په وچه او سمندر مو د تلو وس ورکړ او له پاکو (خوراکونو) رزق مو ورکړ او د مخلوقاتو په ډیره برخه مو لوړتیا ورکړه.
 لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿التين: ٤﴾. ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ﴿التين: ٥﴾ ترجمه: موږ انسان په بهترین شکل پیدا کړی دی. (او په ښه صورت کې تر پیدا کیدو) وروسته تر ټولو ټیټ حالت ته ځي.
 فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿الروم: ٣٠﴾ترجمه: د حنیف دین پر لور مخ واړوه، د خدای فطرت هغه دی چې انسان یې د هغه په اساس جوړ کړی دی. د الله په خلقت کې تبدیلي نه راځي. همدا قایم دین دی خو زیاتره انسانان نه پوهیږي. په حدیث شریف کې هم راغلي دي چې هر ماشوم د اسلام په فطرت زیږي؛ دا مور و پلار (او محیط) چې د ماشوم فطرت بدلوي.
 د ارواپوهنې او طب هغه څیړنې چې تر سره شوي دي دا تاییدوي چې انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی. که دوه ماشومان خپلو کې لوبې کوي او یو له بله د لوبو سامان واخلي، مقابل لوری ژاړي. د دې ژړا په مقابل کې لومړی ماشوم خپل د لوبو سامان هم ورکوي خو غواړي چې هغه غلی شي.
 لکه چې مو وویل وروسته انسان د ژوند د ستونزو له ویرې نارواوو ته لاس اچوي. خو د ژوند په پای کې بیرته خیر او ښو ته تمایل ښيي او ښیګڼې ته راګرځي. په څو زرو هغو انسانانو چې مرګ ته په نږدې حالت کې وو، څیړنې شوي دي. او تر مرګ مخکې ترې په خاص ډول معلومات اخیستل شوي دي چې دوی یوازې د دوه شیانو افسوس کړی دی:
 - کاشکي له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې ډیر وخت تیر کړی وای او مینه یې ورسره کړې وای، او
 - کاشکې له نورو انسانانو او بیوزلو سره یې لا زیاته مرسته کړې وای.
 زما په نظر په انسانانو کې باید دا تعلیم عام شي، چې دوی خیرخواه دي او یو له بل سره دې د خیر او ښېګڼې په کارونو کې مرسته او همکاري وکړي. انسان ته دا ذهنیت ورکول چې شریر موجود دی، په ده کې شریرتوب زیاتوي او باید دا کار ونه شي.

Related Articles

په ټولنيزو رسنيو کې د فعاليت کولو آداب

1- هر مطلب، فیلم یا عکس بايد ژر له نورو سره شريک نه کړو، په دقت يې وګورو او په اړه يې يو څه فکر وکړو، که زموږ لپاره د منلو، باوري اوګټور و، له نورو سره هم يې شريک کړو او که نه، نو له شريکولو يې ډډه وکړو. 2- هر څه بياځلي خپاره نه کړو، هڅه وکړو چې زموږ د مطالبو سرچينې، حقيقي شخص او مرجع پېژندل شوې، باوري او د استناد وړوي.   3- د هغو خبرونو حجم په خ...

ساختماني پروژو کې د خطر مديريت

په ساختماني پروژو کې د خطر مديريتRisk Management in Construction Projectsعبادالرحمن مهربان؛د لغمان پوهنتون انجنيرۍ پوهنځي استاد د ساختماني پروژو پلي کول له خطره ډک یو کاروبار دی. څرنګه چې هره ساختماني پروژه په خپل جوړښت کې یواځینۍ وي او همدارنګه هره ساختماني پروژه کې یو زیات شمیر ذینفعان (د پروژې مالک، اصلی قراردادي، فرعی قراردادي، دولت، خلک،...)...

ممیز؛ ځانګړنې او روغتيايي ګټې یې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ممیز د وچو ميوو له ډلې شمېرل کېږي. اصلا د انګورو له وچولو لاسته راځي. ځينې خلک یې د لمر په واسطه او ځينې نور یې د ماشينونو په واسطه وچوي. له ممیزو په بېلابېلو برخو مې ګټه اخیستل کېږي. دلته به یې په اړه بشپړ معلومات ولولئ! ایا تاسو ته ممیز ښه دي؟ که څه هم د ممیزو دانې ډېر کوچني دي، خو له مغذي موادو څخه ډک دي. دا وچه مېوه انسان...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...