په علمي لحاظ د عشق تحليل او د عاشقانو د دماغ MRI پايله

R
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
3,702
په علمي لحاظ د عشق تحليل او د عاشقانو د دماغ MRI پايله

د عشق شور، يعنې هغه احساسات چې د يوه کس سره د اشنايۍ په لومړیو کې مونږه مصروف ساتي او زموږ خوب او خوراک را څخه اخلي. د ګډ ژوند لپاره ښه شروع نه ده. يعنې د عواطفو دا قبيله(ډله) کاملأ د سټارټ ماشين غوندې عمل کوي. خدای "ج" دا د انسان په وجود کې اچولې تر څو انسان په حرکت راولي ولې موږ نشو کولی پرته له تېلو حرکت وکړو.

ددې ټکي د ثبوت لپاره ډېر شواهد شته لکه: د آرون په نوم يوه څېړونکي په يوه ډله هغو کسانو چې په عشق کې اخته و د fmri ماشين ـ چې له مغزو نه عکس اخلي ـ لاندې ونيول او هغوی نه يې وغوښتل، چې د خپل معشوق په اړه فکر وکړي او يا يې عکس وښيي.

ددې خلکو مغزي کارکرد وښودله، چې د فکر کولو په وخت د هغوی د مغز هغه برخه فعالېده  چې reflix action يا تېز عمل ترسره کوي کوم چې وږي يو او ډوډۍ وخورو فعالېږي يا له هغو کسانو چې په کوکاينو روږدي وي وروسته د مخدره موادو له کارولو فعالېږي او د مغزو دا برخه تېزه مننه کوي او دا طبيعي خبره ده چې تېز عمل ډېر دوام نکوي. په داسې حال کې چې مغز نورې برخې هم لري کوم چې په ځنډ عمل کوي.

"کد بارتل" او "زيکي" په نوم دوه نور پوهان راغلل او په هغو کسانو يې ورته چاره عملي کړه چې عشق يې دوام پيدا کړی و. د عشق په اصطلاح رفاقت او دوستي يې لرله هغه ډول عشق چې شور او هيجان يې تللی او صميميت يې پاتې او ډېر شوی هم و. ددې ډلې مغزي عکس وښودله چې د فکر په وخت د مغزو هغه برخه فعالېږي چې په ډېر وخت پورې اړه لري. هغه برخه چې کله موږ د خپلې خوښې فکر کوو، د خپلې خوښې موسيقي اورو يا د مذهبي ارامتيا په وخت مو په ذهن کې فعالېږي. ددې دوو پوهانو نتيجو وښودله چې ژر عملونه همېشه په شيانو تاکيد کوونکي او د تکيه وړ نه وي حتا اصيل هم نه وي. همدارنګه رامانټيک عشق چې کله کله د شعر، غزل، فلم او رومان دستمايه ګرځي، او ښايسته شی هم ده خو د تکيه وړ نه دی پر ځای يې رفيقانه او دوستداشتني عشق تل پاتې او د باور وړ دی.

بعضې قومونه اصلأ نه پوهېږي چې عشق څه شی دی. رومانټيک عشق نه يوازې د باور وړ نده بلکه لنډ مهاله هم ده. آيا ددې ټولو قومونو په منځ کې شور او عشق شتون لري؟يعنې د هرې ټولنې وګړي عشق چې په کومه معنا موږ پېژنو، پېژني؟

د يانکويچ او فېشر په نوم دوو پوهانو د ۱۶۶مختلفو قومونو او فرهنګونو رواجونه، ادبيات او هنر تر څېړنې لاندې ونيول په پای کې دې نتيجې ته ورسېدل چې په ۱۴۷ فرهنګونو کې رومانټيک عشق شته او په ۱۹نورو فرهنګونو کې ددې عشق هيڅ شواهد نشته. خو په هغو قومونو کې. هم خلک د کورنۍ تشکيل کوي، له کورنۍ سره علاقه لري او د هغوی لپاره فدا کاري کوي. يعنې هغه رومانټيسيسم چې په غربي ادبياتو کې شته په دغو ادبياتو کې هيڅ مانا نه لري نو رومانتيک عشق داسې شی نه دی، چې په ژوند کې بايد حتمأ وي.

 

آيا عشق يو ډول بيماري ده؟

بعضې تحقيق کوونکو په دې موضوع تمرکز کړی، چې ايا شديد عشق د بې پايلې عشق له نظره يو ډول بيماري ده او که نا ؟ او جالبه ده پوه شئ چې ارواپوهان تر ټولو ډېر شباهت د عشق او وسواس تر منځ چې يو ډول بيماري ده ليدلي دي. په دغه بيماري کې افکار په ذهن حمله کوي، چې دا افکار شخص مجبوروي تر څو خاصې وکړي او که يې ونکړي له ډېر اضطراب سره مخامخ کېږي. مثلأ: يو سړی عادت لري چې هره ورځ خپله ږيره ۷۰ ځلې ږمنځ کړي او که يې ۶۹ ځلې هم ږمنځ کړي ذهن يې مخشوش او ناارام خوبه کېږي.

 

عاطفي ځيرکتيا دې پورته يوسه!

ددې ټولو با وجود نن ورځ پوهان دې ټکي ته رسېدلي چې که چېرې عشق او احسساسات د باور وړ نه دي پس څه شی د باور وړ دی؟

يعنې څه او څه بايد وي چې عشق مو دوامدار پاتې شي. په اوايلو کې دا نظرونه موجود وه چې کوم خلک شباهت سره لري د هغوی تر منځ صميميت او رفاقت موجود وي او کولی شي موفق واده وکړي خو تجربو ښودلې چې دا اتفاق نه پېښېږي

ښاغلي اشتنبرګ چې د عشق مثلث يې ارايه کړی و، دې نتيجې ته رسېدلی و، چې ډېري طلاقونه د انتظار خلاف په داسې مواردو کې پېښېږي چې په اول انتخاب کې اشتباه شوي نه وه، يعنې د واده په اوايلو کې يې يو بل سره ډېر شباهت لاره خو وروسته له واده يې تغير کړی دی. نو ډېری وخت مشکلات دلته وي چې خلک تغير کوي خو يو بل سره نه، په دوو لوريو په مختلفو چټکتياوو سره حرکت کوي. نو دا سوال پيدا کېږي چې: که اوليه شباهتونه هم د صميميت او رفاقت ضامن نشي کيدای پس څه شی اوږد ژوند او صميميت تضمينوي؟

ډېری څېړونکو ښودلې چې عاطفي ځيرکتيا د واده د موفقيت تر ټولو مهم لامل ده. عاطفي ځيرکتيا يو ډول ځيرکتيا ده چې موږ سره کومک کوي، چې پخپلو احساساتو اګاه واوسو، پخپلو احساساتو کنټرول ولرو، خپل احساسات ښه ډول بيان کړواو له بل طرفه پوه شو، چې د مقابل جانب احساس درک کړو.

 

تاسې څومره عاشق ياست؟

هغه سوالونه چې په نورث استرن بوستون پوهنتون کې ترتيب شوي د عاشق له جزياتو سره چندان کار نلري او غواړي پوه شي چې تاسې اصلأ عاشق يئ او که نا، که عاشق يئ څکه تاسې ته هم ددې سوالونو ځوابول جالب وي نو هله لاس په کار شئ او دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ.

 

دپوښتنو د ځوابولو طريقه

معشوق مو تصور کړئ او د (هغه)کلمې پر ځای د معشوق نوم کېږدئ، اوس د هر عبارت تر څنګ پدې ډول شمارې ورکړئ.

۱_که هر عبارت سره موافق وئ د ۷عدد

۲_که نسبتأ موافق وئ د ۶عدد

۳_که لږ موافق وئ ۵

۴_که ډېر ډاډه نه وئ د ۴عدد

۵_که لږ مخالف وئ د ۳عدد

۶_که ډېر مخالف وئ د۲عدد

او که کاملأ مخالف وئ د يو عدد د عبارت تر څنګ وليکئ

 

شروع

۱_تل هغه ته د رسېدو لپاره بيړه لرم

۲_هغه ډېر جذاب دی

۳_هغه د نورو په نسبت کمې نيمګړتياوې لري

۴_د هغه لپاره چې هر کار لازم وي کوم يې

۵_زما په نظر هغه تر ټولو دلنشين دی

۶_ډېر مې خوښېږي چې خپل احساسات هغه ته واوروم

۷_کوم کار چې يو ځای کوو هغه مې ډېر خوښېږي 

۸_خوښېږي مې چې هغه حتمأ زما شي

۹_که کومه بده واقعه هغه ته پېښه شي ډېر ناراحته کېږم

۱۰_ډيری وخت د هغه په باره کې فکر کوم

۱۱_دا راته ډېر مهم ده چې هغه زما سره مينه ولري

۱۲_کله چې هغه سره يو کاملأ خوشاله يم

۱۳_دا راته ډېره سخته ده چې هغه نه لږ هم لرې واوسم

۱۴_واقعأ هغه سره ډېره علاقه لرم

 

د ټیسټ يا پوښتنو تفسير

اوس هغه عددونه چې د عبارت تر څنګ مو ايښي جمع کړئ که چېرې مو نومرې له ۸۹ واوښتې سخت عاشق يئ، وضيعت مو خراب ده که چېرې مو سوالونو ته صادقانه ځوابونه ورکړي وي په عاشق کېدلو کې مو شک نشته. که چېرې مو نومرې د ۷۸او۸۸تر منځ وي نو تاسې نسبتأ عاشق يئ او لږ پاتې چې د عشق لوړو څوکو ته ورسېږئ. که چېرې مو نومرې د ۶۸او۷۷تر منځ وې لږ احتمال لري چې تاسې دې عاشق ياست.چا هم چې له ۶۸نه کمې اخيستې وي مهرباني دې وکړي ځان دې عاشق نه ښيي او چندان عاشق ندی.او چا هم که له ۵۸کمې اخيستې وي هيڅ عاشق ندی مهرباني دې وکړي ځان دې عاشق نښيي او د ځان لپاره دې بل کار وګوري

ژباړه ـ خالقداد همت

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
Mar 09, 2023
1,726 views

سروی  پل Bridge Surveying

✏سروی  پل: درسروی پل ها موارد آتی در نظر گرفته میشود.1- بازدید بامسئولین.2- مشوره با بزرگان محل.3- فاصله پروژه ازولایت،ولسوالی،بازارویا کدام محل مشهورمنطقه.4- تعین موقعیت پل بامشوره واخذ معلومات از اشخاص فهیم محل.5- تثبیت دوکنارپل.6- سروی ساحه پل به...

Jan 28, 2023
1,315 views

یک سالگی تسلط گروه طالبان بر افغانستان || One year of Taliban rule over Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar در افغانستان حدود ۴ دهه شد که موضوع خوب و خوش رخ نمی‏دهد و بدیهی است که هر کدام از این خبرهای ناخوش روی روحیه و ذهن انسان تاثیر سوء به جا م...

May 26, 2021
3,918 views

نابغه لیکوال "تورګینیف" وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړ کې به نن د روسیې د نولسمې پېړۍ نامتو سبک پېژندونکي او لیکوال په اړه لا ډېر پوه شئ. د لیکنې ترپایه د ښاغلي تورګینیف پر ژوند او فن ډېرې خبرې وشي.    تورګینیف د روسيې ددې ستر لیکوال او سبک پې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
40,025 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
32,108 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 17, 2020
31,988 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article