خپلمينځي جګړه بايد ختمه شي، ځکه چې خپلمينځي جګړه په ټولو اسلامي مذهبونو کې ناروا ده.

جنګ يو ستر مشکل دی، دغه مشکل که د هر مذهب مطابق حليږي بايد حل شي او د دغه نزاع د حل لپاره پر کوم خاص مذهب ټينګار ناسم دی.

قرآن مجید خو موږ ته وضاحت کړی دی چې:

 (یَـٰۤأَیُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې جګړه وكړئ، نو هغه (شى یا جګړه) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ۔ كه چېرې تاسو پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى. (النساء: 59)

په مبارک حديث کې هم توصيه شوې ده چې:

قَدْ تَرَكْتُكُمْ عَلَى الْبَيْضَاءِ لَيْلُهَا كَنَهَارِهَا لَا يَزِيغُ عَنْهَا بَعْدِي إِلَّا هَالِكٌ وَمَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ فَسَيَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا فَعَلَيْكُمْ بِمَا عَرَفْتُمْ مِنْ سُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ. تاسو ما پر داسې شريعت پرېښي یاست چې شپه يې هم د ورځې په شان روښانه ده، له دغه شريعت څخه يوازې هلاکيدونکی کږيږي، په تاسو کې څوک (له ما څخه وروسته ژوندی وي نو هغه به ډېر اختلافات وويني، نو تاسو زما پر پېژندل شويو سنتو او د هدايت يافته راشدو خلفاوو پر سنتو ټينګ اوسئ!   (مسند أحمد: 17142)

همدارنګه الله تعالی د اتفاق او اتحاد حکم کړی دی او د هغه لپاره يې اساس کتاب الله ښودلی دی:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا.

تاسو ټول د الله تعالی پر رسۍ باندې منګولې ټينګې ولګوئ او ډلې ډلې يعنې فرقې فرقې مه جوړېږئ. (آل عمران: 103)

هو، په عادي حالاتو کې که يو هېواد د کوم خاص اسلامي مذهب تعين کوي، نو هېڅ حرج نشته بلکې غوره خبره ده خو د دې تړاو به له قضايي او دولتي امورو سره وي، انفرادي اعمالو کې به د هر اسلامي مذهب پيرو په خپلو مذهبي اعمالو کې ازاد وي.

په هر صورت که د جګړې ختمېدل او د مسلمانانو ترمينځ د صلح راتلل د امام ابو حنيفه، امام شافعي، امام مالک یا امام احمد او يا هم د امام جعفر صادق رحمهم الله الجميع په کوم قول او جزيې سره ممکن وي بايد عمل پرې وشي.

پخوانيو احنافو عظيمو علماوو په دې لړ کې د فرد د مشکل د ختمولو لپاره د خپل مذهب پر ځای د امام مالک يا نورو علماوو پر اقوالو فتوې صادرې کړي دي او عمل يې پرې کړی دی.

د مثال په ډول د مفقود الخبر د ښځې باره کې او همداراز پر امامت، د قرآن په تعليم او پر اذان باندې د اجرت اخيستلو باره کې فتوا پر اصل حنفي مذهب نه ورکول کيږي او داسې نور.

همداراز حنفي مذهب چې ډېر دقيق او وسيع مذهب دی خو د دې باوجود وروستنيو پیروانو يې په کې ډېر اختلاف کړی دی. تاسو به ديوبندي حنفي او بريلوي حنفي اصطلاحات اورېدلي وي او همدارنګه پنجپيري حنفي او داسې نور.

په ګڼو مسلو کې د مشايخ بغداد، مشايخ بلخ، مشايخ ما وراء النهر او مشايخ الشام وغيروو خپلمينځي اختلاف شته، نو په دغه صورت کې کومې رايې ته ترجيح ورکول مشکل کار دی.

مفتی به قول هم د ځينو مشايخو په نیز یو وي او د ځينو نورو په نيز بل وي.

په هر حال خپلمينځي جنګ ډېر بد شی دی او بايد دا ختم شي.

مفتي عبدالولي